تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرېکړه کړې چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې نژدې لس زره پوځیان پرېږدي.

رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو په قول وویل، اوباما به ژر اعلان وکړي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې ۹۸۰۰ پوځیان پرېږدي.

داسي ښکاري چې اوباما دا پرېکړه وروسته له دې کړي وي چې د افغانستان د نوي ولسمشر د واک ته رسېدو د مودې له ځنډېدو خبر شو.

اوباما ته د افغانستان په وروستي سفر کې حامد کرزي په ټېلفوني خبرو کې وویل چې نوی ولسمشر به، چې د جوزا د ۲۴ مې نېټې د ولسمشر د انتخاباتو په پایله کې واک تر لاسه کوي، د اګست په دوهمه لوړه په ځای کړي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په بګرام کې امریکايي پوځیان وايي چې اوباما د بګرام په وروستي سفر کې ورته وویل چې ۹۸۰۰ سرتېري به پرېږدي.

امریکايي چارواکي باوري دي چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر له متحدو ایالتونو سره امنیتي موافقه لاسلیکوي.

د امریکايي چارواکو په وینا بارک اوباما په پام کې لري چې ۹۸۰۰ پوځیان د یوه کال په مخه په افغانستان کې پرېږدي، د ۲۰۱۵ میلادي کال په پای کې به د دغو پوځیانو نیمايي وباسي او د ۲۰۱۶ میلادي کال په پای کې به خپل پوځي حضور په کامل ډول پای ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *