تاند- د افغان خبریالانو ټولنو پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې به د دولت د وسله والو مخالفانو د ورانکارو فعالیتونو خبرونه نه خپروي.

د مرکز او ولایتونو د خبریالانو په ګډون په یوه لویه غونډه کې، چې د دوشنبې په ورځ د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ کوونکې ادارې په نوښت او د انټرنیوز او په کابل کې د استرالیا د انکشافي موسسې په ملاتړ جوړه شوې وه، فیصله وشوه چې د انتخاباتو په لړ کې له وېرې او ډاره د پاک چاپېریال د رامنځته کولو لپاره به رسنۍ د «ترهګرو ډلو» د «ورانکارو فعالیتونو» خبرونه نه خپروي.

په غونډه کې، چې «د افغانستان د رسنیو د مدیرانو ملي کنفرانس» په نوم جوړه شوه، همداراز پرېکړه وشوه چې د دولت د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو پر خبرونو د بندیز تر څنګ به قومي، ژبنیو او سیمه ییزو مسایلو ته پوکی نه وهي.

په پرېکړه لیک کې نه دي ویل شوي چې له انتخاباتو وروسته قومي، ژبني او سیمه ییز اختلافات جایز نه دي. د ډېرو کتونکو په باور د افغانستان اکثره رسنۍ د ملت په وېشلو او د تفرقې په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی.

د دوی په پرېکړه لیک کې همداراز راغلي چې رسنۍ به د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو د کاندیدانو له سپکاوي او توهینه ډډه کوي.

په پرېکړه لیک کې له هغو نړیوالو رسنیو څخه، چې د افغانستان لپاره خپرونې کوي، غوښتنه شوې چې د ترهګرو ډلو د خبرونو د نه خپرولو په اړه د دوی پرېکړه رعایت کړي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کې رسنیو د وسله والو مخالفانو د ناامنیو پر خبرونو بندیز لګولی و. سره له دې چې وسله والو مخالفانو په سلګونو بریدونه وکړل خو د هغوی د خبرونو د نه خپرېدو له کبله ډېر شمېر خلکو خپلې رایې استعمال کړای شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *