تاند- پاکستاني رسنیو په قطر کې د طالب مرکچیانو په قول وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې نننۍ حمله به د قطر د سولې بهیر ته زیان وانړوي.

نن سهار وختي د کابل په زړه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه، د افغانستان دفاع وزارت او د ایساف مرکزي اډې ته نژدې وسله والو طالبانو برید وکړ.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې د دوی یوې اته کسیزې ډلې، چې په درنو وسلو سمبال وه، پر دفاع وزارت او اریانا هوټل برید وکړ چې بهرنیان پکې مېشت دي. ده ادعا وکړه چې بهرنیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو دې حملې د قطر د سولې د خبرو د بهیر د وړاندې تګ په اړه شکونه وپارول چې هسي هم د اسلامي امارت د لوحې پر سر له خنډ او ځنډ سره مخامخ ده.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه غړي وویل چې د کابل نننۍ حمله به د سولې دا پروسه زیانمنه نه کړي ځکه چې دا بهیر سیاسي دی او تراوسه پوري لا د طالبانو، امریکا او د کرزي د رژیم ترمنځ پر اوربند سلا نه ده شوې.

د طالبانو د دفتر دغه غړي، چې نوم یې نه دی ذکر شوی، د ټېلفون له لارې ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته همداراز ویلي:«د قطر د سولې بهیر په حقیقت کې د دې ډول حملو د درولو او د نورو وینو د بهېدو د مخنیوي لپاره ده.»

ده همداراز وویل چې باید له هیڅ حملې څخه د سولې د بهیر د درولو لپاره د پلمې په توګه کار وانخیستل شي.

د طالبانو دغه مقام خبرداری ورکړ چې هیځ لوری باید په قطر کې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي ځکه چې دا بهیر له اوږدې مودې وروسته ممکن شوی دی.

ده دا هم وویل چې د طالبانو د پوځي عملیاتو مسله کاملاً جلا موضوع ده ، د کابل تر دې حملې مخکې هم طالبانو لویې حملې کړي دي.

10 thoughts on “طالبان: د کابل حمله به د قطر د سولې بهیر زیانمن نه کړي”
  1. د انسانانو یو وحشیانه خصلت دادی چه یو بل سره په جګړه کی شی یعنی جنګ کوی. کله چه وحشی حیوانات یو بل سره په څنګل کی مخامخ شي نو بیا یو بل ته غوریږی څو چه د دوی جګړه حتمی شی. خو با فکره، د سلیم عقل او د اسلامی تهذیب خاوندان هغه څوک دی چه د سولی لار پلی کړی او له څینو شیانو څخه تیر شي ځو جګړه ونشي او خوار او بیوزله اولس ته تور مرګ ژوبله ونرسي. که چیری طالبان د اسلامی اخلاقو شتونکی وی نو دوی به زر تر زره جګړه بس کړی او ځانونه به د پاکستان له اسارت څخه وژغوری او د لوی افغانستان په فکر کی بشی چه څنګه دا خوار او وجاړ وطن زر تر زره مخ په ترقی روان کړي

  2. والله منطق یی خندونکی دی. وایی چی مرور شی ځان به خوار کړی. چی حملی وکړی یوازی به یا ډیر طالبان مردار شی او یا به هم ملکی خلک زیان ووینی چی یو یی هم د تروریستانو په نفع نه دی.

  3. Peace will not established with Taliban, opening their office and discussing peace issues with them is just wasting of the time and useless.
    Because Taliban is jut TV remote control, which is controlling by Punjabis. (Their Bosses)
    If Afghan government really wants to finalize this issue he should start a new era of peace discussion with Punjab.

  4. عجیبه ده ستاسو شزی د تولسی په نقش قدم لگیا دی فحشا او هندویزم ته اوری… ستاسو زوانان ترجمانان(مفعولین) شول… لونی مو سکرترانی(موسسو کی د یهودو او نصارا کنیزانی) شوی… تاسو په دیموکراسی کی مرتد شوی… او بیا تاسو رازی طالبانو ته دین ورشیی؟!

  5. taleb jan de zhwandai wi!!!!
    wrora da khabare de zoma de khole akhisti di.
    doi hamdase mortadin di.

    mojahedin de zhwandi wi

  6. دالله په خاطر کوم دین او کومه ډمکراسی ؟
    که ډموکراسی داوی چه دیو ملت دین ،کلتور ،تاریخ او حیا په سیند لاهو کړی ، دا بیا فحشا ده ، ډموکراسی خو پدی مانا ده چه دهیواد هر وګړی د قانون په چوکاټ کی دازادی حق لری ،قانونی سرحدونه به نه ړنګوی
    هیواد به ده ټولو وګړو ګډ کور بولی ډانګماری او یکه تازی به نکوی ،په نتیجه کی یی دیو ملت کلتور ،اقتصاد عقاید په سمه توګه وده وکړی ، دی ته ډموکراسی وایی او زه بیا په داسی ډمکراسی ویاړم.
    — د بلی خوا دا خو هم دین ندی کوم کلیپونه چه طالبانو ډک کړی او په سایټونو کی یی اچولی … دمکتب یتیم کونډی او بیت المال دنابودۍ پسی مو خپی رالوڅی کړی پښتون ولس مو سپک او ورک کړو
    اسلام کی خو دجنګ په ډګر کی دانصاف او عدالت په پلی کولو ټینګار شوی دی ، زه په الله سوګند تر اوسه نه پوهیږم چه د طالبانو جګړه د ناټو سره ده او که د پښتون ولس نابودولو لپاره ده

  7. Talib jana morted ta ye morted de rond mullah omar di Naawozebillah gunah gar bah sham taso la koma Molayeki ya freshti raghali yast Ao da tol Afghanistan khalak taso nemcha musalmanano ta kafer shkar e Ao tol darta kofar shkar e Ao taso kho pah tol Afghanistan de kofor tapa lagawoli da Ao staso de kofor tapa washington ya pah pentagon ki mo jora kre da kah pah Amerika ki mo na we jora kre Ao punjabistan ya pah Israelo ki kho mo khamakha jora kre da .Ya ALLAH Tah nemcha taliban Ao karzai kabena wor sara waziran Ao wolase jarge wakelan taba Ao halak kre Ameen Suma Ameen

  8. په خدای چی حامد کرزی تر څو د سولی خبری کوی همدا جګړی به دا بی شرف خلک کوی تر هغه پوری سوله نشی راتلی چی حامد کرزی د دوی په مقابل کی جهاد علان نکړی او د دی وحشیانو چی خرمرګی بریدونه کوی او عام خلک وژنی جهاد فرض یعین دی او څوک چی دا خبره نه منی د هغه په ایمان کی هم شک دی تر څو به مو وږنی ایا د افغانانو وینی دومره ارزانه دی چی دوی د یوی خرمرګی په مقابل کی په لسګونه افغانان وږنی

  9. گلااغاوازیرہ.خولہ دی دخرہ شہ لکی درباندی شنہ شہ غوگونہ دی وگدہ شہ .تہ خو دومرہ احمق یی چی کافرکوش تہ غلام کوش تہ اربک کوش تہ کرزی کوش تہ .نعوذابااللہ خرمرگی وایی.امریکایی درتہ دمور میڑہ شکاریژی ھغہ دوست وایی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *