انگريز -افغان پاليسي چى دوه سوه كاله پخوا افغانانو مقابل كى جوړه كړه تر اوسه يو افغان ته قبول وړ نوه. او نتيجي يي د ډيورند خيالي كرښه مينځ ته راوسته. نن امريكه هم د انگريز دوه سوه كلنه پروژه بيرته را احيا كوي.
دوه سوه كاله پخوا يي. مسودو او افريدو ته سلاح وركوله. چى ورځئ أمير مو كافر شوى او ورسره جهاد وكړئ.
نن د هماغى پروژى د پلى كولو او احيا پخاطر يو عده كسانو، ناخدا گاه سلاح راخيستي او مركز ته گواخونه كوي.
ځكه كه دوئ نوي، تور مخئ به ولى په توره شپه لكه غل زما ديار ته راځي. خو تور مخى بايد دا توره دسيسه همداسى روانه ساتي، تر څو خپلو اوږدمهالو موخو ته په ارزانه ليار ورسي.
أمير دوست محمد خان ، كرزي ته په پرتله هغه وختوكى ددى حالاتو نه هم ډير د فشار لاندى وو. د يو خوا روسيه، او بلى خوا ته برتانوي هند دحلقومه نيولى وو.
د هغه سربيره د مسودو او افريدو داخلي سرطان د جهاد په نوم د أمير مقابله كى جنگيدل. او أمير يي د ډيورند كرښى ته مؤقتا مجبور كړ.
مگر برتانوي هند چى مكمل اشغال وو، هلته ورته د جهاد اجازه خو څه كړى، كوم ملا به چى د انگريز خلاف خبرى هم وكرى نو همدى پنجابيانو به رأسان به يي دار ته خيژوه. نو جهاد خاص د أمير مقابله كى روا او فرض وو.
هلته هند كى انگريز قاديانيان پيدا كړل. د قاديانيانو پيغمبر هند كى فتوا صادره كړه. چى انگريز زمونږ كومك ته راغلى، او ددوئ مقابله كى جهاد حرام قطعي ده. خو هماغه قادياني پيغمر بيا د افغان أمير مقابله كى جهاد، جهاد اكبر باله. خلكو د صحيح او غلط ملا لكه نن توپير نشو كولاى او غوږ يي ورته نيوه.
اوس د هماغى قصى تكرار په نوى بڼه روان دى. خو د رامبيل او چامبيل زامن به پكى مري. تر هغه به مري چى دا د رامبيل او چامبيل ځامن د توپك پرځاى قلم لاس كى ونه نيسي. په تاريخ پوه، او ملك سره غداري لپاره د انگريز د پټو پروژو د استعمال ښكار نشي.