که څه هم د امريکا له متحده ايالاتو سره د افغانستان اړيکې تر هر څه ډېرې مهمې دي، خو که چېرته په راتلونکي کې امريکا د افغانانو پر وړاندې داسې عمل تر سره کړي چې د خلکو اذهان مغشوشوي او يا يې افغاني خاورې ته زيان رسيږي نو ايا د حکومت په رأس کې به داسې څوک ولرو چې پر وړاندې يې بې له کومې وېرې غبرګون وښيئ ؟

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د تېرې يکشنبې په شپه افغانستان ته راغی او له خبرو يې داسې معلوميدل چې ښايي د همدې کال تر پايه پورې خپل پوځيان له افغانستانه اوباسي. او له ډېرو څرګندونو يې دا هم ډاګيزه کيده چې افغان سرتيري تش په نامه سرتيري دي. خو پوښتنه دا راپيدا کيږي چې د راتلونکي دويم دور ټاکنو په لړ کې که چېرته هر نوماند بريالی کيږي، او له هغې وروسته احتمالاُ امريکا خپل پوځيان له افغاني خاورې اوباسي نو نوی حکومت به څومره بريالی شي چې په مخ کې يې د پرتو ننګونو مخه ډب کړي.او يا هم دغې برخې ته کوم پلان يا پروګرام لري کنه؟

مونږ اوس ولسمشرۍ ته دوه مخکښ نوماندان لرو چې يو يې ډاګټر عبدالله عبدالله او بل يې ډاکټر اشرف غني احمدزی دی. که د دواړو تيرو پنځو يا څلورو کلونو سياسي بهير ته ځير شو نو د امريکا پر وړاندې پاليسۍ کې يې خورا توپير ليدل کيږي.

په تېرو څو کلونو کې چې کله هم ولسمشر حامد کرزي د امريکا پر وړاندې کومه جدي خبره يا عمل ښکاره کړی، نو ډاکټر عبدالله يې دغه چاره په يو نه يو ډول غندلې ده. همدارنګه نوموړي تل د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې د جګړې تکتيک ګټور بللی او د سولې له خبرو څخه يې ملاتړ نه دی ښودلی. چې دا هم د امريکا سره په نظر کې ورته والی ښئ.

نو که چېرته داسې کس واک ته رسيږي چې د امریکا د تاثير لاندې وي او هرې خبرې ته يې د هو لپاره سر خوځوي، ګمان نه کيږي چې د نوموړي هېواد پر وړاندې د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره کوم اقدام وکړي.

خو بل لور ته ډاکټر اشرف غني دی چې څلور کاله وړاندې يې د بارک اوباما په هغه ستراتيژۍ باندې نيوکه وکړه چې د افغانستان لپاره يې برابره کړې وه. ډاکټر غني ويلي وو چې : ((افغانستان ته د ځواکونو استول په خپل ذات کې د شخړې حل ته سم ځواب ندی.)) همدارنګه نوموړي د دولت له وسلوالو مخالفينو سره تل د سولې خبره کړې ده.

په همدې حال کې يوه بله انديښمنونکې موضوع دا ده چې که چېرته له ټاکنو وروسته امریکا خپل ټول سرتيري له افغانستان څخه اوباسي نو د ولسمشرۍ دواړه نوماندان دغسې حالت ته څه چمتوالي لري؟

هغه نوماند چې بې له امريکا نه افغان دولت تش په نوم دولت بولي نو که چېرته د برياليتوب وروسته يې امريکا يوازې پريږدي نو نه يوازې په رواني ډول به لويي اغېز پرې وکړي بلکې ټول ولس به ورسره اغېزمن شي. او ښايي چې د حکومت دوره يې تر ډېر وخته دوام هم ونکړي .ځکه دغسې حالت ته چمتوالي ندی نيول شوی.او ټوله تکيه يوازې په بهرنيانو اچول شوې ده. خو هغه نوماند چې تل يې په خپلو پښو د درېدلو خبره کړې وي، ټولې هغه چارې يې غندلې وي چې د نورو په مرسته تر سره شوې وي او د خپلواکۍ خوبونه يې ليدلي وي ، نو هېڅکله به هم له زوال سره مخ نه شي او د ولس ټول ارمانونه به ورسره پوره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *