د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مرکز

د ختیزو ولایتونو څانګه

مطبوعاتي خبرپاڼه

د غبرګولي ۵مه

په ننګرهارکې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي په پلوۍ د بدلون او دوام په نوم د کرکټ ټورنمنټ پیل شو.

دا ټورنمنټ د بدلون او دوام ټاکنیزټیم د دفتر په مرسته د ننګرهار د مختلفو رسنیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ  د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ په کرکټ لوبغالي کې پیل شو.

په دې ټورنمنټ کې د ننګرهارد نیږدې اتو سیمه ییزو رسنیزو ټولنو کرکټ لوبډلې برخه لري او د لوبې حال په ژوندۍ او سوداګریزه بڼه له دغو رسنیو څخه خپریږي.

د ټورنمنټ په پیل غونډه کې په ختیځ کې د بدلون او دوام ټاکنیزټیم د کمپاین مسول الحاج احسان الله کاموال وویل:د تورنمنټ له پیل څخه هدف د کرکټ لوبغاړو هڅونه ده.

1د ډاکټراشرف غني فرهنګي سلاکار استاد لال پاچا ازمون د ورزش ودې او پراختیا ته پاملرنه د بدلون او دوام ټاکنیزټیم د منشور یوه برخه وګڼله او ویې ویل موږ له اوسه خپل منشورته خپل تعهد ثابت کړ.

استاد ازمون زیاته کړه:موږ واک ته له رسیدو مخکې پرخپلو ژمنو د عمل یوه بېلګه ثابته کړه.

په ننګرهارکې د بدلون او دوام ټیم د کمپاین دفتر د رهبرۍ شورا غړي او د ولایتي شورا وکیل حاجي نصرت الله ارسلا له لوبغاړو سره ژمنه وکړه،چې بدلون او دوام ټیم به له واک ته رسیدو سره د نورو اساسي اړتیاوو ترڅنګ د ورزش ودې او پراختیا ته هم پوره پاملرنه وکړي.

په ختیځ زون کې د کرکټ بورډ مشرقرارعزیزي له بدلون او دوام ټیم څخه مننه وکړه،چې د لوبغاړو د هڅونې لپاره یې د کرکټ ټورنمنټ تنظیم کړی.

هغه وویل،چې اداره یې په بې طرفه ډول له نورو داسې ټورنمنټونو سره هم همکارۍ ته چمتو دی.

د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ د صفا او انعکاس راډیوګانو د لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه،چې د انعکاس راډیو په ګټه پای ته ورسیده.

د کرکټ د دغه ټورنمنټ نندارې ته سلګونه تنه راغلي وو.

دا ټورنمنټ شپاړس ورځې دوام کوي.

 د ختیځ زوند کمپاین مطبوعاتي مسول:ارشاد رغاند

اړیکې:[email protected]

ټلیفون شمېره:۰۷۷۱۴۳۱۴۳۱

فیسبوک پته: https://www.facebook.com/pages/Dr-Ashraf-Ghani-Eastern-Zone-Compaign-Office/220640024806332

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *