ختیځ ادبي بهیرملګرو خپله ۹۳ یمه پرله پسي ناسته د ۱۳۹۳—۳—۲ یمه نیټه په ننګرهار میدوتیک فرهنګې انګړي کې وکړه.
د دغې ناستې پرانیسته دیدارساپي د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره وکړه، مشري یې بختیارساحل کوله او میلمانه يې هجرت الله ناصري، شیرآغا اسلمزی، د کوربه څوکې کې ورسره دیدارصافی ناست و، د دریځ چارې الفت پاڅون سره وې او ګزارش زمان سهیل لیکه.
د تیري ناستي ګزارش محمدزمان سهیل ولوست، ضیاالدین همت مل د ګذارش ستاینه وکړه، خو نیوکه کوله چې په تېر ګزارش کې يې ځينې شوې خبرې نه دې راخیستل شوي .
ایمل مړوند بیا وویل، ګزارشګر تر پخوا په ګزارش لیکنه کې ډیر ښه شوي او ډاډ يې څرګند کړ چې په را تلوونکی کې به تر دي هم ښه ګزارشونه ولیکي. نوموړي د ګزارش د ستاینې تر څنګ په ګزارش کې یو شمېر وړو وړو تېروتنو ته هم اشاره وکړه.
وې ویل یو ځای ګزارشګر لیکلی دي، دوست محمد دوست او همت مل دواړو ورته نظر درلودلو، د مړوند په خبره که چېرته د لومړي کس نظر مخکې لیکل شوی وی او هغه چا چې يې نظر تایید کړی وروسته راغلی وو له انده يې داسې به ښه ځکه و، چې دواړو په یوخت دا خبره نه وه کړې. د دې تر څنګ په ګزاش کې راغلي وو( ختیځ ادبي بهیر خپه شاعرانه ناسته وکړه.) مړوند له دې کلیمې سره هم جوړ نه و او ټينګار يې کولو چې د شاعرانه کلیمه دې ترېنه لرې شي. مړوند دا هم ویل چې کله په ګزارش کې د لومړي ځل لپاره د کوم چا نوم لیکل کیږي نو باید بشپړ ولیکل شي که په نورو پرګراپونو کې يې یوازې تحلص هم راشي باک نه کوي.
بختیار ساحل هم د مړوند د خبرې ملا تړله او د شاعرانه کلیمې راوړل یې پر ځای کارونه نه ګڼله، ساحل ویل سهیل ځوان دی او په ګزارش لیکلو پوره خواري کوي، نو په راتلونکې ورنه ډېرې تمې دي چې یو ښه ګزارشګر به ترینه جوړیږي.
بخیتار ساحل، زیاته کړه، د ګزارش د لوستلو پر وخت لوستونکی ټکنی کیده او په خبره يې لامل يې په ګزارش کې د ځينو پیچلو کلیمو راوړل وو، په وینا کې چېرته ګزارش ساده او روان ولیکل شي نو هم يې ګزاشګر ته لوستل اسانه وي او هم به پرې لوستونکي هم ښه پوهیږي.
ضیاالدین همت بیا ګزارش ګرته وړاندیز وکړ، چې په ګزارش تر بحث ورسته دې خپل ګزارش اصلاح کې ځکه چې بیا د کتاب په بڼه خپریږي.
پر ګزارش تر کرکتنې ورسته د ژمنې سره سم خواټول صیب خپل غزل کرکتنې ته وړاندې کړ چې مطلع يې داسې وه:
اوس هم راپسي ګرځي قاتلان زما د میني
لاغواړي کړي جودا رانه جانان زما د میني
د خبرو کولو وار پرې همت مل لومړی کړ، هغه خواټول صیب، یو ولسي شاعر یاد کړ. د غزل مطلع يې خوښه کړه، خو وړاندیز يې وکړ، چې د لاغواړي پر ځای دې د ( دوی غواړي ) کلیمه راوي نو بیت به ورسره ښکلی شي. نورو دوستانو هم د همت مل سمونه پر ځای یاده کړه.
د غزل لومړی بیت داسې و:
په وینو د جانان کې زما مینه ګډه شوي
څوک نه شي بیلوي تري په هیڅ شان زما د میني
ایمل مړوند وویل: په دغه بیت کې خواټول صیب د یو ښه تصویر د وړاندې کولو هڅه کړې ده، خو ولې په تخنیکې ډول يې په دوهمه نیم بیته کې ستونزه شته دی. شفیع الله مصور هم تر ډېره د مړوند خبره کوله ویل، بیت ګونګه دی او شاعر نه دی توانیدلی چې خیال په تورو کې روښانه کړي.
بختیار ساحل هم بیت له تخنیکې اړخه ستونزمن ګاڼه له ځڼډ ورسته ملګرو وویل، چې د کرکتنې په پای کې به په دغه بیت خبرې وکړي.
د غزل دوهم بیت داسې و:
موږ ایښي دي لاسونه په کتاب د میني باندې
خبرله دې راز نه دې رقیبان زما د میني
همت مل په دغه بیت کې روانیت او مفهوم ته په کتو وویل چې که په خپل ځای پاتي شي نو ښه به شي، چې د ګډونوالو رایې يې وګټلي.
د غزل څلورم بیت څه په دي ډول وو.
زما او ګران ترمنځه خدای ګو هیڅوک نه ځایېږي
ورکړی دی ما ګل ته امتحان زما د میني
دا بیت هم د ټولو ملګرو له تود هرکلی سره مخ شو او بهیروالو په خپل ځای ښه وګڼه او پینځم بیت کې چې په دي ډول وویل شو:
رقیبه زور دې نه رسي بری مې دی په برخه
ولاړ چې مې ترڅنګه بس یو ګران زما د میني
د ډیرو خبرو وروسته بهیروال د …. مصور له دي نظر سره پلویان شول چې د «بس» پرځای دې «وي» راشي نو د بیت ښکلا به ورسره زیاته شي.
د غزل مقطه یا وروستی بیت په دې ډول وو.
خواټوله غیږ کې نیسم تري چاپېر به کړم لاسونه
پوره به کړي دا ښکلی نن آرمان زما د میني
بیت د ښکلا او روانیت له امله د ټولو ملګرو خوښ شو.
تري وروسته خپله خواټول دریځ ته وغوښتل شو او له ټولو بهیروالو يې په غزل د کره کتني له امله مننه وکړه او زیاته يې کړه کومي نیمګړتیاوي يې په غزل کې وي په را تلوونکې کې به يې اصلاح کړي.
د کره کتني وروسته آزاده مشاعره په دې بیتونو پیل شوه.
مینه سر کې څه اسانه غوندې ښکاري
رسول يې سرته ګرانه غوندې ښکاري
نه هغه راځي نه زه ورځم تپوس ته
دا خبره خو څه ورانه غوندي ښکاري
زه کې وايې چې لا هغسي ژوندی دی
ما چې ووینې حیرانه غوندې ښکاري
معلومېږي چې مې خیر د زړګی نشته
نن په ما چې محربانه غوندي ښکاري
په مشاعر کې په لس ګونه شاعرانو او د ادب مینه والو برخه لري.
د ناستې په پای کې وټاکل شوه، چې راتلونکې اونۍ به ایمل مړوند خپله نثرې لیکنه کرکتنې ته وړ��ندې کوي.