تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما ته وویل چې د افغانستان نوی ولسمشر به د اګست په دوهمه نېټه لوړه وکړي.
وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له بارک اوباما سره په بګرام کې کتنه رد کړه، اوباما تېره شپه ناوخته د افغانستان ولسمشر ته ټېلفون وکړ او هغه ته یې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو مبارکي وویله.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم ښاغلي اوباما د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ولسمشر کرزي او افغان ولس رغنده رول وستایه.
ولسمشر اوباما هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ دوهم ځلي انتخابات به هم بریالي ترسره شي.
د امریکا ولسمشربارک اوباما پرون ماښام په یوه ناعلان شوي سفر بګرام ته راغی او وروسته په کابل کې د امریکا سفیر له ولسمشر کرزي سره په تماس کې غوښتنه وکړه چې له اوباما سره د خبرو لپاره بګرام ته لاړ شي خو کرزي د امریکا دا غوښتنه رد کړه، ویې ویل چې که اوباما له ده سره خبرې غواړي ارګ ته دې ورشي په ارګ کې به یې له افغاني دود سره سم تود هرکلی وکړي.
ښاغلیو کرزي او اوباما په ټېلفوني خبرو کې همداراز د نوي ولسمشر د واک ترلاسه کولو پر نېټې هم خبرې وکړې.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې نوی ولسمشر باید د جوزا په لومړۍ نېټه لوړه وکړي خو په اساسي قانون کې دوهم ځلي انتخابات په پام کې نه و نیول شوي.
کرزي وویل چې د افغانستان نوی منتخب ولسمشر به د اګست په دوهمه نېټه لوړه وکړي او دی هیله لري چې په دې مراسمو کې به د امریکا له لوري په لوړه کچه استازیتوب وشي.
د ارګ په خبرپاڼه کې د امنیتي تړون په اړه څه نه دي ویل شوي خو تېره شپه اوباما په بګرام کې خپلو پوځیانو ته په وینا کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان نوی ولسمشر به امنیبتي موافقه ژر لاسلیک کړي.
امریکا وايي چې که امنیتي موافقه په اګست میاشت کې لاسلیک نه شي بیا دوی د خپلو پاتې کېدونکو پوځیانو لپاره پلانونه نه شي جوړولی.
پرون د ولسمشرۍ یوه مخکښ کاندید عبدالله عبدالله وویل چې له واک ته رسېدو سمدستي به دا موافقه لاسلیک کړي.
په همدې حال کې په خپله ولسمشر کرزی نن سهار نوي ډیلي ته روان شو چې د هند د نوي صدراعظم نیندار مودي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.