د بابای ملت ایلیت جام سیالیو په ترڅ کې لوګر فاریاب او ننګرهار د خوست ولایتي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

لومړۍ سیالي چې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، د لوګر او فاریاب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې پچه د لوګر ولایت لوبډلمشر وګټله او فاریاب لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. فاریاب لوبډلې د لوبې په ۴۴ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د لوګر لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف ورکړ. د فاریاب له لوري محمد شاه ۲۶ او رومل ۲۵ منډې جوړې کړې. د لوګر توپ اچونکو له لوري یوسف ۵ او نورالله د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوګر توپوهونکو د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې په ۳۷ اوور کې ورکړل شوی هدف بشپړ کړ چې له ډلې یې عمران ۶۰ او خان ولي ۳۰ منډې جوړې کړې.

یوسف د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي میرویس اشرف له لوري یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

1دوهمه سیالي د زرملوال په لوبغالي کې ترسره شوه. ددغې لوبې پچه د خوست ولایتي لوبډلې وګټله او د ننګرهار لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د ننګرهار لوبغاړو په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۳۲ منډې جوړې او د خوست لوبډلې ته یې د ۲۳۳ منډو هدف ورکړ. د ننګرهار لوبغاړو له لوري نقیب ۷۵ او طارق ۳۷ منډې جوړې کړې. د خوست لوبغاړو له لوري سیف الله ۳ او علی زمان هم ۳ لوبغاړي وسوځول.

خوستوالو لوبغاړو ونه کړای شول ورکړل شوی هدف بشپړ کړي. دوی د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې په ۴۵ اوور کې ۱۷۱ منډې جوړې او سیالي یې د ننګرهار پر وړاندې وبایلله. د ننګرهار توپ اچونکو له لوري نسیم ۳ او باطن شاه هم ۳ لوبغاړي وسوځول.

نقیب چې ۷۵ بریالۍ منډې یې جوړې کړې وې، د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د کورني کرکټ په کچه د ورته سیالیو په لاره اچول او په پراخه کچه ځوانو لوبغاړو ته ونډه ورکول یو ګټور ګام وباله. نوموړي ووییل چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره به د روانو سیالیو څخه غوره لوبغاړي د هیواد کرکټ راتلونکي لپاره غوره کړي او د کورني کرکټ جوړښت ته به لا پیاوړتیا ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *