د افغانستان شمال او بيا منځنۍ اسيا، روسيې او چين ته د ترهګرو په انتقال کې پاکستان نوې دنده اخستې.
په قبايلي سيمو کې د ترهګرو په پټنځايونو تر عملي بريدونو مخکې پاکستان څو ورځې تبليغاتي جګړه وچلوله، چې بهرني جنګيالي د چترال له لارې بدخشان ته ځانونه ورسوي.
په يوه وخت چې پاکستان په وزيرستانونو بمبارۍ کولې، په چين کې هم موټر بم چاودنې وشوې او هم د بدخشان په يمګان ولسوالۍ کې ترهګرو يوه لويه سيمه لاندې کړه.
معلومات په ډاګه کوي، چې د بدخشان ولايت په يمګان ولسوالۍ کې زياتره جنګيالي بهرنيان وو. له ډېره وخته بدخشان ته د بهرنيو جنګياليو د انتقال په سلسله کې د پاکستان لاس ليدل شوی دی. همدغه جنګيالي د پاکستان په مختلفو سيمو کې روزنه اخلي او بيا بدخشان او د شمال نورو ولايتونو او سيمو ته استول کېږي.
له دریو کالو راپدېخوا پاکستاني استخباراتو د چترال له لارې یمګان ولسوالۍ ته د طالبانو په انتقال کار کاوه.
د بدخشان د ولايتي شورا رييس مولوي ذبيح الله عتيق وايي، د يو څه وخت لپاره د بدخشان ځينې سيمې امن وې، خو اوس، اوس بيا د بهرنيو اورپکو د پام وړ ګرځېدلې دي: ((له پاکستان نه د چترال له لارې طالبان را اوړي، نورستان، بدخشان او ان د ټول شمال د ناامنه کولو هڅې روانې دي. کار روان دی، چې له دې لارې منځنۍ اسيا او چين ته جنګيالي دننه شي.))
ښاغلی عتيق زياتوي، په يمګان ولسوالۍ تر ۸۰۰ زياتو طالب اورپکو بريد کړی وو، چې ډېری يې بهرنيان وو او دوی پلان لرلو، چې په دې ډول سره خپل تصرف زيات کړي، نورې ولسوالۍ هم لاندې کړي.
ځايي خلک ادعا کوي، چې له شپږو کلونو راهيسې د بدخشان يو شمېر ولسوالسۍ د وسله والو طالبانو تر جدي ګواښ لاندې دي. د دوی په خبره کران و منجان، وردوج او يمګان هغه ولسوالۍ دي، چې تر جدي ګواښ لاندې دي او يوازې د عادي وختونو لپاره د يمګان ولسوالۍ لپاره د طالبانو تشکيلات تر ۴۰۰ پورې رسېږي.
ځايي خلک ادعا کوي، چې هر ځل په بدخشان ولايت کې چاڼيزعمليات تر سره شوي، خو ياد ولايت له طالبانو په بشپړه توګه ندی پاک شوی، تر عملياتو وروسته هر وخت وسله وال جنګيالي سره منسجم شوي او د بيا ځلي بريد تابيا يې کړې ده.
شنونکي په دې باور دي، چې په قبايلي سيمو کې د ترهګرو په پټنځايونو تر عملي بريدونو مخکې پاکستان څو ورځې تبليغاتي جګړه وچلوله، چې بهرني جنګيالي د چترال له لارې بدخشان ته ځانونه ورسوي.
که څه هم پاکستان هڅه کوي، چې له خپل ستراتيژيک ملګري چين سره يې اړيکي خړپړ نشي او د منځنۍ اسيا په ترهګرۍ پالنه کې يې لاس لرل رسوا نشي، خو په ټوله کې منځنۍ اسيا، روسيې او چين ته د ترهګرو د خرپ او ترپ جګړې د پراختيا پروژه بيا پاکستان په اجاره اخستې ده.
د چارو شنونکی غلام جيلاني ځواک وايي، دغه پروژه د امريکا له لوري ورکړل شوې، چې د پاکستان له لوري پلې کېږي. دی زياتوي د ۲۰۰۸ کال راهيسې او يا هم له هغه پخوا بهرني جنګيالي شمال ته رالېږدول کېږي او هڅې روانې دي، چې منځنۍ اسيا، روسيې او چين ته نا امنۍ د ننه کړي: ((که څه هم د چين او پاکستان اړيکي د پخوا په څېر ژورې او ښې نه دي، خو چين هڅه کوي، چې دا هېواد په اسانۍ له لاسه ورنه کړي، چې د امريکا په غېږ کې ولويږي، نو له دې امله چين او روسيه د پاکستان پر وړاندې له خورا احتياط نه کار اخلي.))
په يوه وخت چې پاکستان په وزيرستانونو بمبارۍ کولې، د چين په سينکيان ايالت کې هم موټر بم چاودنې وشوې او هم د بدخشان په يمګان ولسوالۍ کې ترهګرو يوه لويه سيمه لاندې کړه، نو د پاکستان په تړاو يې پوښتنې راپورته کړې، چې په دغه وضعيت کې لاس لري.
داسې نښانې هم شته، هغه طالب جنګيالي چې د افغانستان په شمالي پولو او منځنۍ اسيا کې د جګړې دلچسپي نلري، په پاکستان کې نيول شوي او يا هم وژل شوي دي، چې په وزيرستان کې د وروستۍ بمبارۍ وژل شوي اورپکي يې ښه بېلکه ګڼل کېږي.