مرکه کوونکی: رحمت الله خان امرخېل

له لوی افغانستان اونیزې سره د شهلا رشيد مرکه

د لوی افغانستان ډېرو قدرمنو لوستونکو په دې اونۍ کې مو د مريم پوهنتون له مشرې اغلې ډاکتر شهلا رشيد سره د هغې د مدني فعاليتونو او همدا ډول د پوهنتون په چارو خبرې کړې دي چې لوستو ته يې ستاسو پام را اړوو.

امرخېل: اغلې ډاکتر شهلا رشيد د لومړۍ پوښتنې په ډول که د خپلو زده کړو په هکله مالومات راکړی؟

شهلا رشيد: لومړنۍ زده کړې مې په قندهار او کابل کې کړې دي او د عايشه دراني ليسې څخه عمومي اول نومره فارغه شوې يمه، د ښوونکې په توګه دنده مې هم کړې او د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بريالۍ شوم  په افغانستان کې چې حالات خراب شول پاتې زده کړې مې د مهاجرت په دوران کې خلاصې کړې. د پوهنتون له فراغت وروسته مې په خپل لګښت افغان ماشومانو ته يو ښوونځی هم پرانيست او د دوی لپاره مې د زده کړو زمينه برابره کړه او د مهاجرت له ستنيدو را وروسته مې په کابل کې لس کاله کيږي چې د مريم په نوم خصوصي پوهنتون جوړ کړی او مشري يې را تر غاړې ده.

امرخېل: اغلې ډاکتر شهلا تاسو څه اړ ويستلئ چې د پوهنتون د جوړيدو ګام مو کيښود؟

شهلا رشيد: زه هم د نورو غوندې حق لرمه چې خپلو هيواد والو ته خدمت وکړمه نو هغو ناهيليو مجبوره کړمه چې هرځل به افغان ځوانان د کانکور په ازموينه کې بې پايلې پاتې کيدل او دا دی تاسو وينئ چې افغان ځوانان زده کړو ته راځي  په نورو هيوادونو کې خصوصي سکتور وده کړې ده خو په افغانستان کې دا ډول پانګه اچونه کم شمېر خلکو کړې ده.

امرخېل: داچې اوسمهال خصوصي سکتور وده کړې ده په داسې پوهنيز ډګرکې د مريم پوهنتون او نورو تعليمي موسساتو چې د لوړو زده کړو په برخه کې کارکوي توپير په څه کې وينئ؟

شهلا رشید:ما پوهنتون د دې لپاره نه دی جوړ کړی چې زه دې يو ډول توپير له نورو تعليمي موسساتو ولرم بلکې ما ددې لپاره پوهنتون جوړ کړی او هغه ستونزې چې افغان ځوانان که هغه هلکان دي او که نجونې چې په لوړو زده کړو برخه کې يې لري هغه حل کړی شمه .هرڅوک چې خصوصي پوهنتون جوړوي بايد د معيار پرستنو ولاړ وي ، تېر کال د لوړو زده کړو وزارت د تفتيش استازو زموږ له پوهنتون ليدنه وکړه او د پوهنتون د اکاډيميکو اسنادو سره سره يې په درسي موادو هم څارنه وکړه څارنه د دې لپاره نه کوي چې يو څوک په ستونزه کې واچوي بلکې د ستونزو په هواري او د پوهنتون په معياري کيدو کې د پوهنتون له مسوولينو سره مرسته کيږي که موږ د تاريخ پاڼې وګورو نو د خصوصي پوهنتون د لرغونتيا او ايجاد خبره په هاغه مهال چې پاکستان خو بيخي شتون نه درلودو هند برتانوي کې د خصوصي پوهنتونو تاريخي لرغونتوب  تر دوو سوو کالو شا او خوا رسيدو.

امرخېل: ستاسو په نظر په تيرو څو کلونو کې خصوصي سکتور تر کومه حده پورې وده کړې ده په تېره بيا د لوړو زده کړو د موسساتو په جوړيدو کې؟

شهلا رشيد:خصوصي پوهنتونونه چې اته کاله کيږي جوړ شوي دي زيات پرمختګ يې کړی دی لکه زموږ د مريم پوهنتون زده کړيالان چې په نورو هيوادونو کې د ماسټرۍ لپاره لاړ دي په اسانه منل شوي دي دامريکا په جوج ميسن پوهنتون ،جورج واشنګټن ،سټيرز او پينيکس پوهنتونو کې د ماسټرۍ تدریس کوي.

امرخېل: که راته ووايئ چې په کوم معيار د څه ډول نصاب تدريس کوی؟

شهلا رشيد:موږ په مريم پوهنتون کې د نړيوالو معيارونوپر بنسټ د اړونده نصاب د تدريس چارې پرمخ وړو.

امرخېل: ډاکتر شهلا رشيد که راته ووايی چې د مريم په پوهنتون کې څومره افغان زده کړيالان په زده کړو بوخت دي که  د نجونو او هلکانو شمېره راته ووايی؟

شهلا رشيد:د موقتې ادارې را وروسته په افغانستان کې په پوهنتونونوکې د نجونو شمېر زيات شوی او دا لړۍ دوام لري اود نجونو او هلکانو په ګډون د څوارلس سوو او پنځلس سوو په  شا او خواکې زده کړيالان لري.

امرخېل: دا چې تاسو د مريم پوهنتون  د موسسې او مشرې په توګه هم دنده ترسره کوی داسې ويل کيږي چې د مدنې فعالې په توګه مو هم د افغانو ميرمنو د حقونو لپاره مدني مبارزې کړې دي ؟

شهلا رشید:ما تل خپلې هڅې د لوړو زده کړو په برخه کې کړې دي ما تل همدا هڅه کړې چې نجونې د پوهې په ګاڼه سمبالې کړم او فکر يې د پوهې خواته را واړوم چې دوه کاله وړاندې مې د يو نيم سلو په شا او خواکې چې ډيری يې د ژورناليزم پوهنځي زده کړيالانې وې د کمپيوټر او انګليسي په برخو کې روزلې دي چې اوس مهال ډیرې يې په رسنيو کې کار کوي،همدا ډول مو له کونډو ميرمنو سره د ماشينونو مرسته کړې ده چې دوی وکولای شي په خپله د لاسي صنايعو لپاره مواد برابر کړي او يو اقتصادي بازار ولري او ورسره خوا کې مو هغو معيوبينو سره نقدي مرستې کړې دي او په لوړو زده کړو کې مو ورته د تدريس زمينه برابره کړې ده.

امرخېل: که راته و وايي چې په راتلونکي کې څه ډول پروګرامونه لری ترڅو ستاسو د خير رڼا نورو بې وزلو خلکو ته هم ورسيږي؟

شهلا رشيد:که خدای ج کول موږ په راتلونکي کې ډېر پلانونه لرو چې د ننه افغانستان کې د ماسټرۍ د تدريس پروګرامونه برابر کړو او همدا ډول د سکالرشيپونو لپاره په يوه منظم سيستماتيک پلان کار کوو څو په راتلونکي کې په ښه شکل سره پر لاره واچول شي.

امرخېل: ستاسو په دې پوهنتون کې زده کړيالانو ته په کومو ژبو تدريس ورکول کيږي او څومره پوهنځي په کومو برخو کې فعال دي ؟

شهلا رشيد: په مريم پوهنتون کې په انګلیسي ژبه تدریس کيږي او ورسره خواکې يې ژباړه په پښتو او دري هم کيږي اوسمهال څلور پوهنخي کمپيوټر ساينس،اقتصاد،سياسي علوم او د حقوقو پوهنځي فعال دي،دوه پوهنځي د لوړو زده کړو وزارت سره د ثبت په حال کې دي.

امرخېل: څرنګه چې تاسو په دې فرهنګي او علمي بنسټ باندې زيات لګښت کړی دی او دهيوادوالو لپاره مو ځان د خدمت لپاره وقف کړی دی له حکومتي چارواکو او تجارانو څه غوښتنه لرئ.

شهلا رشید:زه له ټولو تجارانو غواړم که څوک غواړي په خصوصي سکتور برخه کې د زده کړو لپاره پانګه اچونه کوي نو بايد د ځان د ګټو لپاره يې ونه کړي بلکې د هغو خلکو ګټې هم په نظر کې وساتي چې د افغانستان په جغرافيه کې ژوند کوي او که چيرې خصوصي پوهنتونونو مسوولين يې وغواړي په معيار او نوي سيستم سره شپيته سلنه ځان دې ډګر ته وقف کړي هيله شته چې په افغانستان کې به د ناپوهۍ سلنه مخ پر ټيټيدو شي.

امرخېل: ډاکتر صيبې څنګه چې تاسو خپلو افغاني خويندو لپاره ډير کار کړی دی او تر خپله وسه مو د هغوی ستونزې ورحل کړې دي د لوی افغانستان له لارې څه پيغام لری؟

شهلا رشيد:زه په ټولو افغانانو هغه که خويندې او وروڼه دي ورته دا وينا لرم که غواړی له شته ستونزو خلاصی ومومی نو په زده کړو ځان سمبال کړی او ستاسو يوازينی د ستونزو حل پوهه ده راځی له دې نعمت نه ګټه واخلی ګنې ناپوهي غټه بلا ده او د دې بلا له منګولو خلاصيدل ستونزمن دي.

امرخېل: اغلې ډاکتر شهلا رشيد له تاسو غرونه غرونه مننه چې موږ ته مو خپل قيمتي وخت راکړ او دفکر او رڼا خبرې مو راسره شريکې کړې.

شهلا رشید:له تاسو هم ډيره زياته مننه چې راغلی زموږ پیغام مو خپل درانه ولس سره شريک کړ زه له خپل درانه ولس هيله کوم چې لوی افغانستان اونيزه ولولي او په افغانستان کې د اخبار لوستنې دود پلی شي ترڅو په راتلونکي کې يوه فکري او بسيا ټولنه ولرو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *