د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

په بادپښ کې سیمه ییزو پولیسو چې د مخالفینو سره یې لار درلوده، دوه تنه پولیس په شهادت رسولي.

تیره شپه دوه نیمې بجې د بادپښ ولسوالۍ اړوند د وچې پلوڅې په ساحه کې د سیمه ییزو پولیسو د حافظ کمر په امنیتي پوسته کې څلور تنو محلي پولیسو چې له مخالفو وسلوالو سره یې له وړاندې لاره جوړه کړې وه، دوه تنه محلي پولیس چې د مرکز اړوند دي، په ډزو شهیدان کړي او خپله چې اصلا د بادپښ استوګن دي له سیمې په تيښته بریالي شوي دي.

دا مهال په سیمه کې افغان امنیتي ځواکونه د لار نورو جزئیاتو په پلټنه کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *