نهم څپركى

خليلي هم د نوموړي وړانديز له امله خوښ ؤ او له وړانديز رسېدو، وروسته يې يوازې د يوې ورځې په بهير كې له احمدشاه مسعود څخه دجلسې هوکړه راواخېستله او په دومره بیړه سره د دغه کار ترسره کولو سره یې زه هم حیران کړم.

ما فکر کاوه چې دسي، ای، اې سره به دده دويم ځل اړيكې، دده دټلوالې لخوادومره په بيړه تصديق نشي، ځكه چې امريكې  په ۱۹۹۲ کال د مجاهدینو سره اوږدمهاله مرسته ودروله، خوخليلي په دې نظرؤچې دافغانستان په چاروكې دامريكېدحكومت لاس لرل گټوردي، د کلونو په تېرېدو سره هغه ما ته تکرارً ویل چې دامريكې حكومت به په افغانستان كې د پېښېدونکو پېښو له امله خپل رول بیا تازه کړي.

په ۱۹۹۶ كې مااوخليلي په هندوستان كې زموږ د لیدنې اوکابل ته د سفر لپاره نېټه وټاکله، ما د دغه ترتیباتو د نیولو لپاره له قرارگاه او د نوي ډهلي سره اړیکه ونیوه، او ما او خليلي هلته په کال ۱۹۹۶ د سپټمبر په وروستیو کې سره یو ځای شوؤ، زه پوهېدم چې مسعودبه دامريكې له دولت څخه د طالبانو په وړاندې دسياسي اومالي مرستې هيله وكړي، خوماخليلي ته وويل چې په امريكې كې څوك اوس مهال نه غواړي چې نوموړي موضوع مطرح کړي، خوداسامه اودهغه دملگروپه نیولو باندې دامريكې حكومت د بهرنیو چارو وزارت د څار لاندې انعامونه ايښي، كه دغه كاروشي دمسعودپه گټه به وي، كابل ته زه اوخليلي له هندوستان څخه يوځاى په یوازینۍ الوتکه اريانا بوینگ-۷۲۷ ا لوتكه كې راغلو، دغه یوازینۍ وسېله وه. الوتكه زړه وه او ښه ساتنه یې نه كېدله، او په مينځنۍ خانه کې یې یوازې دېرش چوکۍ درلودلې، د الوتکې وړاندېنۍ برخې په لورې ټولې سره غونډې شوې وې، د اصلي دهلیز باقي برخه د کارگو لپاره لکه لوی او واړه صندوقونه، لرگین کریټونه، او په نازکه بوجیو کې تړل شوي بکسونه ټول په منځنۍ برخه کې په غیر منظم ډول دلۍاو په یوه زاړه ترپال پټۍ باندې خوندي شوي وو، كله چې ماخليلي ته په دغه الوتكه كې دسفركولو د خطرپه اړه خبرې كولې، دهغه يوازېنۍ ځواب داؤچې گيري دومره اندېښنه مه كوه، دغه الوتكه تراوسه هرځاى ته خوندي سفر ترسره کوي او ځان یې په سیټ کې ارام کړ. زه هم چوپ شوم او قمربند مې وتړه.

پرته له ځینې عجيبه اوازونو او د اوسپنې د زگېرویو، تربگرامه مو سفر بې له کومې پېښې پای ته ورسوه.

بگرام هغه نظامي هوايي ډگردى چې له كابل څخه دېرش ميله واټن لري، دروسانواوله هغه څخه وروسته دنجيب دحكومت يومهم پوځي ډگرؤ.

په دغه ډگر باندې په تکرار ډول ډېرې جگړې شوي دي، په راکټونو، بمونو او په توپونو باندې لگېدلی، او اوار شوی دي، هوایي لیکه یې په داسې حال کې چې موږ د موټروان رارسېدلو ته انتظار ؤ، گونځې گونځې شوې وه. او په تېرو بهترو کلونو (د مسعود او رباني د نوي مرکزي ادارې څخه یې مراد دی. ژ) کې دغه ډگر باندې د بیا جوړونې هېڅ کار نه ؤ شوای.

مادارياناالوتكې مامورين ليدل چې په بې مهارته توگه يې بكسونه دمځكې پرمخ ښويول او ډگر ته یې د اوږدې شېبې لپاره کتل!

 په هغه لیکه چې موږ پرې ولاړ و، ژور غارونه شوي وو، او د الوتکو څو گراجونه وران او دېوالونه یې را لویدلي وو، دهوايي ډگر په څنډوكې پوځي الوتکې گډوډې په داسې حال کې چې ویجاړې، کباړ شوي او په ځاى پاتې وې، (دغوالوتكې په ۲۰۰۱ كال پورې وې او کله چې د متحده ايالاتو هوايي ځواک په هوايي ډگر کې د ټولو روسي الوتکو د بمباری پرېكړه وکړه، ژامې ماتوونكې گروپ ته یې یو څه مشکلات جوړ کړل.)

كله چې موږدبگرام په هوايي ډگركې منتظرؤ، دمسعوديوه اېم اې جې ۲۷ (1)چورلكه چې پوځي نسواري رنگ يې وركړى ؤ، او یو دانه دوه سوه پنځوس پاونډه بم یې درلود، پورته اودختيځ په لورې يې الوتنه پيل كړه، طالبانو ځواکونو د جلال اباد له لورې د کابل په خوا رانږدې كېدل، او همدارنگه د ښار په لویدیځ او سويلي برخه کې دفاعي کرښې یې هم تر فشار لاندې راوستلې وې.

فعلاً حالات په سیمه کې ښه وو خو د طالبانو ځواکونه ډاډه ښكارېدل او په کراره خو په تدریجي ډول یې پرمختگ کاوه په ځانگړي ډول د ختیځ له لورې، سروبى چې د کابل او جلال ابادد لویې لار په نیمايې کې دی، وړوکۍ ښار ؤ خو د همغه استقامت څخه یې ښار ته عمومي لاره كنټرولوله، د برښنا کوټ چې دکابل ښار ته برېښنا ورکوي په سروبي کې په همدغه لاره باندې د سیند په غاړه موقیعت لري، نوموړی بند د طالبانو لپاره مهم هدف ؤ او همدرنگه د جهاد پر مهال د مجاهدینو لپاره هم یو مهم هدف ؤ.

كابل ښارنږدې هره ورځ د پوره سپټمبر مياشت د طالبانو لخوا تر راكېټي بريدلاندې نيول كېده، خوخليلي وویل چې حالات خوندي دي، هغه وویل چې كابل لوى ښاردى، زه اوته كوم مهم هدف نه يو او بې له دې هم طالبان هدف نشي ويشتلاى، (زماگروپ په سپټمبر کې هم۲۰۰۱ كې همدا ډول بیانیې اورېدلې). له دغه ډاډ سره زه ارام شوم او د موټر چلوونكي د رارسېدلو په هیله انتظارشوم.

زموږموټروان ممتازهم راورسېد، موږ یې د خلیلي کور ته انتقال کړلو، اودمسعودسره ليدل هم نږدې وخت كې شوني ؤ.

په افغانستان كې هرڅه خپله همغږي لري، دكار د ترسره كولولپاره لیدنې او پلانونه ترسره كېږي، خو وخت ته ډېره كمه پاملرنه كېږي، فكرنه كوم چې هېڅ دوه افغانان چې له يواو بل سره وعده كوي ځانگړي وخت ته په كې پاملرنه وكړي، يوازې د ورځې كومه برخه دبېلگې په ډول (دسهارلخوايادماسپښين لخوا) سره یادوي، كله چې افغانان دكوم بهرني سره وخت ټاكي دوخت ټكى په كې ذكركېږي، د شېبې لپاره بهرنی خوشاله ساتي خو بیا وروسته هوکړه شوی وخت اصلاًً په پام کې نه نیول كېږي.

د کلونو په بهیر کې ما دغه حقیقت ته د (افغاني وخت) نوم ورکړ. او ما باور درلود چې د مسعود سره د لیدنې لپاره د ژر کلمې ذکر هم د همدغه کټگورۍ لاندې راځي.

دماسپښين نږدې څلوربجې به وي چې موږدخليلي كورته ورسېدو، وروسته دخليلي په كوركې وگرځېدو، دغه كورخليلي ته له خپل پلارڅخه ورپاتې ؤاوبيارغونې ته يې ډېره اړتيالرله.

موږدچاى له څښلو، وروسته انتظارشوو، دماښام په اووبجو خلیلي مزدورانو ډوډۍ، چې كباب، وريجې، پېروني اوخوندورخټكى په كې ؤ، راوړه او ومو خوړله. وروسته خلیلي خپل ځان د ورځني ژورنال په لیکلو بوخت کړ او مایې د لوستلو هڅه وکړله.

نيمه شپه يوناڅاپي خلک د حیرانیتا او ویرې په ډول ها دیخواه بوخت شول او موږ ته د مسعود سره د لیدنې لپاره امر وشو.

موږته دوه ټويوټه لنډكروزر راغلل يويې زمااوخليلي لپاره اودويم يې دهغوڅلورو، وسلوالوكسانولپاره ؤچې زه اوخليلي يې بدرگه كولو، موږيې موټرته ورټېله كړو، موټر دكابل په تورو كوڅوكې گړندي روان او په جمپونو ښکته او پورته غورځېده، د سړكونو د خرابۍ له امله په موټركې ښكته اوپورته كېدلو، خوله دې څخه زيات بد تر یې بياپه پاټكونوكې ؤ چې وسله وال اومجهزځوان مجاهدین سرتېري په كې ولاړؤ، يوسرتېری به يې د موټر ښيښې ته په داسې حال کې چې نورو به یې کلاشنکوفونه تیار نیولي وو، د شپې د پټې کلمې د تبادلې لپاره راغی.

دغو ساتونكيو د طالبانود همکارانو په لوی لاس د ورانکاری د ویرې له امله د شپې شېفر  ډېر جدي گاڼه، زه پوهېدم چې دغه قهرجنوافغانانوته به ډېركم شى ددې لامل شي چې په سړي ډزې پيل كړي.

د مسعود سره ليدنه له ویرې او بحرانه ډکه وه خوخليلي ډاډ راکړ چې مسعود د جهاد په کلونو کې د مجاهدینو سره د مرستې له امله د سي، ای، اې څخه منندویه دی، اود همغه اړیکو د بیا پیلولو لپاره هیله مند دی.

زه پوهېدم چې مسعود هغه حقیقت چې د متحده ايالاتو دولت د ۱۹۹۲ پر مهال مجاهدین پرېښول او بې له شکه له موږ سره په بیا اړیکو ټینگولو کې محتاط وي.

ماله احمدشاه مسعودسره ډېره كمه مرسته كولاى شوه، مادهېڅ مالي اويادامريكې دولت لخواد رسمي مرستې ژمنه نشوه كولاى، خو مسعود ته مې ډاډ وركولاى شوچې سي، ای، اې غواړي له ټلوالې سره په يوه هدف باندې په گډه کار وکړي هغه د اسامه بن لادن ختمول او د هغه عرب جنگیالي له افغانستان څخه شړل ؤ، دا هغه څه ؤ چې مسعود هم ورته تږی ؤ.

زماموخه داوه چې له مسعودسره د دويم ځل لپاره اړيكي ټينگې كړم، او د همکاریو په پایله کې مسعود ته د گټو لاسنوی ورکړم.

د هغې توانايي چې د مسعود ځواکونو د اسامه بن لادن په وړاندې لري په پام کې نه نیولو سره، دهغه نظامي ځواک ترټولومجهزه ؤ، د هغه حیثیت او اغېزه د هېواد په کچه ټولو سیموته غزېدلې وه، هغه کولای شول چې زموږ لپاره د یو شمېر پخوانیو قوماندانانو سره اړیکه ونیسي. که چېرې زه د سي، ای، اې سره مسعود همکاری ته په هڅولو کې ناکام شم، نو د نورو جهادي قوماندانانو سره به زموږ اړیكې په همغه اندازسختې کړي.

مسعود په يوه ډېره ارامه كوټه كې زموږانتظاركاوه، دغه ودانۍ داطرېش پخوانی سفارت واو اوس دمسعود او رباني دحكومت د مېلمستون په توگه كارول كېدله.

مسعودلكه معمولاٌ خړ لوېديځ ډوله خاكي پتلون، دغه ته ورته واسكټ او چترالي پكول درلودچې پكول به يې په مغرور ډول دسر په شاتنۍ برخه اېښوده، ده ډنگر بدن، زيتون ډوله پوستكي، نرى مخ اوکلوښته ږيره اوبريتونه لرل. شتون یې ځانته پام اړوه، كه څه هم هغه په چوكۍ كې تكيه کړې وه او ارام ناست و، زما پام یې ځان ته اړوه.

هغه له ماسره دستړې مشۍ له پاره له چوكۍ پاڅېد، دهغه لاس ښورول زماسره منظم ؤاونېغ يې زماسترگوته راكتل، محاوره مو په دري ژبه پیل کړه، سره له دې چې په ژبه نسبتا ښه پوهېدم خو په ځینو ځایونو کې را بندېدلم نو د دې لپاره خلیلي زموږ د ژباړن په توگه دنده اجرا کړله.

ما غوښتل چې په چټکۍ له مسعودسره اړيكې ټېنگې كړم. زه پوهېدم چې خليلي مسعود ته زماپه اړه په تېرو وختونو کې یادونه کړې وه اوهغه زه پېژندلم او د جهاد وخت کې زما په رول خبر ؤ.

ما غوښتل چې اوږدو رسمي خبرو پرځای چې په دغه ډول لیدنوکې معمول دي، لیدنه په شخصي خبرو پیل کړم. مامسعودته وويل چې په ۱۹۸۸ او۱۹۹۰ كلونوكې د هغه سره د اړیکې نیولو مسول افسر وم او له هغه سره مې د اسلام اباد څخه د ده د ورور احمد ضیا په واسطه اړیکه ټینگه کړله.

ما هغه ته د سي، ای، اې د هغې مرستې چې د دولت په پیل په لومړیو کلونو کې برابر کړې وه، او همدارنگه د هغې لویې یوځای مرستې چې په پنجشېر کې مو د بیا رغونې دپروژو د ترسره کولو لپاره ((لومړی مرسته وه چې د مجاهد قوماندان سره مو د جهاد په کلونو کې د بیا رغونې په موخه کړې وه)) مو د مسعود سره کړې وه، یادونه وکړه.

زه پوهېدم چې په ۱۹۹۲ کال کې د متحده ايالاتو لخوا د مجاهدینو د پرېښودلو موضوع به د لیدنې یو برخه وي خو ما هڅه وکړه چې د مبارزي په اوږدو کلونو کې د مسعود سره د سي، ای، اې د همکاری په اړخ باندې ټینگار وکړم.

مسعود له روسانواونجيب د کمونستي رژیم حكومت پروړاندې د جگړې پر تاریخ په واضح او بېل ډول وغږېده، هغه ټكي چې مسعودياد کړل اړين اوله ماناډك وو، نوموړى پرته له احساساتوغږېده او يوه حقیقي تاريخ ته يې لنډه كتنه وكړه، هغه دخپلوخبروپه اوږدوكې دمجاهدينوله برياليتوب وروسته دامريكې مرستې په بندولواو دمجاهدينو پر نوي حكومت منفي اغېزو باندې وغږېده.

د امريكې  دولت ددغه پرېكړې اوله گلبدين حكمتيار او نورو سخت دريزو سره د پاكستان مرسته په دغه هېوادكې دخپل منځي جگړو لامل شوه، كه څه هم دغه قوماندانان مات شول، خوهېواد اود مسعود قوماندانانو ته هم په ډېرلوړقيمت تمام شول، اوس پاكستان له طالبانوسره مالي اومادي مرسته كوي، مسعودوويل چې هغه له ايران څخه ډېركمه مرسته ترلاسه كوي اوهرهغه پوځي تجهيزات چې له روسيې څخه يې ترلاسه كوي دهغوى په مقابل كې نغدې پيسې وركوي، افغان دولت چې مشري يې درباني پرغاړه ده یو قانوني حکومت دی، ، كه چېرې امريكې اونورلوېديځ ملكونه مرسته ونه كړي د طالبانو په وړاندې جگړه که ناممکنه نه وي خو له ستونزو هم خالي نه ده. طالبان داسې ښکاري چې د هېواد زیاته برخه تر ولکې لاندې راولي.

دشپې ترناوخته سره ناست وو، ماهم پخپل وارسره د سي، ای، اې په همكارۍ ټينگاروكړ، دعرب او اسامه بن لادن پروړاندې دهغوى جنگ اوكاميابي به هغه ته د امريكې مرسته او مننه ترلاسه کړي. د بن لادن او د عرب په وړاندې بریا به نیغ په نیغه مسعود ته گټورې پایلې ولري ځکه چې عرب داوطلبه جنگیالي د مسعود سره په جگړه کې هر وخت د اغزيو په ډول وو.

ماهغه ته وويل چې دامريكې حكومت په افغانستان كې دلچسپي بيازياتوي اويوه ورځ به په واشنگټن کې لوړپوړي چارواكي په افغان چارو کې د بیا ښكېلیدلو باندې هوکړې ته ورسیږي.

له موږ سره د مسعود اوسنۍ مرسته به مسعود دمتحده ايالاتو په افغان چارو کې د بیا ښكېلیدلو پر مهال هغه د مرستې په لومړي کتار کې وي.

مسعود، ددغوهمكاريوپه پايله كې خپلې گټې پېژندلې اوده كوم تا وان په كې نه درلود، که چېرې په هغه ډول چې ما مشوره وکړله، عمل وشي، د گټو د زیاتوالي امکان ؤ. هغه د پوره همکاری د کولو وعده وکړله خودطالبانوپروړاندې يې دده دځواكونوپه شاتگ اوكونج ته كېدوله امله په اسامه پسې مستقيم تگ ناممكن وباله، زه هم دده ځواکونو د موقف په نظر کې نیولو سره دده له اندېښنوسره موافق شوم. زه او مسعود ددغې ستونزې دممكنه اواري لپاره دلارې دپيداكولو، دده په لاسنيوي له نوروقوماندانانوسره داړيكوپرټينگولواوددوى د هڅولو لپاره د مرستې په څرنگوالي سره وغږېدو.

موږ نږدې د سهارپه څلورو بجوخپله ناسته پاى ته ورسوله، اومسعودهم له سي، ای، اې سره داسامه بن لادن په اړه دهرډول مالوماتودترلاسه كولوژمنه وكړه.

مسعوداسامه خپل شخصي دښمن باله اوله اسامه سره عرب جنگيالي دده لپاره لوى خنډؤ، د مسعود لخوا به داسامه ختمول، طالبانوته په ماتې وركولوكې لومړنى گام وي.

له مسعودسره دغه ناسته ډېره اړينه وه، چې له مخې يې له شمالي ټلوالې اومسعودسره دراتلونكيو همكاريودروازه پرانستل شوه او مسعود په راتلونکي کې زما او سي، ای، اې له هر نماینده سره په کابل کې د لیدنې لپاره هوکړه وکړله. د راتلونکي لپاره یو مهم گام ؤ، زماگروپ (ژامې ماتوونكى) د دغې غونډې له برکته د ۲۰۰۱ كال دسپټمبرپه شپږوشتمه نېټه په پنجشېركې د شمالي ټلوالې له گرم او دوستانه هركلي سره مخامخ شو. (1)

له دغې ناستې څخه وروسته طالبانوپه سروبي كې دمسعوددفاعي كرښه له منځه يوړه اودمسعودكسانو د ښار د ویجاړیتا د مخنیوي لپاره پرته له مقاومت كرښه پرېښوده، چې وروسته كابل هم په لنډوخت كې دطالبانولخواونيول شو.

مسعودله كابل څخه لاړاو په شمال کې بگرام د هوايي اډې د یوې سترې برخې په گډون یې خپله لومړی کرښه جوړه کړه، دغه شمالي كرښه ۲۰۰۱ كال د سپټمبر پورې پرځاى وه.

له مسعودسره زماداعتبار، رسۍ په تېرپينځوكلونوكې نوره هم ځواكمنه شوه اودغه باورددې لامل شوچې دامريكې حكومت ته يې ستراتیژیک موقیعت او یو كلك سیمه ایزه ملگری وركړاودقيقاپه وړ وخت كې يې اجازه وركړه چې د طالبانو او القاعده پروړاندې خپل ځواكونه راوړاندې كړي او د جگړې پر ډگر یو ه گړندی، مهمه بریا ترلاسه او افغانستان د طالبانو له زورواکۍ څخه خلاص کړي.


(1)  ميگ 27 روسي جوړ الوتکې دي چې د روسانو له وخته په افغانستان کې پاتې دي. ژباړن

(1) د ليكوال دغه اعتراف څرگندوي چې د سپټمبر يوولسمې پېښه يوه ترتيب شوې سناريو وه. ژباړن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *