دا څو ورځې مې له یوه ملګري سره په همدې خبره ښه خوندور، توند او تریخ بحث روان کړی، دواړه خپل دلایل لرو، خو تر اوسه مو یو بل ته قناعت نه دی ورکړی، زه وایم چې ولس نه دی ملامت د هر رهبر لپاره یې قرباني ورکړې،‌ له سر او مال څخه تېر شوي، خو چې کله خبره د ګټو راغلې بیا رهبر هر څه هېر کړي او یوازې یې خپل نس ډک کړی، سهوې او تېروتنې رهبرانو کړي، خو بیه یې خوار ولس پرې کړې.

ملګری مې بيا داسې استدلال کوي، چې رهبر له همدې ولس څخه را پورته کېږي،‌ همدا ولس دی، چې رهبر زېږوي او همدا ولس باید د رهبر ساتنه هم وکړي. زه په دې باور یم، چې زموږ ولس د تاریخ په ټولو پړاونو کې د رهبرانو لپاره سترې قربانۍ ورکړي، خو هېڅ‌ رهبر مو د ولس په نبض نه دی پوه شوی او نه دی توانېدلی، چې ولس له دې درانه خوبه را بیدار کړي. کله چې ولس له رهبر سره مخالفت کړی، رهبر یې کار ته نه دې پریښی او یا یې د رهبر هڅې ټکنۍ کړې، هغه هم د رهبر د غلطو او ناسمو پرېکړو له امله شوي دي.  دا د رهبرانو ستونزه ده، چې له ولس سره په ژبه نه دي پوه شوي او د ولس د مخالفت په ترڅ‌ کې یې هم واک له ګواښ سره مخ شوی او هم یې ژوند.

په شلمه پیړۍ کې موږ داسې رهبران درلودل، که په بل هر قوم او سیمه کې زیږيدلي وای، نن به یې د ولس برخلیک په زرینو کرښو لیکل شوی وای او یا دا رهبران په دې توانیدلي وای، چې زموږ د ولس دیني، کلتوري او ټولنیز ارزښتونه يې ساتلي وای او د همدې ارزښتونو د پاللو تر څنګ يې د ولس د راویښولو هڅه هم کړې وای، نو نن به مو دا ستر پورونه نه پرېکول. په دې ډله کې د بېلګې په توګه: غازي شاه امان الله خان، غازي نادر خان، فخر افغان خان عبدالغفار خان بابا او شهید سردار محمد داود خان در يادومو چې که دا هر یو که په نورو قومونو کې زیږیدلی وای، نو نه یوازې د هغه ولسونو تاریخ به پرې ویاړل، بلکې نړۍ به هم د دوی د شخصیت او افکارو تر اغېز لاندې راغلې وای.

 فخر افغان په هېڅ‌ صورت تر ګاندهي او نېلسن منډیلا کم نه وو، بابا نه یوازې پښتانه په خپلو بې شمېره قربانیو را ویښ نه کړای شول، بلکې د بابا په موجوديت کې لا پښتانه له خپل هویت، تاریخ او کلتور څخه ډېر لېرې لاړل، علت یې داوو چې ګاندهي او منډیلا په نورو ولسونو کې پیدا شوي وو او فخر افغان بابا په پښتنو کې زیږیدلی وو.

‌زه د بابا د ټولو افکارو او کړنو سره همغږی یم،‌ خو بیا هم ځکه خپل مشران او رهبران پړه بولم، چې دوی د دې پر ځای چې د ولس له فکر او شعور سره برابره مبارزه وکړي، د ولس له غوښتنو سره په تقابل کې واقع شول، لکه شاه غازی امان الله چې له هېواد او ولس سره یې اورنۍ مینه لرله، غوښتل یې هر څه په ډېره بېړه تر سره کړي، هېواد د پرمختګ لوړو پوړیو ته وخېژوي، خو د ولسي ارزښتونه یې له پامه وغورځول او هېڅ ارزښت یې ور نه کړو،‌ په داسې شرایطو کې چې ولس به هغه نارینه ته د عيب ګوته نیوله چې پګړۍ به یې لا نه وه پر سر، پاتې شوه لا هغه ښځمنه چې بې پړوني او یا حتی بې پرتوګه دې په لارو او کوڅو کې وګرځي. که شاه غازي په هغه وخت کې د ولس کلتوري او مذهبي ارزښتونو ته یو څه پام کړی وای او یوازې د بنسټیزو پروژو، ښوونې او روزنې برخې ته یې کار کړی وای، نو کېدای شي، په هېواد د سقاوي په نامه توره دوره نه وای حاکمه شوې. همدا ډول که غازي نادر خان د هغه وخت له حالاتو سره سم د شاه غازي کورنۍ په تبعید کې نه وای ساتلې، نو حالات به یو څه بېرته سمې خوا ته را ګرځېدلي وای. د غازي نادرخان په کړنو او نیت شک کول راته ګناه ښکاري، خو بیا یې هم ستره سیاسي تېروتنه وکړه، ددې پر ځای چې واک شاه غازي ته وسپاري، خپله یې د واک واګې په لاس کې ونیولې او حکومت کولو ته یې ادامه ورکړه.

باچا خان بابا د عدم تشدد د لارې بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي،‌ منډیلا او ګاندهي له بابا څخه اغېزمن شوي رهبران وو، خو اوس په نړۍ کې د عدم تشدد بنسټ ایښودونکي ګاندهي او منډیلا ګڼل کېږي او تر بابا یې ډېر خلک ځکه پېژني چې هغوی د خپل ولس له فکر سره برابره مبارزه کړې وه. بابا د پښتون ولس په منځ کې زیږیدلی وو. د پښتون په کور کې چې ماشوم وزېږي‌ په ډزو یې بدرګه کوي، سنتي یې په ډزو لمانځي، کوژدنه او واده یې په ډزو لمانځل کېږي او بله هره ښادي په ډزو لمانځي او د بابا د وخت پښتنو خو لا ټوپک د نارینه ګاڼه ګڼله، نو په داسې یوه ټولنه کې به څنګه د عدم تشدد ریښې وزغلي؟

شهید سردار داود خان په هېڅ صورت د نړۍ له سترو او بریالیو رهبرانو څخه کم نه وو، له هېواد او ولس سره یې اورنۍ مینه لرله، خو یواځینۍ ستونزه چې ملي اتل شهید ولسمشر لرله، هغه پر ځان تر کچې ډېره ویسا وه،. شهید داود خان داسې نه ګڼله، چې د ده پر وړاندې به هم څوک د سر را پورته کولو جرأت وکړي، هغه داسې انګېرله چې د هېواد او ولس لپاره ستر ارمانونه لري، نو هېڅ داسې څوک به پیدا نه شي،‌ چې د ده مخه ونیسي.

دا زمونږ د رهبرانو سیاسي سهوې دي، چې نن یې موږ بیه پرې کوو، دا زموږ د رهبرانو تېروتنې دي، چې ولس مو لا اوس هم په درانه خوب ویده دی، که یو څه په زغم فکر وکړو، ولس مو اوس هم خپله دنده په پوره زړورتیا او ریښتینولۍ تر سره کړې، زما د ولس ډېره برخه په بزګرۍ او کرنه بوخته ده، هر بزګر او کروند ګر خپل کار تر وزیر، مشر،‌ ريیس او سفیر په ښه توګه تر سره کړی،‌ د سهار په خړه له کوره ووځي‌ او د ماښام په خړه بېرته راځي، د شپې د اوبه خور لپاره پورته کېږي، لو او لور په خپل وخت کوي،‌ کرل او ریبل یې په حساب برابر دي، خو زموږ د رهبرانو بیا خپلو کارونو ته ملا ماته ده، له خپل مسوولیت څخه تېښته ورته تر ټولو اسانه لار ده.

موږ چې په خپلو ټولو کړنو کې پاتې راشو، ددې پر ځای چې خپله فردي ملامتیا او مسوولیت ومنو، د روانو حالاتو ټوله پړه د خوار ولس پر اوږو ور بارو او ځانونه سپین چرګان کړو.

که ولس او ټولنه ملامته ګڼو، نو باید لومړی خپل ځان ملامته کړو، همدا موږ یو، چې ټولنیز واحد تشکیلوو، تر هغو چې خپل فردي مسوولیت درک نه کړو او خپله ملامتیا په زغرده ونه منو، تر هغه به نه دا ولس را ویښ کړای شو او نه به موږ د تفوق غوښتنې له دې وراسته کلتور څخه ځانونه وژغورلی شو.

2 thoughts on “ولس ملامت دی که رهبر؟/ ایمل څړوال”
  1. زه دا درسره نه منم په اصل کی ملت په دروند خوب ویده ده ملت تر اوسه د ښه او بد توپیر نشی کولی . ملت پدی تیرو ټاکنو کی عبدالله عبدالله ته په رایه ورکولو وښودله چی د ښه او بد توپیر نشی کولی بلکه دوی ته هغه څوک مهم ده چی د دوی په ژبه غږیږی او یا دوی ته ډیری پیسی ورکوی که چیری ملت هوښیار وی نو نن به اشرف غنی په ارګ کی وی

  2. زه تر یوه بریده له څړوال صیب سره همغږی یم.
    همدا رهبران دي‌چې د خپلو ګټو لباره یې ولس په خوب ویده ساتلی
    ملت په هر وخت کې ریښتیا هم قربانۍ ورکړي
    رهبرانو د ملت ارزښتونو ته پام نه دی کړی، غازي امان الله خان د ملت کلتوري او دیني ارزښتونه وننګول نو له هماغه ورځې د هیواد حالات مخ پر خرابۍ روان شول
    دا خبره که څوک مني او که نه خو فخر افغان بابا سره له دومره قربانیو یو ژوندی ملت را واخیستلو او د عدم تشدد په مبارزه یې مړ کړو.
    ګاندهي همدا د عدم تشدد نظریه داسې ځای وکاروله چې مړ ملت یې پرې را ژوندی کړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *