د ډاکټر عبدالله عبدالله په انتخاباتي ټیم کې خپل منځي بې باورۍ هغه وخت زور وموند، چې دویم دور ته د ټاکنو له تلو سره سم یې یو شمیر کاندیدان د ځینو معاملو په پایله کې خپل ملاتړ ته را مات کړل، د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ته نږدې سرچینې، چې د نوموړي د لومړي مرستیال انجینیر محمدخان نږدې کسان دي او اوس یې د خپل منځي بې باوریو له وجې له انجینیر محمدخان سره اړیکې غوڅې شوي دي وايي، چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې به چې ډاکټر عبدالله له ځینو مهمو کسانو سره لیدنې کتنې کولې نو انجینیر محمدخان به یې نه خبروه، دوی وايي، چې په اکثرو مهمو پرېکړو او ناستو کې به محمد محقق او عبدالله ګډون کاو، داسې وخت هم شوی، چې په څو مواردو کې ډاکټر عبدالله عبدالله له محمدخان نه بښنه غوښتې او ورڅخه غوښتي یې دي، چې که دی له ځینو کسانو سره د خبرو پر وخت یوازې پریږدي نو ښه به وي. دا ډول چلند څو ځلې محمدخان دې ته اړکړی، چې خبره د اقتصاد له وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال سره مطرح کړي، خو د ارغندیوال د پرله پسې تماسونو سره سره بیا هم له محمدخان سره د عبدالله په چلند کې بدلون نه دی راغلی.
همدارنګه عبدالجبار شلګری چې د انجینیر محمدخان له نږدې ملګرو څخه دی څو ځلې د نظار د شورا له ځینو غړوسره د دا ډول چلند پر سر مرور شوی دی خو وروسته له دې چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې او عبدالله یې اړویسته چې له ځینو نورو کسانو سره نوې معاملې وکړي. د راتلونکي حکومت د جوړښت او د ټولو ډلو د واک سلنې او وېش د دوی په منځ کې کشمکشونه زیات کړي دي.
د انجینیر محمدخان پخواني ملګري، چې د امنیتي دلایلو له امله د نوم له ښودلو ډډه کوي د دا ډول څو پېښو یادونه کوي او زیاتوي، چې دوی د همدې ډول چلند له امله چې دوی ته د منلو وړ نه و له انجینیر محمدخان څخه بښنه وغوښته او ملګرتيا یې ورسره پرېښوده. هغه مهمې ترینګلتیا وې، چې د دې ټاکنیزې ډلې په منځ کې پېښې شوي داسې شمیري.
مهم مجلسونه :
د کب دمیاشتې ۸ مه نېټه وه، چې فضل احمد معنوي د ټاکنو د کمیسیون له یو شمیر کارکوونکو او مسوولینو سره ، د ډاکټر عبدالله هغه مخصوص دفتر ته راغی، چې دوی به مهم ملاقاتونه په کې کول، څو شیبې وروسته د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون غړی عزیزالله اریافر هم راغی په دفتر کې د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالجبار شلګری او فضل الرحمن اوریا هم حاضر وو، د دفتر یوه مسئول هغه وخت له خپله ځایه پاڅېده، چې دفترته د ډاکټر عبدالله د رارسیدو پیغام یې ترلاسه کړ. نور نو د دې وخت را رسیدلی و، چې معنوی او اریافر له شته کسانو سره جې د لوګر ولایت د شکایتونو دکمیسیون یوه ښځینه غړې هم ورسره وه له عبدالله سره د خبرو لپاره د هغه خونې ته ورشي، په دې وخت کې د دفتر مسوول غږ وکړ، چې اوریا صاحب به له ډاکټر سره وګوری او بیا به طلوع تلویزیون ته د مرکې لپاره لاړ شي، خوله هغې وروسته په غونډه کې یې د شلګري له ګډون څخه بښنه وغوښته، عبدالجبار شلګری، چې د دې خبرې په اوریدو عصباني شوی و سم دستي له دفتره ووت او له محمدخان سره یې اړیکه ونیوله ، انجینیر محمدخان هغه خپل کور ته وغوښت او بیا وروسته دواړه عبدالهادي ارغندیوال ته ورغلل خو له دې سره سره بیاهم کوم بدلون رانه غی او له شلګري سره دا ډول چلند هغه اړ کړ، چې د کمپاین دفتر پر یږدي وروسته بیا د عبدالله د کمپاین د دفتر مسوول نصرالله بریالی، د حزب اسلامی غړی عبدالله کامه وال، او محمود صیقل د هغه کورته ورغلل او بیرته یې پخلاکړ. ویل کیږي، چې له دې وروسته د ارغندیوال او عبدالله ترمنځ اړیکې ترینګلې غوندې وې.
د ګل اغا شیرزي او زلمي رسول سره معامله :
د ډاکټر عبدالله عبدالله، محمدخان او محمدمحقق ترمنځ جوړجاړی د واک په سر داسې دی، چې د ارغندیوال په مشرۍ د اسلامي حزب شاخې ته به یوازې ۳ وزارتونه او ۵ ولایتونه ورکول کیږي. کله چې ګل اغا شیرزی او زلمی رسول د عبدالله ډلې سره یو ځای شول ځانګړې غوښتنې یې درلودې ، د عبدالله او دوی ترمنځ له ناستو وروسته د دوی وړاندیزونه له محمد محقق سره مطرح شول . محمد محقق یادونه وکړه، چې دی په هیڅ قیمت حاضر نه دی ، چې ګل اغا او زلمي رسول ته دې کوم وزارت یا ولایت ورکړل شي، خو کله چې عبدالله عبدالله د دوی د راتګ په اهمیت باندې خبرې وکړې محقق له مجلس څخه پاڅېده او ویې ویل، چې زه هیڅ ډول معامله نه غواړم او که د دوی راتګ ستاسو لپاره مهم وي نو زما له برخې یې نه شی ورکولای بیا عبدالله عبدالله اړ وت چې د زلمي رسول او ګل اغا لپاره داسې څوکۍ ومني، چې مخکې یې د ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي سره کړې وې، د دې خبرې په اوريدو سره انجینر محمدخان او شلګری بیا ارغندیوال ته ورغلل او دا موضوع یې ورسره شریکه کړه . ارغندیوال د تیلفوني اړیکې په وسیله له عبدالله څخه د وخت غوښتنه وکړه.
په هغه غونډه کې چې د عبدالله په کور کې د ارغندیوال ، محمدخان او شلګري ترمنځ وشوه محقق نه و حاضر خو عبدالله د شورای نظار د ډلې مخکښ کسان لکه محمود صیقل، د مصطفی کاظمي وروراو سانچارکي را غوښتي وو، عبدالله عبدالله د ارغندیوال د ګیلې په وړاندې وویل، چې موږ په حزب اسلامی لوی حساب کړی و، خو ستاسو ملګري نورو ټیمونو ته لاړل ، له یوې خوا قطب الدین هلال کاندید شو یو زیات شمیر کسان د محمدخان له څنګه هغه ته ورغلل، د وحیدالله سباوون، قاضی محمدامین وقاد او جمعه خان همدرد په مشرۍ حزب اسلامي د دوی په مخالفت کې ولاړ دي نو ځکه هغه امتیاز چې موږ ستاسو لپاره په پام کې نیولی اوس هم زیات دی، خو له ډیرو بحثونو وروسته پایله داده شوه، چې حزب اسلامي به له یوې خوا د هلال له ګروپ سره د خبرو اترو له لارې هغه د اصلاحاتو او همګرایۍ د ټیم ملاتړ ته رابولی او له بلې خوا به له استاد سیاف سره په خبرو اترو کې ډير کوښښ کوي خو کله چې د عبدالله داهیلې پر ځای نه شوې او حزب اسلامی ونه شول کولای خپلې دندې سرته ورسوي ترینګلې اړیکې لاهم ترینګلې شوې.
د کمپاین لګښت :
عبدالله له اقتصادي پلوه ډير بډای دی، د کمپاین په چار وکې بې دریغه پیسې لګوي هغه حتا اړتیا نلري، چې له خبلو مرستیالانو د مالي مرستې غوښتنه وکړي، خو له هغه وخته راپه دې خوا چې د عبدالله او ارغندیوال د ډلو ترمنځ د واک په ویش باندې اختلاف رامنځ ته شوی عبدالله د مالي منابعو موضوع راپورته کړې ، په هغه ورځ چې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو نهايي پایلې اعلان کړې د شپې له خوا د عبدالله دواړه مرستیالان او ځینې نور پلویان یې د عبدالله په کور کې سره جرګه شول، عبدالله د دویم دور ټاکنو د لګښت او کمپاین موضوع راپورته کړه، خو د هغه اصلی موخه دا نه وه، کله چې د محمدخان له خوا د مالي ستونزو او نه توان خبره وشوه نو بیا عبدالله د خبرې بل مخ را وړاندې کړ او هغه دا چې که تاسو پیسې نه شی راکولای نو زه به له نورو کسانو پیسې واخلم او بیا به له هغوکسانوسره په حکومت کې د ځانګړو څوکیو ژمنه وکړم. عبدالله وویل دا یوه سیاسي دوامداره مبارزه ده که موږ خپل ځانونه چمتو نه کړو نو بایلونکي به یو او ټول لګښتونه به مو بې ځایه لاړ شي. د غونډې په پای کې چې انجینر محمدخان او عبدالجبارشلګری په موټر کې کیناستل نو په لاره یې له ځان سره دا خبره راپورته کړه، چې داسړی له موږ سره دوه مخې لوبه کوي زموږ اقتصادي ستونزې په پام کې نه نیسي او د پیسو غوښتنه کوي او دادی موږ چې پیسې نه ورکوو اوس مو په راتلونکي حکومت کې ونډه راکموي په همدې خبرو پسې محمدخان او شلګري پرېکړه وکړه، چې له ارغندیوال سره باید وکتل شي.
د دې ډلې په منځ کې دا ډول اختلافاتو او په ځانګړې توګه د انجینیر محمدخان او شورای نظار د کسانو تر منځ بې باوري دا څرګندوي، چې په دوی کې سر له اوسه خپل منځي اعتماد نشته .
یما آریا
————————
د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي
داجه ديو مملكت لور بولي جوكي به دا شكل تقسيميزي كار داهل كار ته نه سبارل كيزي نو د دوي خخه به دوطن شريف خلك خه توقوع ولري عجبه بز كشي ده جه د دري بهلوانانو به منخ كي سر سختانه مبارزه روانه ده وكورو جه خوك خسكي د حلال دائر ي ته رسوي
دا خيال دي اودا فكر كله جه لك تكان وخوري دخوبه بيدار شي كوري جه هيخ نشته.كوري جه همان خر است و همان. بالان ..
Assalamu alaikum
In Dari there is a saying “khod kardah ra na dard ast wa na darmaan”
I reality, Eng mohamad khan is as shallow as Abdullah, Khan will be more than happy for anything , any share, any disgraceful position, any humiliation, as long as he becomes the first vice president!!
In fact Mohammad khan does not deserve to be an ordinary in charge of a small office leave alone the post of vice president, while at Hezb I slami, he was incharge of security department, during his time apart from spying on his won party brothers in Shamshatww camp, for his boss Hekmatyar and Pakistani intelligence he has no achievements at all, I mean it , at all
He is a man of neither DEEN nor politics, during so called election campine, opps!!!, no one has heard from him any word, even a single sentence to show that he is man of knowledge and skills.
In fact he is a KADOO!!!
So briefly, one can say that, Abdullah, m Kahn and Muhakik, they are the perfect set, each one share same sub set which makes the set.
I do not need to expain the sub set, Hey !!! there is a saying AKELAN RAA ESHARAA KAFEEST