افغانستان چې په منځنئ اسیا کې پروت هیواد دی د خورا لرغوني تاریخ لرونکی دی. په دی اوږده تاریخي بهیرکې زرین چانسونه هم لري خو زیاتره فصلونه یې له جنګونو او بدبختیو ډک دي له سکندره نیولې بیا ترمغل انګریز او روس سره په جنګونوکې پاتې شوی خو هر بهرني دښمن ته یې په میړانې سره ماتې ورکړې ولې متاسفانه د سیاسي بصیرت او علمیت د کمي د وجې بیا دهماغه دښمن د دسیسو ښکار شوی، په خپل منځي جګړو اخته شوی او له دیې بې اتفاقي نه یې دښمن د ځان په ګټه فایده پورته کړې.

دموضوع د لنډوالې په خاطر که په معاصر تاریخ نظر واچوو د ډیروناخوالې سره سره مونږ ښه مشران هم پیدا کړي د احمدشا بابا نه د حبیب الله خان تردور پوری پدی هیواد ډیرې ناخوالې تیرې شوې په دې دور کې شاه زمان او امیر شیرعلي خان د ابادي او بدلون ښې نمونې وې دوی ډیراصلاحات راوستل خوانګریزي ښکیلاک د داخلی ګوډاګیانو په مرسته دوی دهیواد ترقي ته پرینښودل.

ترامیرحبیب الله خان وروسته غازي امان الله خان په خپلې واکمنۍ سره یو نوی باب پرانیست ځوان پاچا ملت ته په لومړنۍ وینا کی افغانستان ازاد اوخپلواک اعلان کړاو ویی ویل چی دلته به ډیر بنسټیز اصلاحات راځی ترڅو دا وطن په نړۍ کې خان ته مناسب ځای ومومی. غازی امان الله خان د خپلی پوهې اوتدبیرپه مټ د دی هیواد د آبادي او پرمختګ دپاره ډیرکارونه وکړل اساسي قانون یې جوړکړ، د بهرسره یې اړیکي مضبوطي کړې، اقتصاد او بهرنی تجارت رشد وکړ او تعلیم ته یې خاصه توجه وکړه ډیری ځوانان یی د تعلیم دپاره بهرته واستول. خو د وخت دښمن انګریز دغه بدلونونه ونشوزغملای اود دی وطن په ابادیدلو سره یې خپلې ګټې په خطرکې ولیدې نوهماغه ووچې د دې ځوان اوباتدبیره بادشاه په وړاندې یې دسیسې پیل کړې د هیواد په داخل کې یې ګوداګیان پیدا کړل او د دوی په مرسته یې د خلکو ذهنونه خراب کړل او د خلکو په ذهنونو کې یې کافر او د هیواد د رسم  او رواج دښمن معرفي کړ.  په دی طریقه انګریزانو د خپلوافغاني مزدورانو پرمټ د دې باتدبیره پاچا دولت نسکور کړ اودا هیواد یې پرینښود چی د ترقي طرف ته لاړ شي.

 تر ده وروسته له ملی رهبر سردار محمد داود خان سره هم ورته کار وشو ، دا چی داود خان په دې هیواد کی ژوربدلونونه راوستل شاهي نظام یې په جمهوریت تبدیل کړ او د اقتصادي ثبات لپاره یې اوږد مهاله پلانونه جوړ کړل او په خپلو پلانونو سره یې دا وطن ثبات او ترقي ترکچې ورساوه خو د ده په وړاندې هم خپل افغانان د پردیو په اشاره راپورته شول.

 د ده د رژیم پاکستان سرسخته دښمن وو په هغه وخت کی ربانی، حکمتیار او یو څو نور په پاکستان کې وو او د ده په وړاندې یې فعالیتونه کول حتآ وجنګیدل  بعضې ملایانو پرده د کافرټاپې ووهلې کله چې داودخان ملی سرود جوړ اود بیرغ نښه یې د محراب په ځای عقاب کړه نو دی نه دوی(بعضی ملایانو) لویه ډنډوره جوړه کړه دوی به ویل چې په ملي سرود کې د اسلام نوم نشته او بل دا چې بیرغ کې یې د محراب په ځای د مردارټپوس نښه لګولی. بلخوا روس د خپلو ګوډاګیانو پر مټ د ده پر وړاندې خنډونه جوړکړل تر دې چې د خلقیانو او پرچمیانو پرمټ یې د ده دولت نسکور کړ او داودخان اوفامیل یې په ډیر ظلم سره شهیدان کړل.

دی ولس له دې چانس نه هم د وطن په ګټه استفاده ونکړه. د داود خان د مرګ نه وروسته په دې وطن د بدبختیو سیوری خپور شو او ترننه دا بدبختي روانه ده.

نوی چانس:

نن دښمن کوشش کوي چې پورته تجربې په دې وطن کې یوځل بیاتکرارکړې ولی چی نن یوځل بیا دا ولس دغازی امان الله خان او داودخان په شان پوهه او باتدبیره مشر ډاکټراشرف غني احمدزي نه برخمن شوی داسې مشر چې دهغه فکرته نړۍ ځان محتاجه بولي او نړیوال مفکر، سیاست پوهه او اقتصادپوهه دی. دا مشر ځان سره داسې پلانونه او طرحې لري چې په تطبیق سره به یې دا هیواد د سیالي تر کچې ورسیږي.

خو زمونږ د هیواد ابدي دښمنان زمونږ د نورو مشرانو په څیر دا مشر هم نشي زغملی او د ده په وړاندې هم له هماغه شان دسیسو نه کار اخلي کله یې کافر بولي او کله متعصب او په دې طریقه غواړي چې د ده پروړاندې د خلکو ذهنونه خراب کړي.

نو پدې حساس وخت کې ولس ته ویده پاتې کیدل نه دې پکار او باید پرې نږدي چې یوځل بیا د دښمن د دسیسو ښکار شي او خدای ناخواسته دا وطن بیا له تباهي سره مخ کړي، راځئ دا ځل له دې چانس نه استفاده وکړو او دا وطن په ګډه د ترقی طرف ته سوق کړو.

ډاکتر اشرف غني دا وړتیا لري چې د خپلې پوهي پر مټ دهیواد له موجوده بحران نه وباسي او داسې پلانونه مونږ ته په میراث پریږدي چې د هغو په تطبیق سره به داهیواد یو سیال هیواد شی، نو راځئ د پورته اشتباهاتو د تکرار مخنیوی وکړو او په خپله رایه د افغانستان ورانوونکي په ځای د افغانستان ابادوونکي قدرت ته ورسوو.

غنی افغانستا ن دهر افغان ارزو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *