تاند- د بدخشان ولایتي چارواکي وايي، په هغو ۲۷ تنو پولیسو کې، چې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د دغه ولایت په یمګان ولسوالۍ کې تښتولي ول، ۲۴ تنه یې خوشي شوي دي.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار نن /یکشنبه/ رسنیو ته وویل:«۲۴ پولیس، چې وسله والو طالبانو یرغمل کړي ول، خوشي شوي دي.»

بېدار همداراز وویل چې ۳ نور پولیس لا هم له وسله والو طالبانو سره برمته دي.

د بدخشان د والي د مرستیال په وینا ۲۴ پولیس د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي شوي دي.

بېدار دا هم وویل چې درې ورځې وړاندې ټوله یمګان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته نه وه ورغلې بلکې د ولسوالۍ یوازې مرکز د لنډ وخت لپاره د دولت د وسله والو مخالفانو تر ولکې لاندې راغلې وه.

د ده په وینا ټوله ولسوالي د وسله والو مخالفانو له وجوده تصفیه شوې ده. خو دا په داسي حال کې ده چې طالبانو تر پرونه پوري له یمګان ولسوالۍ څخه د وتلو په باب د حکومتي چارواکو ادعا ردوله.

طالبانو د یمګان ولسوالۍ له نیولو وروسته د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ په شمول ۱۲ دولتي ودانۍ وسوځولې.

په همدې حال کې د فاریاب چارواکي ادعا کوي چې په تېرو ۴۵ ورځو کې د طالبانو پرضد په عملیاتو کې ۲۰۰ سخت دریځي وژل شوي دي. د فاریاب امنیه قومندان توریالي ابدیاني نن رسنیو ته وویل چې په وژل شویو طالبانو کې پاکستانیان هم شامل دي.

د ابدیاني په وینا په عملیاتو کې ۴ امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *