له محور ورځپاڼې په مننه

ولسمشر اوباما افغانستان ته وروسته له هغه سفر کوي، چې په کور دننه د نوموړي پر بهرنۍ پاليسۍ نيوکې زياتې شوي دي او ولسمشر اوباما ونشو کولای، چې د سوريه جګړه کې قاطع دريځ و نيسې او دغه هېواد کې د اسد رژيم له منځه ويسي. په منځني ختيځ کې هم د ستونزو سره مخ دی. د ايران په مسئله کې هم کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه لري او تر ټولو مهمه يې د اوکراين مسئله وه، چې امريکا په کې هېڅ ونشو کولای.

په افغانستان کې د امريکا جګړه چې د امريکايانو ترمنځ يې محبوبيت کم شوی، د ولسمشر اوباما لپاره يو بل سر درد ګڼل کيدلو او پر ولسمشر اوباما د دغه جګړې په اړه نيوکې زياتې شوې وې. امريکا د افغانستان دجګړې په اړه ضد او نقيض خبرې د دې لامل شوې چې د عام ولس په منځ کې دغه جګړه لاپسې نوره هم بې هدفه او پېکه  شي. په دغه جګړې د امنيتي تړون ځنډ او پر وخت نه لاسليکيدو خورا بد اغيز کړی، همدارنګه دغه جګړه د امريکا د حکومت لخوا هم امريکايي ولس ته وروسته له هغې بې اهميته شوه، چې امريکا به پر کرزي د فشار په خاطر د افغانستان د جګړې په اړه دوه متفاوت دريځونه درلودل، کله به يې په افغانستان کې د امريکا پاتې کيدل د دې لپاره اړين بلل، چې دغه هېواد به يوځل بيا د القاعدې لاس ته ورشي او پر امريکا به بريد وکړي او کله به يې پر ولسمشر کرزي د فشار په خاطر چې که تړون لاسليک نشي، موږ چمتو يو، چې خپل عسکر له افغانستان و باسو. دغو متفاوتو نظرونو په افغانستان کې د امريکا جګړه پېچلې کړې وه. امريکا په لوی لاس د افغانستان جګړه چې  په اسيا کې د امريکا د پاتې کيدو لپاره حياتي وه، ډيره بې ارزښته کړه.

همدا لامل شو، چې ولسمشر اوباما په کور دننه او بهر د نيوکو څخه د خلاصي په هدف افغانستان ته  سفر وکړو او همدارنګه يې هڅه وکړه، چې په سيمه کې خپلو سيالانو ته د بګرام له هوايي اډې څخه پيغام ورکړي، چې موږ د اسيا په زړه کې موقعيت لرو او تاسې له نږدې څارو. افغانستان د سيمې لپاره جيو ستراتيژيک اهميت لري او دغه هېواد کې به په نږدې راتلونکې کې موږ خپل پوځي حضور اوږد مهالی کړو. د امريکا سيالانو ته  له بګرام څخه د اوباما پيغام د واشنګنټن په پرتله ډېر د اندېښنې وړ وي او ډېر زر يې غوږونو ته رسيږي.

اوباما همدارنګه هڅه کوي، چې له دې مخکې چې د امريکا پوځي اکاډمۍ ته د راتلونکې چهارشنبې په ورځ مهمه وينا وړاندې کړي، له افغانستان څخه د امريکا ولس ته يو پيغام يوسي. په دغه وينا کې به نوموړی په يو شمېر کورنيو او نړيوالو مسايلو لکه د سوريه، اوکراين ستونزه او روسيې سره هم د وروستۍ هغه په اړه د خپلو پاليسيو يو څه ور ورسوي.

که څه هم سپېنې ماڼې ويلي، چې افغانستان ته د ولسمشر اوباما سفر سياسي نه، بلکې اوباما هلته د پوځ څخه د مننې په خاطر تللی و، خو په داسې حساسو شېبو کې چې ولسمشر اوباما په کور دننه او بهر د سترو ستونزو سره مخ و، دغه سفر ډېر سياسي و، نه يواځې داچې امريکا يې دعوا لري.

 اوباما د يکشنبې په ورځ د ماښام په توره تياره کې د کابل په شمال کې د بګرام په هوايي اډه کې کوز شو، لومړی يې په افغانستان کې دامريکايي قواو د قومندان جوزيف ډنډفور څخه معلومات ترلاسه کړل او بيا يي پوځ ته وينا وکړه.  نوموړي په وينا کې د پوځ د خدمتونو او د هغوی د کورنيو د قربانۍ څخه مننه او قدردانی وکړه. اوباما پوځ ته په وينا کې وويل، چې په تاسو کې به د زيات شمېر لپاره په افغانستان کې دا وروستی سفر وي، خو اوباما خپلو پوځيانو ته ونه ويل، چې د ۳۳۰۰۰ څخه به د څومره پوځيانو لپاره وروستی سفر وي. نوموړي پرته له کره شمېر اعلانولو په افغانستان کې د پوځ د پاتې کېدل ياد کړل. که څه هم څو مياشتې د مخه سپينې ماڼې ويلي و، چې دوی تيار دي، له افغانستان څخه ټول امنيتي ځواکونه وباسي، ځکه له افغان ولسمشر سره د امنيتي تړون په تړاو کومې پايلې ته نه دي رسيدلی او ددواړو ولسمشرانو ترمنځ اړيکي خراب شوي، خو د ولسمشر اوباما وروستي دريځ روښانه کړه، چې امريکا په هېڅ صورت له افغانستان څخه وتونکې نه ده او د ټولو ځواکونو د وتلو ګواښ يواځې فشار و. که څه هم ولسمشر اوباما لا تر اوس هم په افغانستان کې د پاتې کيدونکو امريکايي ځواکونو شمېر پټ ساتلی دی، نو لامل يې دا ښيي، چې لا د افغان دولت سره هوکړې ته نه دی رسيدلی. سپينې ماڼۍ ويلي، چې دامهال او دا سفر د ځواکونو د شمېر د اعلان لپاره مناسب نه دی، نو ځکه ولسمشر کرزی لا هم په ارګ کې ناست دی او د اوباما سره يې اړيکي خراب دي. همدارنګه د ځواکونو د شمېر په اړه د پنټاګون او سپېنې ماڼۍ ترمنځ همغږې نشته، د امريکا لوړپوړي پوځې قومندانان وايي، چې بايد د لس او پنځلس زرو ترمنځ پوځيان پاتې شي، خو سپينه ماڼې بيا وايي، چې دوی د درې او څلور زرو په خوا او شا کې د پوځيانو پاتې کيدلو ته تيار دي.

ولسمشر اوباما په افغانستان کې د پوځ د پاتې کېدلو لامل دا و ښود، چې امريکا نه غواړي چې هغه قربانيانۍ چې د دوی پوځ ورکړي او هغه لاس ته راوړنې چې دوی په افغانستان کې لري، له لاسه ورکړي او بايد وساتل شي. که څه هم دامعلومه نه ده، چې امريکا په افغانستان کې کومې لاسته راوړنې درلودې؟  کومې لاسته راوړنې به  وساتي؟ او څنګه به يي وساتي؟ دا پوښتنې به د تړون تر لاسليک وروسته ځواب شي. خو که اوباما په افغانستان کې د القاعده کمزوري کول لاسته راوړنه بولي، نو دا سمه نه ده.دغه ټکي ته اوباما هم په خپلو خبرو کې اشاره وکړه، چې القاعده له دې سيمې ياخو وتلې ده او يا د وتلو په حال کې ده. په ټوله القاعده اوس د خپلې جګړې جغرافيه سوريه ته غځولې او هڅه کوي، چې منځني ختيځ ته زياته پاملرنه وکړي. که په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د پاتې کېدلو څخه موخه د القاعده مخنيوي وي نو بيا بايد دغه ځواکونه القاعد پسې تعقيب کړي او د هغوی مراکز چې له افغانستان او ان له سيمې څخه لرې پراته دي له منځه يوسي او دغه جګړه هلته پراخه شي.

افغانستان ته ولسمشر اوباما وروستي سفر د امريکا او کرزي ترمنځ هم د ترخو اړيکو څخه پرده پورته کړه، ځکه دواړو ولسمشرانو يو بل سره ونه ليدل اوباما کرزي ته بلنه ورکړه چې په بګرام کې ورسره و ګوري او ولسمشر کرزي ورته ويلي، چې ارګ ته دې ورشي. د کرزي د نه ليدلو په بدلون کې سپينې ماڼۍ ويلي، چې په دغه سفر کې د ولسمشر کرزي سره د اوباما کتنه په پلان کې نه وه او نه دا په پلان کې وه، چې ولسمشر اوباما به ارګ ته ورځي.  د سپينې ماڼۍ سرچينې وايي، چې د کرزي لخوا په بګرام کې د ولسمشر اوباما سره نه ليدل هم کومه حيرانوونکې خبره نه وه، ځکه موږ ولسمشر کرزي ته ډېر لنډ او عاجل وخت کې بلنه ورکړه. له دې مخکې چې ولسمشر اوباما بګرام پريږدي، دواړو ولسمشرانو ټليفوني خبرې کړي.

د ولسمشر اوباما دغه سفر ټولې هغه پوښتنې چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د حضور په اړه وي او نړۍ تمه درلوده، چې په همدې سفر کې به ځواب شي، بې ځوابه پاتې شوې.

خو يوازې دومره چې ولسمشر اوباما هېله څرګنده کړه، چې دافغانستان راتلونکي ولسمشر به له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *