تاند- په ایران کې د الکولو یا شرابو د استعمال د زیاتوالي له کبله د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت له خوا د الکولو اعتیاد د مخنیوي لپاره د درملیزو مرکزونو جوړېدو ته اجازه ورکړای شوه.

د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د کورنیو چارو وزارت د معتادانو د درملنې عمومي ريیس فرید براتي سده په ایران کې د شرابو د استعمال زیاتوالي ته په اشارې وویل، زموږ څېړنې ښيي چې په هیواد کې د شرابیانو شمېر زیات شوی او مخ په ډېرېدو دی.

ده وویل چې د الکولو د استعمال زیاتوالي ته په پام سره د کورنیو چارو وزارت پرېکړه وکړه چې د هغو کسانو د درملنې لپاره مرکزونه جوړ کړي چې په الکولو روږدي دي.

سره له دې چې الکول په لوېدیځو هیوادونو کې عام دي او هیڅ راز قانوني ممانعت یې په وړاندې نشته خو د دغو هیوادونو تر ټولو بدمرغه پرګنه په الکولو روږدي کسان دي.

د ایراني چارواکو په وینا له بهر څخه ایران ته د کال کابو ۸۰ ملیون لیتره الکول په قاچاق وروړل کېږي او په مقابل کې یې له ایران څخه ۷۳۰ ملیون ډالره وځي.

One thought on “په ایران کې د شرابیانو د درملنې مرکزونه جوړېږي”
  1. ایرانیان !!!! دا هغه قوم دی چه زمونږ د هیواد بعضی تالي څټي یی د مذهبي مشر خمینی کلیزه لمانځي او ددی فاسدو او شرابیانو په نامه څلور لاری جوړوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *