غني خان

په غني کې د اظهار جرئت، د مشاهدې طاقت، د مطالعې ژور فکر او لوړ خیال موجود دی، هغه یوازې لیکوال اوشاعر نه دی، بلکې فلسفي هم دی: غني خان د مرګ او ژوند په باره کې داسې نظر درلود: دا د نور او نار دنیا د اضدادو نه جوړه ده، د هر شي ضد شته، ژوند سره مرګ تړلی دی او یو د بل ضد دي. د ژوند سره، رڼا او تیاره، ګل او اغزی، ټول د ژوند سره اړیکې لري.

که د انسان د زړه خوښه وي او که نه وي، ددې اضدادو سره به وخت او ژوند تېروي. د انسان مرګ د انسان د زېږېدو له ورځې د هغې سره یو ځای پیدا شوی دی. او هر ساکښ شی به یوه نه یوه ورځ د منځه ځي او مړ کېږي به.

که یو انسان هر څومره قوي، عالم، فاضل، مالداره او د ددنیا هر څه ورسره وي، بیا هم مړ کېږي.

غني خان وايي، مرګ په حقیقت کې د انسان ژوند دی، انسان باید خپل مرګ ته خفه نه شي، ځکه د انسان ژوند بعد له مرګه شروع کېږي.

رښتیا که انسان دینداره او د الله تعالی ټول اوامر یې پر ځای کړي وي او د الله تعالی په لوریینې او پیرزویینې د جنت دروازې یې پر مخ خلاصې شي، نو ژوند بیا هلته ژوند دی، نه دې دنیا کې.

کله چې خزان د پسرلې ګلونه ورژوي، پسرلی ورته وايي: ته ما وژلی نه شې، دا مرګ مې د نوي ژوند زیری دی.

 نو د مرګ نه پس ژوند شروع کېږي. که په ژوند کې اضداد نه وي، وخت به په انسان نه تېریده، ژوند به بې خونده وي، لکه:

چې په ژوند کې سخته نه وي
لکه بې مالګې طعام
چې په خوله کې خندا نه وي
لکه ډک د خاورو جام
چې ځواني کې تکلیف نه وي
لکه پټه میان کې توره
نه یې پړق شي نه یې شرنګ شي
په زنګونو شي رنځوره
ژوند که تش فیرني څټل وي
دا خو سپی هم شي څټلی
که تش نسل زیاتول وي
دا غویه هم شي کولی
ژوند نه خیټه نه ماڼۍ وي
نه ډېرۍ د سرو لالونه
نه یاران نه معشوقې دي
نه باغونه د ګلونو
ژوند خو تله دي یو په مخه
غورځېدل او پاڅېدل دي
ټکی سوز او ټکی ساز دی
څه خندل دي څه ژړل دي
ژوند په سترګو د عاشق کې
پلوشه ده د خمار
په صحرا کې لټول دي
د اشنا د کوڅې لار

غني خان وايي: په ژوند کې خوشحالي او خفګان دواړه باید موجود وي، که ژوند کې سختي او خفګان نه وي، داسې مثال لري، چې غذا کې مالګه نه وي، دا چې بې مالګې طعام خوند نه لري، دغسې د خفګان نه بغیر خوشحالي خوند نه لري.

د غني خان د ژوند او مرګ د فلسفې په اړه خپل نظر دی، د عام انسان فکر د غني خان فلسفي فکر ته نشي رسېدلای، هغه یو مفکر او فیلسفوف دی. یو عام انسان ته خو مرګ د ژوند خاتمه ښکاري، خو هغه وايي، چې مرګ ژوند نه شي وژلی، لکه:

که لکونه ژوندي مړه کړي
ژوند څوک نه شي مړ کولای
چا د بوي نه منع کړی
شنه ګلونه د رېحان

د غه د غني خان یقین او ایمان دی او ددې دغه دعوه بالکل صحیح او پر ځای ده، هغه نن هم ژوندی او سبا به هم ژوندی وي او تر کومه چې پښتو ژبه او ادب وي، غني خان څوک نه شي وژلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *