څلورم څپركى

زموږ د سفر څخه یوه ورځ وړاندي نږدې مغازې ته ولاړم. ما غوښتل چې د تیارو جوړو شویو خوړو، د وچې مېوې، پاور بار(یو ډول چاکلیټ چې مختلف وایټامينونه لري. ژ) د لیست د پوره کولو او خوړو ته د خوند ورزیاتولو لپاره مرچ او مسله او نور ځانگړي مواد راواخلم.

د ممپلي کوچ او د کافي را اخیستل هم ښه نظر و. ددواړه ځخه دوه لوی بنډل مې کراچې ته ورواچول. گيټريډ(يو ډول نوشابه. ژ) د ټوباسکو چکني، په پنيرو غوړې شوې ډودی، د سوی (يو ډول نشايسته. ژ) چکني او وچ شوي بسکټ هغه څه و چې ما له ځان سره وړل. د هغه څخه وروسته درملتون ته ولاړم څو له ځان سره د سفر لپاره مناسب دارو لکه سپرین، ابوپرافین، پټۍ، د مېکروب ضد کريم، دلاسونو لپاره د مکروب ضد صابون، د لاسو وچولو دسمالونه او د ټوخي او زکام دپاره دارو واخلم. کله چې کراچې تقریبا ډکه شوه، نو بیا په دې وپوهېدم چې له ځان سره د سامان لیږدول خو محدود دي. ما له ځان سره وویل چې زه خو جنگ ته روان یم نه د سیاحت دپاره نو یو څه توكي مې وروگرځا وو. بېټسي(د لیکوال مېرمن) او خپله ما په هغه ماښام ډېره کمه ډوډی وخوړله او د تېرو دریو شپو د سفر لپاره د تیاری نیولو له امله بیټسي هم ناراحته شوې وه.

 زما د دوو ورځو د سفر د راوړاندې كېدلو دغه اور ته تیل نور هم ورزیات کړل(لیکوال دلته د خپلې کورنی د ناراحته کولو منظور دی، ژباړن) دا ځل اوښکې وې خو غوسه نه وه. بیټسي وویل چې ولې ځان په خطر کې اچوې. تا خو دغه هېواد ته له دېرشو کالونو زیات خدمت کړی ولې په پاى کې غواړې چې افغانستان ته ولاړ شې؟ ما غوښتل چې په ارامه او مينه سره ځواب ورکړم.

 په پخلنځي كې د واشنگټن پوسټ اخبار و او په لومړی مخ يې د اور ضد ریاست یو مامور چې یونیفارم يې درلود، عسکري سلام کړی او په مخ يې اوښکې روانې وې. ما اخبار راوخیست او ورته مې وویل: گرانې دغه انځور ته وگوره، ځکه زه افغانستان ته ځم. موږ ټول د مرگ دغه درد احساسوؤ، او موږ ټول غواړو چې هغه حراميانو ته چې له امريكې سره یې دا ډول وکړل، ځوب ورکړو!زما د خپلې پرېکړې څخه پرته، زه د دغه دندې دپاره مناسب سړی یم. زه په رښتیا سره کولای شم چې دغه گروپ ښه رهبري کړم.

ما خبرې وځنډولې، موسکۍ شوم بیا مې وویل: او که چېرې زه دغه دنده ترسره نکړم، زه به په راتلونکي کې هغه څوک نه وم له چا سره تا مينه درلوده، یا له چاسره چې تا ټول ژوند په یو ځای کار کړی و. زه ددغه دندې لپاره باید لاړشم.

زما د هڅولو لپاره همدومره تشریح او هڅونه وه چې ما کولای شوه. په داسې حال کې چې په پخلنځي کې مو پشقابونه پریمينځل، يو بل مو سره وموښل، غېږې مو سره ورکړي او یو او بل مو په شونډو ښکل کړل. یوازې د ؛پر ما گران یې؛ نور څه نه ؤ چې سره ویلې مو وای او په راتلونکي ساعت کې مو همدغه څو ځلې سره وویلې!

د تېرې شپې فکرونه مې په داسې حال کې چې قرارگاه ته په وروستۍ ورځ ورننوتم، له مغزو لیرې کړل. ډېر زیات اندیښناکه شېبې وې. پاپې هاخوا دیخوا منډې وهلې څو د سي ای اې له شبکې سره د اړیکې نیولو لپاره مهم توكي راپیدا کړي. هغه لس دانې لوړه فریکونسي لرونکې لاسي مخابرې هم رااخېستې وې څو په دره کې د گروپ غړي د خوځښت په مهال په خپل منځ کې خوندي اړیکې ولري. مېوري د ترورېزم په وړاندې په ریاست کې پېژنگلوي درلوده او له هغه سره یو ځای یې د توكو د خریداری د همشنۍ سسته مرحله په یو ځای تېروله. هغه وویل چې په همغه سهار یې شپږ سوني لاپ ټاپ کمپیوټرې د هرڅه اړوند توكو سره پېرودلي دي، نوموړي کمپیوټرونه د هغه کمپیوټرونه چې پاپي د خپلې دندې لپاره راوړي وو، څخه اضافه وو. هغه څلور دانې ډیجیټل یا کمپیوټري کمرې، د انځورونو لپاره سافټ ویر او د انځورونو د چاپ لپاره یې دوه پرېنټرونه هم پېرودلي وو. د ترورېزم په وړاندې د ریاست لوجستیكي افسر نوموړي توكي په همغه سهار په بنډلو کې تاوؤ او ولېږل. ریک د ځانگړو فعالیتونو د فرقې سره د ترانسپورټ د تیاري په ترتیباتو کار کاوه. د ډاورډیلویر څخه باید راتلونكې ماښام د سیپټیمبر په نولسمه د ماښام په اووه بجې د هوايي ځواک اړوند په سې پينځه اې ډوله الوتکه کې مو الوتنه کوله. د گروپ نور غړي مېوري، پاپي او سټان به د ځمکې له لارې ډورته د سامان سره یو ځای راتلل.

 زه او ریک باید ماسپښین ډور ته په چارټر الوتکه کې تللي وای څو موږ د لوړپوړو افسرانو سره او کوفر بلاک سره لیدلي څو موږ ته یې د ماموریت په اړه کې وروستي مالومات او لارښوونې راکړي وای. زموږ ټول شیان په همغه شپه جرمني ته لیږل كېدل. کله چې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې مرکز خلاص شو، ما ورته ټليفون وکړ څو پیسې تیارې کړي او دوی هم ډاډ راکړ چې د سپټمبر په نولسمه د ورځې په يوولس بجې به تیارې وي، پیسې مو له ځان سره د شخصي توكو په توگه لیږدولې.

کریس هم فرانکفورټ، جرمني ته د سفر دپاره په خپلواکه توگه سفر کاوه او هغه ته ویل شوي و چې د امريكې په نظامي اډه کې هلته زموږ سره وگوري. ډاکټر هم له پخوا څخه په تاشکند کې موږ ته انتظار و. زموږ افسرانو خبر راکړ چې ازبکستان ته زموږ سفر د ازبک حکومت لخوا تصدیق شوی دی. افغانستان ته د اجازې په اړه تر اوسه کوم مالومات نه و. د نولسم سپټمبر پورې مې یوازینی شی چې له یاده نه وت، هغه د امريكې د پوځ د ځانگړو عملیاتو د برخې کوم غړی چې غوښتل یې له گروپ سره یوځای شي، ؤ. ریک د تېرو دوو ورځو رهیسې د ډالټه ځواک(ځانگړې ډول ځواک. ژباړن) له قرارگاه چې په فورټ براگ کې وه، او دمتحده ايالاتو دپوځ مرکزي قوماندني يا Centcom چې په ټا مپه فلوریډا کې ده، تماسونه ونیول څو هغوی ته ددغه ماموریت د اهمېت او د ځانگړو عملیاتو د څانگې زموږ د گروپ سره په همکاری او د امريكې د ځانگړو ځواکونو سره د روڼ او واضح تماس باندې یې ټینگار وکړ.

موږ ته د حیرانتیا خبره دا وه چې که څه هم چې د ریک تماس د ځانکړي څانگې مامورین لېواله کړل، خو دوی په خپل منځ كې په دې بحث درلود چې څنگه او څومره کسان به افغانستان ته لېږدوي.

پوځ پدی بحث کاوه چې ایا دوی د ډلته (ځانگړی ځواک) که نور ځانگړی ځواک د لومړی کرښې شاته د طالبانو په وړاندې او د شمالي ټلوالې سره د مرستې لپاره ولیږي، او ایا د ژغورنې او مرستې چورلکې په پنجشېر کې ځای په ځای کړي؟

 ایا د اردو ځانگړی ځواک د شمالي ټلوالې سره یو ځای په لومړی کرښه باندې د طالبانو مرکزونو د بمباری دپاره د لایزر په واسطه د نښه کولو لپاره ولیږي؟

د هوايي ځانگړې مرستې گروپ په سر هم بحث را ولاړ و. هغه ځکه چې په پنجشېر کې کومه هوايي مرسته د هغه کسانو دپاره چې هلته ځای په ځای كېدل، موجوده نه وه. د شمالي ټلوالې د ممکنه ماتي په صورت کې به ټول ځواک په دره کې (پنجشېر. ژباړن) له منځه ولاړ وای. د بحث په وروستیو کې په دې سره یوه خوله شول، چې هیڅ د ځانگړو عملیاتو گروپ د زامې ماتوونكې گروپ سره پنجشېر ته نه لیږل كېږي او یوازینۍ رسمي دلیل ددغه پریکړې دپاره د هوايي ژغورنې د گروپ نشتوالی و.

 دغه ماښام هم ډېر اوږد ماښام و او ما د دریم ځل دپاره خپل سامان سره ټول کړ او هغه توكي چې ددغه سفر دپاره افراط گڼل كېده، له خپلو بکسونوڅخه لېرې کړ لکه مالگین بسکټ او مربع.

کافي مې هم په پلاستكې کاسو کې ونغوښتله او هر هغه څه چې د شلیدلو او بهېدلو امکان یې و، هغه مې پکې واچول. جامې مې بیا ټولې كړې. ما ددې لپاره چې بیټسي ته نږدې وم، د هغې ترڅنگ په داسې حال کې چې هغه تلویزیون ته په کتلو بوخته وه، ترسره کاوه خو په پاى كې په يوولس بجو هغې لاسونه پورته او د خوب ځاى ته لاړه.

زه هم د هغې وروسته زېرزمينی ته ولاړم او په کمپیوټر مې خپل وروستنۍ مېراث وصیت نامه ولېکله.

د لیکلو سره سم ددغه ماموریت د خطر او د نه راگرځېدلو احتمال مې هم سترگو ته ولاړ و. ما هغه امکان چې ښايي بیرته را ونه گرځم، لیرې نه گاڼه. موږ په دې چې په پنجشېر کې به له څه سره مخ كېږو، نه پوهېدو، ځکه چې طالبان په شمالي ټلوالې باندې د مسعود مړینې وروسته په منفي اغېزه باندې پوهېدل.

ایا شمالي ټلواله به د یوه ځواکمن برید په وړاندې مقاومت ولري؟ که څه هم چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې د ماینونو له امله هر کال په زرگونو خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي، د سختو او زیږو غرونو د خرابو او جنگ ځپلو سړکونو، د بې تجربه موټروانانو له امله په سلگونه خلک خپل ژوند د لاسه ورکوي نو د ددې دپاره یوه مناسبه وصیت نامه لیکل اړینه وه.

 په زیرزمينی کې په ساعتونو كېناستم. پرته زما د جایداد د ویش څخه بیټسي، زما مور، زما ماشومان او زما خور ډونه ټولو ته مې د مينې اظهار په جلا ډول په پاڼو کې ولیکه، په پاکټ کې مې ب��د کړل، تاریخ مې پرې ولیکه او پر پاکټ مې ولیکل چې: یوازې زما د مرگ وروسته باید پرانستل شي، بیټسي ته مې وویل چې وصیت نامه د المارۍ په پاسنۍ خانه کې ده!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *