که خپل شا او خوا وګورۍ او ځیر شۍ په سترګو کیږی؟او څه وینئ؟

یوازی او یوازی د الله جل جلا له د قدرت نخښی او د الله جل جلا له نعمتونه چی د انسان لپاره یی پیدا او بیا مسخر کړی دی.لکه چی الله جل جلا له پخپل کلام پاک کی وایی:٫٫آیا نه وینئ تاسی (ای انسانانو) چه بیشکه الله جل جلا له مسخر کړی (په کار اچولی) دی تاسی ته هر هغه څه چه په آسمانونو کی او هر هغه څه چی په ځمکه کی دی او پوره کړی دی الله په تاسی نعمتونه خپل (هم په ښکاره او هم په پټه)٬٬. سوره لقمان ۲۰

د انسان د پیدایښت سره سم الله جل جلا له په انسان لوریینه پیل کړه او هغه لپاره یی د ژوند ټولی آسانتیاوی برابری کړی- د خوراک نه نیولی تر پوښاکه او آن د ژوند ټولی اړتیاوی چی انسان ورته په ورځنی ژوند کی  اړتیا لری- خو انسان بیا ددی نعمتونو ، فضل او کرم سره سره د هر وخت د الله جل جلا له نافرمانی کړیده- د آدم  علیه السلام اولاد  قابیل؛ نه نیولی تر بنی اسرآیلو پوری او بیا د بنی اسرآیلو نه نیولی تر دی دمه ټولوامتونو کی داسی خلک ؤ چی خپل وسه پوری یی د ربّ العزت نافرمانی او سرکشی کړیده- خو الله جل جلا له خپلو بندګانو ته صبر کوی او مهلت ورکوی لکه چی الله جل جلا له وایی:٫٫که چیرته الله جل جلا له خلک په ګناه باندی ژر تر ژره نیولی نو د ځمکی پر مخ به خوځیدونکی نه ؤ پاتی لیکن الله جل جلا له دوۍ ته تر یو ټاکلی وخت پوری مهلت ورکوی٬٬.سورة النحل ۶۱

بنی اسرآیلو ته الله جل جلا له څومره نعمتونه ورپه برخه کړی ؤ- د جامو څخه نیولی تر خوراکه ټول سهولیات یی بی له کومه اُجرته مساعد کړی ؤ- من او سلوا ورته راتلله بی له کوم زحمته! جامو ته یی اړتیا نه درلوده ، خپله نوی کیدی او غټیدی د عمر په تیریدو سره- خو برسیره پردی یی بیا هم د نافرمانۍ او سرکشۍ څخه لاس وانه خیست- او حال یی تاسو ته ښه روڼ دی چی قرآن حکیم تری حکایت کوی.

که خپل چاپیریال ته وګورو نو دالله جل جلاله نعمتونو پرته به  بل هیڅ تر سترګو نه شی-

 اول یی که د خلقت څخه راونیسو نو موږ نیست ؤ – شته یی کړو او بیا یی انسان وګرځولو، عقل یی راکړ او ورسره یی علم هم را په برخه کړ- لکه چی فرمایی: ٫٫انسان ته یی هغه څه وروښودل چی پری نه پوهیده٬٬. سورة العلق

بیا دی انسان خپل بدن ته ځیر شی کوم اعضاوی، قدرتونه، توپیرونه او استعدادونه چی الله جل جلا له یو انسان ته ورکړی د بل انسان له بدن سره ډیر توپیرونه لری . تاسو یی  (ډی این ای) او د ګوتو چاپونو د  بیلګی په توګه اخیستی شۍ- د هیڅ انسان د ګوتو چاپونه د بل انسان د ګوتو چاپونو سره یو شانته ندی- آیا دا عجیبه تخلیق ندی؟ لکه چی الله جل جلا له فرمایی : ٫٫هو! مونږ قادر یو چی ددوۍ ګوتی هم برابری کړو٬٬. سورة قیامه

 او دویم دا چی  که د هوا څخه ترسمندره هر نعمت ته توجه وکړو ګورو چی یواځی هوا څومره د انسان د ژوند د بقا لپاره اړینه ماده ده- او دغه اړینه ماده بیا ربّ العزت مفته او بی له کومی بدلی انسان ته ورکوی- آیا دا غټ نعمت ندی؟ که دغه هوا او په خاصه توګه آکسیجن په پیسو یا د کومی بلی معاوضی په بدله کی  وی نو ، ستاسو په فکر انسان به توانیدلی ؤ چی دغه نعمت یی لاسته راوړی وای – یو نورمال انسان په یو دقیقه کی د ۱۲ نه نیولی تر ۱۸ ځله پوری ساه (تنفس) اخلی- که ساه اخیستل په پیسو وي نو څه فکر کوۍ چی انسان به له ډیری مادی تاوان سره مخ نه وی؟  خو انسان بیا هم ناشکری کوی-

٫٫پس د کومو کومو نعمتونو د رب خپل تاسی ناشکری کوۍ ای انسانانو او پیریانو٬٬- سورة رحمان

دریم غټ نعمت اوبه دی !! الله جل جلا له سیندونه،دریابونه او چینی د انسان لپاره پیدا او بیا یی د هغه لپاره مسخر کړی- اوبه که نه وی نو انسان به د سختو نه سختو کړاؤنو سره مخ وی- یو عادی او نورمال انسان په ورځ کی د دوه لیترو څخه نیولی تر دریو لیترو پوری اوبو ته ضرورت لری- د انسان ژوند اوبو پوری تړلی دی اوبه زمونږ ژوند ته وده ورکوی اوبه راته د رزق وصیله جوړوی، پټی را خړوبوی، ډول ډول میوی ، سبزیجات، غلی او دانی تری راؤځی،چی خوندونه یی مختلف، رنګونه یی جلا جلا، پاڼی یی مختلفی، څانګی یی بیلی بیلی ، ځینی ونی  ګڼی وی او ځینی یی رنګۍ وی لکه چی الله جل جلا له فرمایی. ٫٫او الله هغه ذات دی چی پیدا کړی یی دی باغونه (د انګورو)هسک کړی شوی ځینی یی (پراته وی په ځمکه) او د خرما ونه او کښت چی مختلفی  وی میوی د هغو په (رنګ او خوند کی ) او زیتون او انار چی متشابه وی (په ونو او پاڼو کی) او غیر متشابه وی (میوی د هغو په مزو کی ) ، خورئ تاسی له میو د هغو ځنی کله چی میوه ونیسی او ادا کړۍ حق د هغی په ورځ د ریبلو ددی او بی ځایه یی مصرفوئ تاسی او بیشکه الله جل جلا له نه خوښوی اصراف کوونکی٬٬.- سوره الانعام ۱۴۱

همغه یوه ځمکه ده ، یوه خاوره ده او یو ډول اوبه دی خو کوم حاصلات چی تری راوځی نو هغه یو د بله سره توپیر لری هم په خوند کی او هم په رنګ کی- عجیب خلقت جمع نعمت!!

٫٫پس د کومو کومو نعمتونو د رب خپل تاسی ناشکری کوۍ ای انسانانو او پیریانو٬٬. سورة رحمان

 اسمان ،لمر، سپوږمۍ، ستوری ، غرونه ، شپه او ورځ ټول د انسانانو د فایدی او ګټی لپاره پیدا شویدی او هر یو یی پخپل ځای خپلی ټاکلی دندی ترسره کوی او یو مخصوصی ګټی رسوی-

لمر ته که ځیر شو رڼا خو یی رڼا ده خو  طبی ګټی یی هم ټولو ته جوتی دی- ډیری خلک چی د هډوکو په مرض اخته وی او یا یی هډوکی کمزوری وی نو ویټامین ډی ته اړتیا لری او لمر ددی ویټامین څخه مالامال دی- مفت ویټامین او د انسان ناشکری-

٫٫پس د کوم کوم نعمتونو د رب خپل تاسی ناشکری کوۍ ای انسانانو او پیریانو٬٬. سورة رحمان

شپی ته که وګورو نو یوه عجیبه د آرام وخت وی-  انسان که ټوله ورځ ویده وی خو چی د شپی خوب ونه کړی نو ځان نا راحته احساسوی- لکه چی شپی په اړه الله جل جلا له فرمایی: ٫٫الله جل جلا له همغه ذات دی چی ګرځولی یی ده تاسی ته شپه دپاره ددی چی آرام شۍ تاسی په دی کی (او ګرځولی یی ده) ورځ روښانه ، بیشکه په دی کی خامخا ډیر دلایل دی (د قدرت او وحدانیت) دپاره د قوم چی اوری دغه قرآن (دزړه په غوږونو). سوره یونس ۶۷

که د انسان په ژوند کی شپه نه وی نو ډیرو ستونزو سره به مخ وی، سرګردانه به وی، دماغی توازن به یی نه ؤ برابر، وده به یی نشوی کولای، او نورو روحی او روانی امراضو ښکار شوی به ؤ خو بیا هم انسان د ناشکرۍ په پل پښه ږدی-

٫٫پس د کوم کوم نعمتونو د رب خپل تاسی ناشکری کوۍ ای انسانانو او پیریانو٬٬. سورة رحمان

هر ځلی انسان ناشکری کړی او الله جل جلا له د هغی ناشکرۍ سره سره  انسان باندی احسان کوی- دالله جل جلا له د نعمت شکر د نعمت زیاتولی دی او ناشکری یی برعکس ده.

 الله جل جلا له په انسانانو باندی بی شمیره احسانات کړی او نعمتونه یی ورپه برخه کړی لکه چی فرمایی: ٫٫او که وشمیرئ تاسی نعمت د الله نو وبه نشۍ شمیرلی شۍ تاسی دا نعمتونه ، بیشکه انسان خامخا لوی ظالم او ډیر ناشکره دی٬٬ . سوره ابراهیم ۳۴

د الله جل جلا له نعمتونه که کتار شی سیاهی به ختمه شی، کاغذونه به ختم شی، خلک به ستړی شی خو بیا به هم بی شمیره نعمتونه نا لیکلی پاتی شی!!

اوس سوال دا دی چی د نعمت شکر څرنګه اوباسو؟

آیا دا کافی ده چی دنعمت نه د ګټی پورته کولو وروسته سړی اووایی چی شکر دی خدایه!

هیڅکله نه!!

شکر په دوه قسمه دی:

لومړی- شکر لفظی ، او دوهم- شکر عملی-

شکر لفظی په دی معنی چی یو نعمت دی وخوړه او یا دی واغوستو او وروسته بیا دی په خوله اوویل چی یا الله جل جلا له ستا ډیر ډیر شکر !!

او دوهم شکر عملی دی چی دغه نعمت چی تا استعمال کړو او ګټه دی تری پورته کړه نو یواځی په لفظی شکربسنه مه کوه بلکه عمل کی هم شکر اوباسه !!

سوال ذهن ته راځی چی عملی شکر څنګه وباسو؟

شکر ته عملی جامه اغوستل چی  د چا چی د نعمت استعمال کړی نو د هغی به څه اصول ، قاعده، ضوابط او شرایط وی هغه به پلی کوی نو هله به عملی شکر اداکوی-

کامل شکر څه ته وایی؟ کله چی شکر لفظی او شکر عملی ترسره شی نو شکر کامل منځ ته راځی-

یو عام مثال که واخلو چی کله هم مونږ د چا وخورو او یا یو احسان راباندی وکړی نو آیا مونږ یی منندویی نه کوو؟ او منندویی خو یی پریږده بیا یی تل مدام ډیر قدر کوو او که کار یی راته چیرته بند وی نو تر ټولو دمخه د هغه کار کوو- دا ولی؟ دا ځکه چی هغه په مونږ باندی احسان کړی دی او د احسان په بدله کی ورسره هره هغه نیکی کوو چی تر وسی مو پوره وی-

آیا د هغه ربّ لا یزال چی مونږ یی پیدا کړو، عقل یی راکړ، علم او پوهه یی راکړه،روغتیا یی راپه برخه کړه،مال او دولت یی راکړ، ښځه یی راکړه، اولاد یی راکړ، خوراک، پوښاک، څښاک  یی راکړ،ځمکه یی زمونږ لپاره فرش وګرځوله، اسمان یی پرمونږ چت وګرځاؤ او د ژوند ټولی اسانتیاویی راکړی؟ آیا نده پکار چی دهغه ومنو، د هغه پیروی وکړو، د هغه حکم ته لبيک اووایو- د هغه نظام راولو، خپل یی کړو او عمل پری وکړو-

د هغه اطاعت ډیر اسان او سپیڅلی دی خو یوچاپیریال جوړول غواړی او هغی ته اسلامی نظام وایی!!

الله جل جلا له فرمایی :او نه ؤ ظلم کړی الله پر دوۍ باندی لیکن ؤ دوۍ پخپل نفسونو باندی یی ظلم کاوه-سوره النحل ۳۳

د انسان د ناشکرۍ لپاره په قرآن کریم کی د ؛کفر؛ لفظ راځی او کفر په معنی د ظلم ده- یعنی انسان نه یواځی  د نعمت سره ظلم کوی بلکه د ځان سره هم ظلم کوی- د الله جل جلا له حکمونه پیچلی او ګران ندی بلکه اسانه او پلی کیدونکی دی او د انسان د وس او قدرت څخه بهرهم ندی لکه چی فرمایی: ٫٫الله تعالی هیڅ انسان د هغه له وس څخه پورته تکلیف او بار نه اچوی٬٬. سوره بقره ۲۸۶

نوله دینه ثابته شوه په انسان باندی چی کوم احکامات فرض شویدی هغه ټول د انسان د وس او طاقت څخه پوره دی- اوس چی کله مونږ د الله جل جلا له خورو، د هغه په ځمکه ژوند کوو، د هغه نعمتونو څخه ګټه پورته کوو نو د هغه نظام به منو او هم به یی راولو.

د الله جل جلا له نظام څخه څه مراد دی؟ د الله جل جلا له حکمونه عملی کول او د نبی علیه السلام طریقی خپلول. اسلام یو کامل دین او یو کامل نظام دی. په اسلام کی د هر څه لپاره خپله تګلاره شته او قرآن او نبوی احادیثو مونږ ته هر څه په ډاګه کړیدی-

اسلام د امن دین دی او دی دین کی انسان ته سکون حاصلیږی- اسلام د امن ، رورګلوۍ، د راشه درشه دین دی او پکی د انسان د خیر خواهۍ لاری چاری دی. هر هغه نظام چی د الله جل جلا له ، له فطری او شرعی نظام سره په ټکر کی وی ماتی خوری او د ډیری مودی لپاره د ځمکی پر مخ نشی چلیدلی- ددغی غیر فطری او غیر شرعی نظامونو په پیدایښت کی هم لویه فلسفه او حکمت پروت دی او هغه دا چی د بشر په لاس جوړ شوی نظامونو بابیزه توب عملی نمونه دنیاوالو ته وړاندی شی چی په دی نړۍ کی یوازی او یوازی هغه فطری او شرعی نظام چلیدلی شی چی په هر لحاظ هر اړخیز او مکمل نظام وی چی د کایناتو د خالق، مالک الله ربُ العزت له لوری انسانانو ته رالیږل شوی او ورته غوره شویدی- او د همدی رب فرمان دی: چی  څوک پرته د اسلام نه بل دین اختیاروی د منلو وړ ندی!! دغه دین او نظام چی دوۍ یی اختیاروی نه یواځی په دی نړۍ کی به دوۍ د ستری خساری سره مخ کړی بلکه په آخرت کی به هم د سترو ګوزارونو ښکار شی-

نو مسلمان ولی اسلامی نظام پدی خاوره نه غواړی؟ آیا اسلامی نظام به دی عصری ستونزو ته ځواب ونه وایی او د حل لاری به ورته ونلری؟ دا نو مسلمانه ستا غلط ګومان دی- اسلام د هر څه لپاره ځانګړی هدایات او لارښوونی لری  او د عملی کیدو وړ وی-

مونږ نن سبا د غربی نړۍ د رسوخ او اثر لاندی یو او په هر ځای کی یی مثالونه وړاندی کوو او وایو چی فلانکی ته د صلحی تمغه او جایزه  ورکړ شوه او چا ته د ښه حکومتدارۍ-

ولی زمونږ په اسلام کی دغسی نمونی او مثالونه کم دی! او یا نشته؟

اول خو زمونږ خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم چی د نړۍ ټولو ادیانو ، فیلسوفانو او مفکرانو دا منلی چی رسول الله صلی علیه وسلم یو با رسوخه لیډر (حکمران) او یو سوله پال انسان ؤ- بیا د هغی نه راپدی خوا د حضرت ابوبکر صدیق ، عمر ابن خطاب، عثمان غنی، علی کرم الله وجهه او نورو اصحابو کرامو رضوان الله علیهم اجمعین نه نیولی تر تابعینو، تبع تابعینو ، اسلافو پوری د صلحی او ښه حکومت دارۍ او با رسوخه سیاسی حکمرانانو په صف کی شمیرل کیږی-

ای مسلمانه! تاته د غرب د کلنټن څه، تاته د نیلسن منډیلا څه، ته لږ اسلام مطالعه کړه؟ تا اسلام صحیح ندی لوستی، ته د اسلام د تاریخ څخه خبر نه یی او نه په اسلام پوره پوهیږی دا ځکه خو اسلامی نظام ته غاړه ایښودل درته ګران ښکاری-هغه د خپلو پښو او لاسونو زولنی درته ښکاری، حال دا چی تاته لار ښئ او له پریشانیو او بی لاریو دی ژغوری.

يوازی او یوازی اسلام او اسلامی نظام کولای شی چی نړۍ ته نیکبختی، سعادت، امن ، ثبات، رورګلوی راوړی.بی له شکه اسلام د ټول انسانیت لپاره د خیرخواهۍ ضامن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *