يوولسم څپركى
زموږ روسۍ جوړه چورلکه د انجمن پرکنډو د ۱۴۵۰۰ فوټه لوړه ارتفاع باندې د ختلو له امله په لړزه شوه، دانجومن كنډؤاودهندوكش غرونوله تېرېدو وروسته دپنجشېردره موقیعت لري.
سره له دې چې زموږ چورلکه د باتجربه پیلوټانو لخوا ښه رغول شوې وه، په دغه کنډو باندې الوتنې د چورلکې له حدودو تېری ؤ. زموږ بار دروند ؤ، څو زره پاونډه توكي مو د کارگو د برخې هر کونج او غار ته ور تخته کړي وو، پرته له دپیلوټانو او بک څخه، د مشر مېخانیک په گډون نهه مساپر وو چې ټولو یې د شخصي سامان درنه بکسونه له ځان سره لېږدول، د بار ترټول دروند شی، د لرگي هغه ستر صندوق ؤ چې زموږ ټوله وسله پکې ځاى په ځای وه. ترټولو مهم شی هغه ستره توره پلاستكي بوجۍ وه چې پيسې پکې وې او اوسپنیزه پټوره مې تر راتاو کړې وه، زما تر نظیر لاندې وه.
اکمالاتو، دولس کسان او د هغوی شخصي سامان، او اضافه تیلو په دغه ارتفاع کې پر چورلکه باندې د كچې زيات بار ؤ. زه د چورلکې په اوسپنیزه غولي باندې ناست او په خپل بکس باندې مې تكېه کړې وه، د چورلکې په وړاندیني دېوال او د ترپال چوكيو تر منځ بند ؤم.
د کوم سوري څخه راننوتونکې سخت ساړه باد په شا وهلم، جاکټ مې راټینگ کړ څو ځان د کنگل له تند باد څخه وژغورم. د گروپ نور شپږ غړي خو به يا د ترپال په چوكيو سره تنگ ناست وو یو يا خو به د توكو پر بنډل ناست وو، کريس د تيارو جوړو شويو خوړو ټيټ بنډل ته زما مخامخ تكېه کړې وه، هغه د كړكيو څخه بهر په واوره پټ شوي د غرونو سرونه کتل، هغه مخ راواړوه، د ښي لاس غټه گوته چې په دستکش پوښل شوې وه، پورته او په مخ یې موسکا خواره شوه، هغه نږدې دېرش کلن ؤچې سره لویه ږیره، زموږ په ډول درنې جامې، د پيک خولۍ او دستکش یې په لاسونو وو څو د ساړه سره ارتفاع د لوړیدلو پر مهال مبارزه وکړي.
الوتکه بيا په لړزه شوه او د څرخونو غږ د څو شېبو لپاره لوړ او تېره شو، بک چې دکرس تر څنگ ناست ؤ، وروکتل. هغه سپین غوږۍ په غوږونو وې او د پېلوټ ترڅنگ ځای کې ناست او په غور سره يې غوږ نيولی ؤ، څو شېبې وروسته هغه ټول گروپ ته ورکتل او په هوا کې یې د (U) ډول رسامي وکړله، ښی لاس یې پورته کړ، سېده یې یووړ، بیا ناڅاپي ښکته کړ، غټه گوته یې د ښه زيري په موخه پورته کړله. موږ د انجمن په کنډو اوښتي وؤ، دا يوازېنى ځای ؤ چې (ټول موسكي شول، موټي مو داسې لکه هو چې وايې پورته کړل) زه په ځان پوه شوم چې له ویرې مې ساه بند نیولې وه، ترمخې له خطره ډکه الوتنه پرته وه خو ناوړه برخه مو ترشا پرېښودل، د فلمونو په صحنو کې په مخالفت سره، په پوځي چورلکو کې د ډېر شور ماشور له امله خبرې اترې مشکلې دي، موږ ربړین غوږ خولپوټی چې گوشكيو ته ورته ؤ، د غږ د کمولو لپاره په غوږونو کې ايښې وې، تكېه مې څو لږ ارام وکړم او د حالاتو ته مې بیا کتنه پیل کړله، اوس مهال د سويل په لورې څلوېښت دقیقې الوتنه د چورلکې د كېناستلو هغه ډگر ته چې زموږ د کوربه، افغان شمالي ټلوالې لخوا کارول كېده، پاتې وه. له دې هاخوا موږ په هغه څه چې به ورسره مخامخ كېږو، لږ خبر ؤ.
د۲۰۰۱ كال دسپټمبرپه په نهمه نېټه مسعودپه پنجشېركې دځانمرگي بريدله امله دشمالي ټلوالې دبادشاهى له كړۍ څخه ليرې شو، د مسعود مړينې د شمالي ټلوالې پر رهبرۍ ډېرمنفي اغېزاچولى ؤ، موږ خبر و چې د مسعود د مړینې سمدستي وروسته د ټلوالې واکمن سره راټول كړي، او په شمال كې له ټولوقوماندانانوسره اړيكې ټينگې كړې وې څو هغوی ته دټلوالې د ثابت پاتې كېدو او د طالبانو په وړاندې د جگړې د دوام ډاډ ورکړي، خوموږدپاچاهی د زور د ویشل كېدلو پرڅرنگوالي او یا دا چې د ټلوالې په ننۍ دایره کې د واک د كنټرول لپاره مبارزې روانې وې، نه پوهېدلو.
زه پوهېدم چې زموږگروپ لپاره به ښه راغلاست دوستانه وي، خوهغه فکر چې څوك به عمومي مسؤل وي اودنوي رهبرغبرگون به څنگه وي، اندښمن کړم. زمااوږې وښورېدې اوريك ته مې مخ ورواړاوه، هغه ممتازته چې د شمالي ټلوالې سره زموږ اصلي اړیکه وه او ددوه افغانانو له جملې څخه ؤچې د دوشنبې څخه مود تیلو د بیا اچولو پر مهال له ځان سره را اخیستی وو.
ممتازهغه څوك ؤچې په ۱۹۹۶ كې يې له ما اوخليلي سره دلومړي ځل لپاره دبگرام په هوايي ډگركې ليدلي وو. ممتاز واضحً له همغه وخته تراوسه په همدغه نړۍ کې رالوی شوی ؤ،
هغه خپل غټ جاكټ کې ننوتلى ؤ، اوپخپل پنجشېري ډوله سپين او تور دسمال يې مخ پټ كړی و، او سترگې یې پټې وې. ريك زماغوږته رانږدې شوله یوه غوږ یې غوږۍ لیرې كړې او ويې ويل: زموږ انډیوال خویو څه ډار شوی دی!
ماريك ته وويل: بلې خو ملامتولی خو یې نه شې، هغه ددومره وخت لپاره له موږ سره ؤاوخداى خبرچې په پنجشېركې تركوزېدو، وروسته به څه ورباندې تېرېږي. ریک وویل چې هو زه هم دومره نه یم خوښ، ماوريك دواړوتكيه وكړه اوپه فكرونوكې ډوب شوو.
ممتازپه دوشنبه كې دشمالي ټلوالې مهم نماينده ؤ، چې دمسعودترټولوباوري ځوان افسرامرالله صالح سره يې كاركاوه سی، ای، اې له امرالله صالح او د هغه شمالي ټلوالې له کسانو سره په تېرو دووكلونوكې ثابتې اړيكې درلودې اوممتازچې اته ويشت كلن بااستعداده ځوان ؤپه انگليسي ژبه ښه پوهېده او یو څه روسي ژبه یې هم زده وه،
ممتازپه پنجشېركې پیدا شوى اولوى شوى ؤ، هغه د مسعود تر ټولو ډېر خوښ ؤ، د دوشنبه دنده ډېره مهمه وه او یوازې د مسعود باوري کسانو د دغه دندې مشري کولی شوه.
ممتاز وويل: دامرالله صالح په امربه دى زموږله گروپ سره ترهغوچې په افغانستان كې وي، يوځاى وي.
دويم افغان چې زموږله گروپ سره ؤ نصير نومېده، نصير د روسانو لخوا د پېلوټۍ لپاره تمرين شوى ؤ، هغه د كمونيستي رژيم له ماتېدو وروسته په ۱۹۹۲ كې له شمالي ټلوالې سره يوځاى شوى ؤ، نصيرپه ۱۹۸۹ كې د روسانوپه گټه پيلوټي كوله، او له هغه وروسته يې د نجيب الله كمونيستي رژيم په گټه د مسعود ځواكونو پر وړاندې اصلاً جگړه ایزې الوتنې كړې وې، كله چې د نجيب رژيم مات او هغه یې د سړك پرغاړه له ولاړې مټې څخه راځوړندشو، نصيرله بریالی شمالي ټلوالې سره يوځاى شو.
زموږ) لوېدېځوالو)لپاره دغه كار ښايي نا اشنا وښكاري، خوپه افغانستان كې د يو رژيم څخه بل رژیم ته خپل اړخ بدلول هیڅ نااشنا نه ده.
نصير اوسمهال د شمالي ټلوالې یوباوري تن ؤاوڅوځله يې مسعود ته هم الوتنې وركړيدي، نصير په دریمه چوکۍ کې زموږ د پيلوټانو ترمنځ ناست اوهغوى ته يې افغانستان ته د راننوتلو پر مهال په بهترموړونو باندې د الوتنې مشوره او پنجشېر ته له خطره ډکه موړونه او څنډې له هغوی سره څېړلې.
له دوشنبې څخه دالوتنې له مهاله يوساعت وروسته، نصيرڅوكسانوته چې دغونډۍ پرسريې دفاعي نقطه جوړولواشاره وكړه او ویې ویل چې هغوی د طالبانو ځواکونه دي.
كله چې ایډ چورلكه له هغوى څخه بلې خواته وگرځېده، نصير ورپورې وخندل او ويې ويل چې موږ ډېر تېزروان يواوپ دې سربېره دوى هدف هسې هم نشي ويشتلاى، اندېښنه مه كوه. که چېرې پر مځکه کسانو زموږ د چورلکې د کتلو لپاره وخت لرلى ښایي چې پر موږ یې شک پيدا وای ځکه چې چورلکې رنگ خړ ؤ او پنجشیر د رسېدلو سره سم مو د بدلولو پلان درلود.
بک زموږ دپاملرنې لپاره اشاره وكړه او ويې ويل چې د کوزېدولپاره یوازې لس دقیقې پاتې دي.
مېوري د کریس ترڅنگ ولاړ و او د کارگو ترڅنگ ارام ولاړ ؤ، هغه په دغه ډول کارونوکې پوخ ؤ، یو اغېزمن سړی، چې د شپږو فوټو څخه لوړ قد، پلنې اوږې او نرۍ ملا یې درلوده، لنډۍ شوې ږیره یې درلوده او توره بېسبال خولۍ یې په سر وه، جگړې ته د تگ پر مهال د ده په څېر کس ته اړتيا وي. چورلکې د بارولو وروسته، ډاکټر د بار د انبار څخه پنا و، هغه ډنگر، ځواکمن چې سپین ویښتان یې درلودل، له ارزښته کم گڼل یې اسان ؤ(خاکساره خوی یې درلود. ژ). پرته له پوځي تجربې او د سي، ای، اې سره د ډېرو کلونو د ځانگړو عملیاتو د تجربې څخه هغه په سايكلاژيكي عملیاتو ډېر ښه پوهېده.
د هغه سره د تېرو څو ورځو د یو ځای کارکولو پر مهال علاوه نامتووالي او ځیرکتیتا(د هارورډ پوهنتون څخه یې ماسټري کړې وه:لیکوال) هغه په ډېر ښه فزیكي حالت كې ؤ، او داسې لکه تبر تېره(ځواکمن) ؤ.
پاپي د بک تر څنگ ناست و او د هغه مخابرې سره چې د ترپال چوکې لاندې تړل شوې وه، بوخت ؤ. هغه پينځه فوته او لس اینچې لوړ چې تور گورگوتي ویښتان چې سپین پکې لگېدلي ؤ، درلودل. زه د پاپي څخه اغېزمن شوم، هغه په ساحه کې تجربه درلوده چې د کار ظرفیت یې ډېر لوړ ؤ. د هغه ښه وجدان ډېر اغېزمن ؤ، او ده او ریک خو لا له وړاندې د مارک برادرز(د فلم نوم. ژ) په اړوند خبرې اترې پیل کړې وې. بک زموږ د پاملرنې لپاره په ناڅاپي ډول اشارې وكړې. هغه دواړه لاسونو پورته او ټولې گوتې یې ودرولې، کوزیدلو ته لس دقیقې پاتې وې، زموږ نږدې پينځه ساعته سفر تقریبا په ختمېدلو ؤ، درې ته په ورکوزیدلو سره په فشار کې ثابت بدلون راته او مازغه مې په ځای شول، د چورلکې دننه حرارت ورو پورته كېده او موږ هم گرمېدلو. د کریس تر شا غرونه نور په واورو نه و پټ بلکه نصوراي رنگه او ډبرین وو، د سترگو تر شا په سر مې تیزه سر دردي هم شروع شوله، ډاكټرهم ویلي ؤ چې د انجمن غرونو پرسريوساعت سفرښايي داكسجن دكموالي له امله سردردي، داوبوكمېدنه اوستړيارامنځته كړي. ما گډوډ باور درلود چې ښايي درې واړه علایم په ما کې پاتې شي، بدبختانه چې ما رښیتنى اټکل کړی ؤ. (لیکوال دلته په پنجشېر کې د ورپېښې ناروغی یادونه کوي. ژ)
د بک له دغې اشارې سره موږټولوځانونه وښورول، بكسونه موټينگ كړل اودسمالونه موله ځانونوتاؤكړل. ددغه ماموریت د پلان کولو اوږدې ورځې اوس پای ته رسېدلې وې او کوزیدلو ته یوازې څو دقیقې پاتې وې،. ماله ځانه سره فكروكړچې (په افغانستان کې دمسعودشمالي ټلواله يوازېنۍ ساتندويه ځواك دى، چې دغه لس امريكني گروپ ساتنه به كوي، كه چېرې كوم څه پېښ هم شي نوزموږيوازېنۍ هيله دغه چورلكه ده او ترټولو نږدې امريكني مرکز په ازبکستان کې ؤ چې د مشکل په وخت مرستې کولو څخه ډېر لیرې وو اوكه هغه امرکايې ځواکونو رارسدلای هم شوای، هغوی د غبرگون ښودلو لپاره اجازه هم نه درلودله. چورلکه په هوا کې ودرېدله او د مځکې څخه یوازې یوه اینچه لیري وه، ساعت ته مې وروکتل، د ماسپين ۰۲:۴۰ دقیقې وې.
بک د چورلکې په دروازه کې د خوځښت د څارلو لپاره ولاړ و، هغه په داسې حال کې چې چورلکه وښورېدله، راوگرځېد. چورلکې لږه جيټکه وخوړله خو بیا ثابت شو، بک موسکۍ شو، بیا یې لاس پورته اوغټه گوته سیخه کړله، موږ ښکته شوي وؤ!
بک دروازه خلاصه کړله او اوسپنزه زینې یې برابرې كړې، د چورلکې څرخونو نصواري رنگه دوړې پارولې، بک کوز شو په خولۍ یې لاس نیولی و او د چورلکې د مخ په لورې ورغى څو د مصونیت لپاره یې معاینه کړي. بیا پیلوټانو د هغه په اشاره د چورلکې ماشین بند کړ، موږ ټول ولاړ و او د وړو كړكيو څخه مو بهر ته کتل څو روان حالت وگورو. چورلکې څرخونه هم په کراره شول. مېوري له ټول لومړی وتلو ته ځان ټیله کاوه او غوښتل یې چې د گروپ په منځ گې هغه لومړنۍ امريكې يي وي چې پر مځکه یې پښه لگېدلي وي. ما او ریک یو او بل ته وکتل او په مسلسل ډول مو وخندل. زه د مېوري په څار په احتیاط سره ولاړم، د الوتنې څخه مې لنگي لړزېدل.
تېز لمر مې سترگې وبرېښوولې، اسمان ډېر شين اوهوا نرمه وه. نصواري رنگه مځکې ته مې ورټوپ کړ او څو گامه لیرې ولاړم څو د گروپ نور غړو ته لار خلاصه کړم.
ممتازهم له ما وروسته راكوزشو، ممتازهغه افغاني گروپ ته چې دچورلكې په څرخونوڅخه يوڅوگامه ليرې ولاړؤ دستړي مشي لپاره ورغى، كله چې موږځانونه وڅنډول يوه ډله افغانان چې ټول وارخطا وو له موږ څخه د ستړي مشي په لپاره راتاو وو، اوس دوه بجې او څلوېښت دقیقې او د ۲۰۰۱ كال د سپټمبر شپږويشتمه نېټه وه او موږ ښکته په شمال ختیځه افغانستان د پنجشېر په دره کې ؤ.