لومړی څپرکی –

د حالاتو تر نورمال كېدو پوري هغه خوندي وه. زما راتلونکې څو ورځې له حیرانتیا ډکې وې. که څه هم چې زه د کورنی د غړو په اندېښنه کې نه وم خو د نوموړې پېښې په اړه د مطبوعآتو دوام دار غږېدلو دغه غمېزه را په یاده وله. په راتلونكې کې زه په دې وتوانیدم چې خپل دفتر ته راوگرځم او په حیرانتیا سره مې د تېرو ورځو نیمگړي اداري چاري د سپټمبر په دېارلسمه پای ته ورسولې.

 درسمي دندې د نه درلودلو او په دفتر کې د گردانۍ د له منځه وړلو دپاره مې د څو ورځو د رخصتي غوښتنه وکړه. او د خپلې راتلونكې په اړه مې د فکر کولو دپاره وخت پیداکړ، زه سرگردان او د نورو هېوادو په څیر قهرپه دې وم چې د هغه خلکو سره چې دغه بې گناه خلک یې په ډېره ناوړه توگه وویرول، څه وکړم. تېره شپه د بېټسي د راتگ سره مې پاملرنه بېرته خپل عادي ژوند ته واوښته. د شپې ناوخته کورته ټليفون راغی او زما څخه يې غوښتنه وکړه چې د کوفربلاک چې د ترورېزم ضد دفتر د مشر سره د خپل کار په دفتر کې سهار وختي وگورم. زه هیڅ نه پوهېدم چې کوفر به زما څخه څه غواړي. د موټر د چلولو په وخت کې مې هم په دې چې په غونډه کې په کومه موضوع غږېږم، فکر کاوه.

کوفر جسماً غټ او شپږ فوټه لوړوالې يې درلود، هروخت به یې پاکې او ځلېدونکې جامې اغوستلې، هغه د گرم هرکلي څخه وروسته د غونډو کوچني مېز ته ور وبللم.

 هغه نیغ په نیغه په موضوع باندې خبرې پیل کړې ويې ويل، گیري ته باید د سي ای اي د افسرانو کوچنی گروپ(1) افغانستان ته وېسي او هلته باید د شمالي ټلوالې سره په تماس او هغوی دې ته وهڅوې چې د سي اى اې او د امريكې اردو سره په داسې حال كې چې د اسامه په لټه پسې ځي، په پوره ډول همکاري وکړې، په عین وخت کې ددوی پوځي ځواک ارزیابې کړي او لازمه مشاوره راکړې چې شمالي ټلواله په پوره ډول سره مجهزه کړو څو طالبان له منځه یوسي اوموږ ته د اسامه بن لادن د نیولو لاره خلاصه کړي. کوفر لږ په چوکۍ را مخته شو او ویې ویل: گیري نوموړى یو له خطره ډک ماموریت ولې ډېر مهم دی او ته په رښتیا هم د گروپ درهبري دپاره ترټولو ماهر افسر یې. ماپرته له ځنډه ځواب ورکړ چې هو: بلې زه باید دا ډله رهبري كړم.

ددی دپاره چې تاسو له ماڅخه غوښتنه وکړه، زه ویاړم او له تاسي څخه منندوی یم. کوفر له ماڅخه مننه وکړه او ویې ویل چې هرڅه پیسې، کسان او نور تجهیزات چې گروپ ته پکاریږي هغه به د گروپ په خدمت کې ورکړل شي. هغه له ماڅخه وغوښتل چې له راډ سره چې د ځانگړوعملیاتود فرقي (ساډ) مشر و، ووینم. او د هغه نظر او وړانديز واخلم.

مآ هم مخکې له مخکې دغه فکر کړی و. کوفر له دفتر څخه راډ ته ټليفون وکړ او خبر یې راکړ چې هغه زما د لیدو په انتظاردی، راډ زماسره د خپل دفتر په مخکې هرکلی وکړ. راډ د سمندري ځواک پخوانی غړی و او په هغه ډول یې ځان ساتلای و. د سر ویښتان یې په همغه ډول لنډ ساتلي و. زه ډاډه وم چې هغه تر اوسه دومره رخصتیانې نه وې کړې، راډ هم د کوفر خبرې تکرار کړې او ويې ویل چې هر څه چې د گروپ دپاره پکاریږي هغه به د گروپ په خدمت کې ورکړل شی. هغه یوه غوښتنه درلوده او هغه داچې د هغه یوه مامور ته باید په گروپ كې دمرستیال په توگه ځای ورکړم او ریک يې خوښ کړ، ما سمدستي هوکړه وکړه، ځکه چې ریک مې څو ځلې لیدلای و او هغه په لوړو استخباراتي معلوماتو یا(اس ای اس) کې تر ټولو ځوان او ښه شهرت درلودونكې افسر ؤ.

 ریک ته موږ انتظار و، او په عین وخت کې راډ ددغه عملیاتو په اړه خپلې اندېښنې څرگندې کړې، هغه دا وویل چې افغانستان ته د سي ای اې د دغه گروپ د لیږلو پريکړه د سي ای اې د مشر (جورج ټینیټ) په مشری وشوه او څو چې راډ د گیري(لیکوال) سره لیدلی نه وي تر هغی به مېوري چې د سي ای اې پخوانی تخنیكې افسر ؤ، د ډلې د تنظیم کولو دنده په غاړه ولري.

 راډ خپلو خبرو ته دوام ورکړ اوويې ویل چې مېوري د بوړبوکۍ په شان کار کوي خو څومره چې کار کوي هغومره تخریب هم کوي. ما مېوري د خليج او د رياض دجگړې له وخته راهيسې پېژانده او هغه ماسره په نظامي مسلكې پروگرام کې چې په عراق – کويټ(عراق اشغال کويټ. لېکوال) کې د څارگرو مالوماتو غني کول وؤ، کارکاوه.

 هغه په ښکاره ډول د بېوروکراتيک ادارې له امرونوڅخه سرغړونه کوله او هغه افسرانوته چې يې کارکاوه احترام نه درلود. هغه د خليج د جگړې له پای ته رسېدلو، وروسته سملاسي له دندې څخه استفا وکړه او بيا وروسته يې د ترورېزم ضد رياست کې د قراردادي په تو گه دنده پيل کړه. زه په دې پوهېدم چې زه به له ميوري سره په اغېزمن ډول کاروکولاى شم او داچې ده په سمندري ځواک په (سيل)(1) کې کار کړى ؤ، زموږ د گروپ لپاره په بشپړه توگه ښه کانديد ؤ. ريک راورسېد او له ستړي مشي وروسته مو په دې چې چېرته مو سره ليدلي و، په لنډه توگه خبرې سره وكړې. ، له هغه وروسته مې زما د گروپ د معاون په توگه مباركې ورکړه. زموږ کاري تجربې يو د بل سره برابرې شوې. زه په افغان چارو كې د ١٩٧٨ کال را په دېخوارا ښکېل شوى وم او د ١٩٨٨ تر ١٩٩٠ پوري مې شخصا د شمالي ټلوالې سره ناسته او ولاړه کړېده. ريک د ځانگړو ځواکونود اې (اول) گروپ پخوانى غړى ؤ او په کالونو ساحوي تجربه يې درلوده او ما هم د داسې همكار د پيداكولو له امله خوښي څرگنده کړه.

 له راډ سره د خدای په اماني وروسته ميوري ته د کتلو لپاره ولاړو څو د هغه د هڅو د پرمختگ څرنگوالی مالوم کړو. زه او ريک د ميوري سره څو ساعته کېناستو هغه په رښتيا هم د فعاليتونو مور وه، هغه د دفترونو سره تماس نيولى ؤ څو هغه تجهيزات برابر کړي چې په افغانستان كې ورته اړتياوه.

 هغه د ساډ يا د ځانگړو فعاليتونو له فرقي سره اړيكې نيولې وه څو مرکزي اسيا ته د گروپ د لېږلو ترتیبات برابر کړي چېرته چې موږ غوښتل چې افغانستان ته د سفر نه مخکې هلته قرارگاه جوړه او سفر ته تيارى ونيسو. ميوري يو ځوان د سي ټي سي (ترورېزم ضد مرکز) زموږ ټيم ته وگوماره. ما او ريک د ميوري ددغه پريکړې له امله هيڅ ونه ويل خو هغه کارونه چې ميوري کول موږ له ځان سره ياداښت کول. ميوري ښه پيل کړی ؤ خو د يو کس لپاره ډېر کار مالومېده. ددي دپاره ما يو څو فکټورونه لرل چې موږ بايد په نظر كې نيولي وای او هغه دا چې گروپ بايد کوچنى وي او شپږ يا اووه کسه وي، په دې کې بايد يو د مخابرې ماهر وي او يو يې بايد ډاکټر وي، ما له ځان سره د مخکې نه پرېکړه کړې وه چې د ميوري لخوا گومارل شوی افسر بايد زموږ د ټيم سره يو ځاي نشي يو خو دا چې د سي اى اې سره يې پخوانۍ کاري تجربه هيڅ نه درلوده او بل داچې د سيمي (افغانستان) سره هيڅ بلد نه ؤ. موږ جمله پينځه کسان شوو، ما وويل چې ددغه پوست لپاره چې د عملياتو افسر ؤ، زه يو تجربه کار کس پېژنم او ريک هم د ځانگړو فعاليتونو افسر د پاتې پوست دپاره وړانديز وکړ.

 زه نور دې ته متوجه شوم چې گروپ تياردى او ښايي په افغانستان كې په مياشتو وځنډېږو او گروپ مو بايد په لوجيستيكې موادو سمبال شي، په يو ځل چې هر څومره مواد چې په خوندي ډول لېږلى شو بايد ویې لېږدؤ. ما ريک ته وويل چې موږ بايد د هغو مهمواداروي او لوجيستيكې موضوعاتو له امله نن شپه سره جلا شو اوپه هغه ستونزو باندې چې موږ ورسره په ساحه كې مخامخ كېږو، فکر وکړواو راتلونكې سهار سره يو ځاى شو څوگروپ او مهم توكي سره يو ځاى کړو. ما يوازې په دې فکر کولای شو چې ما ته اوس فرصت راکړل شو څود اسامه او د القاعدې په وړاندې رښتينى غاښ ما تونكى ځواب ورکړم.

د غبرگو ودانيو رالوېدل، پنټاگون په لمبو کې او د هغه تور لوگى او په پينسليوانيا كې د لمبو ډک تور غار زما په مغزو كې بلکل ځاى موندلاى و. زه په دې پوهېدم چې د اسامه بن لادن د نيولو يوازېنۍ لار په هغه پسې افغانستان ته تلل او د هغه د ښکار دپاره موثره لار د طالبانو دځواکونو چې د هغه ساتنه يې کوله، له منځه وړل ؤ او د دغه کار دپاره يواځنۍ اغېزمنه لار د هغه يو ځاى شوي ځواک چې د طالبانو له منځه وړلو توان يې درلود د مسعود شمالي ټلواله او د هغې څخه گټې اخيستل ؤ.

زه په دې وېرېدم چې د مسعود له مړينې وروسته به د دوی ټلواله دومره لړزېدلي او بې موراله وي چې د جگړې كولو توان به ونلري. د هغه څه نه چې زه اوس ډارېدم هغه د دغه دندې څخه د بېټسي (د ليکوال مېرمن. ژ) خبرول ؤ. زما ميرمن ددولت د رياست افسره وه اود تېرو دولس کالونود شريک ژوند په بهير كې يو شمېر له خطره ډكې دندې يو ځاى سره اترسره کړي وې. د خليج جگړې په بهير کې موږ په يو ځای و.

 په داسې حال کې چې عراقي سکډ ميزايېل به زموږ په سرونوپه هوا کې چاودېدل. په رښتيا هم د عراقي بيالوژيكې، كېمياوي او د غټو سکډ ميزايېلو دنږدې چاودنو او د عراقي تروريستي پېښو خطر په ځان اخيستي وه. موږ دواړو له هغي وروسته درېنيم کاله په اسلام اباد کې دنده تر سره کړه بيا مو هم د دوام داره تروریستي پېښو خطر احساس کاوه. هغه په افريقا كې د امريکې د سفارتونو په ضد د چاودنو له امله له اسلام اباد څخه د احتمالي پېښود گواښ له امله په بېړني توگه وايستل شوه (د خطر د زياتوالي له امله. ژ) خو هغې بيا هم راتلونكې پسرلي ته د دندي د په پای کې اسلام اباد ته را وگرځېده. خطرناک ځايونه او له خطره ډکې دندې د بېټسي دپاره عادي وې. د کلونو په تېرېدو دي هم په حقيقت پوه شوه چې زما د سي اى اې دندې زه د هغه افسرانو څخه ډېر په خطر کې اچولى يم کوم چې په بهر كې د نورو دولتي اورگانونو لخوا په دنده گومارل كېږي. خو زما دپاره دغه د ټولو څخه زياته خطرناکه دنده وه. ما د افغانستان په حالاتو او شمالي ټلوالې ته د احمد شا مسعود له مړينې څخه وروسته د ټکان د رسېدو په اړوند بحثونه کړي وو. او زه اړ وم چې ورته مې ويلي وای چې که چېري حالات خراب شي، او شمالي ټلواله ماته شي موږ به سره جلا او په ژور خطر كې د لوېدلو امکان ؤاو په دې مې دروغ نشو ويلای چې موږ ته بيا به په هغه وخت کې د مرستې او ژغورنې کومه هيله نه وي. زه په دې پوهېدم چې بېټسي به په دې قهر وي چې د دغه دندي مسؤليت مې د خپل کاري ژوند په دومره ناوخته پړاو کې په غاړه واخيست. زموږ ژوند هم ډېر په نرمه لار روان ؤ او موږ د تقاعد د اخيستلو او د امريكا د دولت له چاوکاټ څخه بهر د کار کړلو پلان درلود او اوس دغه ټولې هيلې په خطر کې وې.  موږ په هغه شپه تر ډېره ناوخته پدغه ماموريت غږېدو او په ورته وخت کې هغې لکه څنگه چې ما باورد درلود، غصه او اوښکې هم بهولې. بېټسي په پاى کې په دې پوه شوه چې ما دغه دندې ته ملا تړلي ده او کله چې هغه د خوب ځای ته تلله ويې ويل، زه پوهېږم چې ته حتما ددغه دندې د ترسره کولو دپاره ځي خو زه په دې نه پوهېږم چې ته ولې غواړې خپل ځان په خطر کې اچوې. زه به کوښښ وکړم څو ستا د دندې ملا تړ وکړم خو په عين وخت كې نشم کولای خوشاله ښكاره شم. زه په دې پوهېدم چې هغه د دې توان نه درلوده چې له ماسره دغه خطر شريک کړي او د هغې دپاره دغه پرېکړه تر هر څه سخته وه.


(1)  SAD ساډ: Special Activites Divison يې پوره نوم دى او ما يې (ساډ) ليکلى دى. ژباړن

(1) (SEAL): يو ډول ځانگړى سمندري ځواك دى. ژباړن

0 thoughts on “پنجشېر په لاهور کې/ ژباړن لاهور منګل”
  1. ګوره وروره لاهورخان صیب، دا برخه مې لا نه ده لوستلې خو پرونۍ مې بېګا وکتله. په هغې برخه کې تاسو دولتي اداره یا د دولت اداره لیکلې وه چې تر ډېره بې معنی ښکارېده. که چېرې په انګلیسي کې سټیټ ډیپارټمنټ وي نو سټیټ ډیپارټمنټ امریکایان دولتي ادارې نه بلکه د بهرنیو چارو وزارت ته وایي او د بهرنیو چارو وزیر ته سټیټ سکرټري وایي. په امریکا کې وزیرته سکرټري او وزارت ته ډیپارټمنټ وایي لکه سټیټ ډیپارټمنټ = سټیټ سکرټري، ډیپارټمنټ آف جسټیس = جسټیس سکرټري…….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *