د هند په پارلمان کې دهندو ملتپاله ګوند (بي جي پی) په غوڅ اکثريت څوکۍ ګټل هم د هند دننه او هم بهر خپل ستراتيژيک اغيز لرلی شي. هندي ملتپاله ګوند د ۲۰۱۴ په ټاکنو۲۸۲ څوکۍ ګټلې او دی توانيدلی شي، چې په لومړي ځل په يوازې ځان د هند راتلونکی حکومت جوړ کړي. دا چې هندي ولس پر دغه ګوند په دومره کچه باور کړی، په کور دننه په دغه ګډوله هېواد کې د حکومت کولو لپاره د دې ګوند پر وړاندې دوه غوراوي پر ميز پراته دي، تندروي او اعتدال!
په نړيوالو او سيمه ييزو پاليسيو او سياستونو کې د هند نوی حکومت فرصتونه او مجبورتونه لري، دا چې څنګه به نوی لومړی وزير نريندر مودي وتوانيږي، چې هر څه په خپله ګټه راو څرخوي، په دې ليکنه کې هڅه کوو، چې په دې فرصتونو او مجبوريتونو رڼا واچوو.
ټاکل شوې ده، چې نريندر مودي د سارک هيوادونو د يو شمېر مشرانو په شمول د هندوستان د لومړي وزير په تو ګه لوړه وکړي. نړۍ او دسيمې هېوادونه د نوموړي بريا او د حکومت د راتلونکې بهرنۍ پاليسۍ او نړيوالو اړيکو په اړه فکر کوي. ځکه مودي د من موهن سينګ په پرتله تند او قاطع سړی دی. همدارنګه د مودي اقتصادي پاليسي کولای شي، چې د سيمي زيات شمېر هېوادونو ته دا زمينه برابره کړي، چې له هندوستان سره اقتصادي اړيکي لاپسې پراخه کړي.
د مودي د بريا په اړه چېن او امريکا اندېښنه لري، که څه هم امريکا او چېن نوموړي ته په ټاکنو کې د برياليتوب له امله مبارکي ورکړې او د امريکا ولسمشر اوباما خو لا امريکا ته د خبرو لپاره بلنه ورکړې ده، خو د امريکا انديښنه په دې کې ده، چې امريکا په ۲۰۰۲ز کال کې مودي ته ويزه نه وه ورکړې، چې امريکا ته سفر وکړي او لامل يې داښودلی و، چې نوموړي په ګجرات کې د مسلمانانو او هندوانو په شخړه کې لاس درلود. که څه هم د هندوستان محکمې په دغه کړکېچ کې د مودي په اړه کوم شواهد نه و پيداکړي او نوموړي ته يې برات ورکړی و، خو امريکا په خپل دريځ ولاړه وه.
امريکا فکر کوي، چې مودي به هماغه کينه په زړه کې ساتلي وي او د نوموړي شخصي عقده کولای شي د امريکا او هندوستان پر دوستانه اړيکو بد اغيز وکړي. خو د چارو شنونکي بيا وايي، چې د مودي لپاره تر ټولو ستر هدف اقتصادي پرمختګ دی او دغه هدف کولای شي، چې مودي او امريکا سره نږدي کړي. امريکا د مودي په اقتصادي پاليسۍ کې د پام وړ ځای لري، خو له امريکا سره يې د ستراتيژيکې ملګرتيا خبر به د شخصي اړيکو له جوړيدو وروسته ښه شي.
په اقتصادي همکاريو اړيکو کې به لومړی وزير مودي هڅه وکړي، چې د امريکا او هندوستان اقتصادي ملګرتيا اړيکي چې د ډاکتر من موهن سينګ او ولسمشر بوش په وخت کې پرې هوکړه شوې وه او د ولسمشر اوباما په دوره کې پکې کوم د پام وړ پرمختګ تر سترګو نشو، دغه اړيکي بيرته ورغوي او پرمختګ ورکړي.
که لومړی وزيرمودي له امريکا سره ستراتيژيکه ملګرتيا غواړي، نو د ترهګرۍ پرضد جګړه او چين سره سيالي به يې د اړيکو په لومړيتوبونو کې وي. لومړی وزير مودي به هڅه وکړي، چې د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې امريکا د هغه وسله والو ډلو پر وړاندې هم جدي غبرګون وښيي چې د هندوستان ګټې ګواښي او د پاکستان په پنجاب ايالت کې روزنه ترلاسه کوي. همدارنګه د چين پر سر د هندوستان او امريکا هر راز معامله به د امريکا لپاره ډېره قيمته پرېوځي، ځکه د لومړي وزير مودي حکومت به هڅه وکړي، چې د چين سره اړيکي حد اقل د اقتصاد په برخه کې لاپسې پراخه کړي او دابه د لومړي وزير مودي د حکومت لپاره ډېره سخته وي، چې د چين او امريکا سره په اړيکو کې تعادل (بلانس) رامنځ ته کړي.
چين:
چين د بي جي پي ګوند د بريا له مخه ويلي و، چې دوی چمتو دي، چې په هندوستان کې د راتلونکي حکومت سره ښې اړيکې ولري. لومړی وزير مودي هم د خپلې اقتصادي پروګرام لپاره په هندوستان کې د چين پانګه اچونې ته اړتيا لري. خو د چين سره به د مودي اړيکي له يو شمېر ستونزو خالي نه وي. د بېلګې په توګه: د جاپان سره د مودي شخصي او ډېرې نږدې اړيکي او د جاپان لخوا هندوستان ته په سيمه کې د يواځيني ستراتيژيک ملګري په سترګه کتل. بل داچې هندوستان او چين د پولې پر سر لانجه لري، چې دا لانجه څو ځله د دې لامل شوې وه، چې هم چين او هم هندوستان خپل پوځ د يو بل پرضد د جګړې لپاره د تيارسۍ په حال کې و دروي. دريم داچې هند تور لګوي، چې چين د هندوستان وسله والو مخالفينو ته پناه ځای ورکوي او مالي ملاتړ يې کوي. څلورم د چين او پاکستان نږدې اړيکي دي، چې د هندوستان په زيان بلل کېږي او دغه اړيکي د دې لامل شوې، چې پاکستان چين ته د نورو امتيازاتو ترڅنګ د ګوادر بندر هم ورسپارلی دی، چې دا کار هندوستان په انديښنه کې اچولی او چين به د دغه بندر له لارې وکولای شي، د هندوستان ډېری حرکات و څاري.
هندوستان همدرانګه د چين په دفاعي بودجه کې د پام وړ زياتوالي هم اندېښمن کړی دی، چين د ۲۰۱۴ز کال دفاعي بودجه ۱۳۲ بيلونو ډالر ته لوړه کړه، چې د پخوا په پرتله په کې څه د پاسه ۱۲سلنه زياتوالی ښيي. که څه هم چين ويلي، چې په دفاعي بودجه کې يې زياتوالی ګاونډيانو ته هېڅ خطر نه رامنځ ته کوي، خو هندوستان په دې اړه وېره لري.
چين همدارنګه هندوستان ته په سيمه کې د ستر سيال په سترګه ګوري او له پرمختګ څخه يي وېره لري او هڅه کوي، چې د هندوستان د پرمختګ او نفوذ مخه په ASEAN او SAARC سازمانونو کې ډپ کړي او هندوستان پرې نږدي، چې د دغه سازمانونوغړي هېوادونه د هندوستان تر نفوذ لاندې راشي.
د دغه پورته ذکر شوو ستونزو ترڅنګ د چين او هندوستان ترمنځ د همکاريو لپاره هم زيات څه شته، ټاکل شوې ده، چې د هندوستان او چين ترمنځ سوداګري به تر ۲۰۱۵ ز کال پورې تر سلو بيلونو ډالرو پورې ورسيږي چې د پخوا په پرتله به په کې زياته سلنه تغير راشي.
همدارنګه چين په ۲۰۱۲ ز کال کې ويلي و، چې ددغه هېواد او هندوستان ترمنځ دوه اړخيز اړيکي به دومره مهمې وي، چې د يويشتمې پيړۍ په تاريخ کې به يې ساری نه وي. د هندوستان او چين اړيکي به د سويلي اسيا هېوادونو او په ځانګړې ډول افغانستان او بنګله ديش په شان هېوادونو لپاره ډېر ښه زيری ولري.
افغانستان:
په افغانستان کې ثبات د هندوستان اقتصادي، سياسي او امنيتي ګواښونه راکمولای شي. دا چې د هندوستان اقتصادي پرمختګ لومړي وزير مودي د خپل کار په لومړيتوبونو کې نيولی، نو د هندوستان لپاره د افغانستان اهميت لاپسې زياتيږي. د اقتصاد له پلوه افغانستان د منځنۍ او سويلي اسيا ترمنځ د پل حيثيت لري او د هندوستان چټک اقتصادي پرمختګ د دې لامل کيږي، چې له منځنۍ اسيا څخه انرژي وارده کړي. هندوستان د همدې موخې لپاره ايران سره مرسته وکړه، چې د چابهار بندر ترڅنګ د زرنج دلارام سړک هم جوړ کړي. هند په کابل کې د اسلام اباد ګوډاګی حکومت ځان لپاره خطر ګڼي. هندوستان هڅه کوي، چې په افغانستان کې د پاکستان سره د سيالۍ پر ځای همکاري وکړي، ترڅو دواړه هېوادونه و کولای شي، يو باثباته افغانستان په خپل ګاونډ کې ولري. هندوستان همدارنګه هڅه کوي، چې منځنۍ اسيا کې خپل سياسي نفوذ پراخه کړي او په همدې خاطر يې د تېر يو کال راهيسې د منځنۍ اسيا يو شمېر هېوادونو سره اقتصادي تړونونه لاسليک کړي دي. دوی همدارنګه په لومړي ځل د تاجکستان په څېر د منځنۍ اسيا نور شمېر هېوادونو ته هم پوځي اتېشې (attaché ) وليږلې او له هغوی څخه يې وغوښتل، چې د منځنۍ اسيا هېوادونو سره د هندوستان پر امنيتي همکاريو و غږيږي. منځنۍ اسيا کې د هندوستان حضور له افغانستان سره په اړيکو پورې تړلی دی، ځکه هندوستان به هڅه وکړي، چې د افغانستان له لارې لومړی له دغو هېوادونو سره سوداګريزې اړيکي پېل کړي او بيا له دغه سيمې سره د امنيتي همکاريو تر نامه لاندې ور ننوځي.
د جغرافيوي جوړښت له پلوه افغانستان د اسيا په زړه کې پروت هېواد دی، چې تاريخ هم ثابته کړې، چې په افغانستان کې نا امني په سيمه کې نا امني ده. په افغانستان کې نا امني کولای شي، په کشمير سر بيره هندوستان او په سيمه کې د هندوستان اړيکي و ګواښي. همدا لامل و، چې مودي له دې مخکې چې د لومړي وزير په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي، په هرات کې د هندوستان پر قونسلګرۍ له بريد څو ساعته وروسته ولسمشر کرزي سره په تليفون خبرې وکړي.
پاکستان:
د مودي لپاره به په بهرنۍ پاليسۍ کې تر ټولو سخت کار له پاکستان سره د اړيکو جوړول وي، چې شونتيايې ډېره کمه تر سترګو کيږي، ځکه مودي به هڅه وکړي، چې له پاکستان سره د ټولو ستونزو پر سر جدي خبرې وکړي او د دې خبرو لپاره مودي په پاکستان کې يو قوي ملکي حکومت ته اړتيا لري. پاکستان د بهرنيو چارو وزير نشتوالی به د دغه اړيکو په ښې کيدو ډير بد اغيز وکړي.
که څه هم مودي د لوړې مراسمو ته د پاکستان لومړی وزير نوازشريف هم رابللی او ورسره به په دوه اړخيزو مسايلو خبرې وکړي، خو داسې ښکاري، چې د پاکستان پوځ او استخبارات نه غواړي، د افغانستان او هندوستان مسئله ملکي حکومت ته وسپاري. خبره دا ده چې لا وار د مخه يې د نوازشريف دغه سفر وروسته له هغې بې اهميته کړو، چې په هرات کې يې د هندوستان پر قونسلګرۍ بريد وکړ. د دغه بريد څخه د پاکستان موخه د هندوستان نوي حکومت ته دا پيغام ورسول و، چې ګويا له ملکي حکومت سره خبرې بې مانا دي او کومه ګټه نه لري.
همدارنګه پاکستان سره د مودي په اړيکو کې بله ستونزه داده، چې پاکستان بهرنۍ پاليسي د اسلامي ګوندونو او پوځ کې سخت دريځو اسلامپالو اغيز لاندې ده. دغه مذهبي او پوځي سخت دريځي په هندوستان کې د مودي حکومت نشي زغملای او دوی به پرې نږدي، چې د هندوستان او پاکستان اړيکي ښې شي.
لومړی وزير مودي به هڅه وکړي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې اړيکي پراخه کړي او د پاکستان د کمزوري اقتصادي حالت څخه ګټه پورته کړي، چې دغه هېواد مجبور کړي، چې هندوستان ته لاره ورکړي، چې د منځنۍ اسيا طبيعي زيرمو ته د لاس رسي ترڅنګ هندي توليداتو ته په پاکستان او پاکستاني توليداتو ته په هندوستان کې د بازار زمينه برابره کړي.
لومړی وزير مودي به همدارنګه هڅه وکړي، چې پاکستان قانع کړي، څو د ممبۍ په پېښه کې تورن کسان هندوستان ته وسپاري او په پنجاب کې د هر راز هند ضد جهادي ډلو فعاليتونه له منځه يويسي، نو له دې معلوميږي، چې پاکستان سره يې پرته له سوداګريزو اړيکو نورې به د تير په شان لاينحل پاتې وي.
په ټوله کې د مودي د حکومت لپاره تر ټولو غټ خنډونه د چين سره د پولې په سر لانجه د پاکستان لخوا پر پوله بريدونه او په کور دننه وسله والو ياغيانو په ګونډو کول دي. وبه ګورو چې نريندر مودي به دخپل حکومت په دوره کې څه وکړي، له فرصتونو به څنګه ګټه پورته کړي او له مجبوريتونو به څنګه ځان خلاص کړي.