دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې چهارشنبې ورځې د غونډې د کره کتنې  لپاره دشاعرې او لیکوالې مینا نظري لیکنه غوره شوی ده.

په دې لیکنه لیکواله آغلې پاکیزه ارزو لیکلی نقد اوروي.

  دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې په کتاب ښار کې د میرمن بهیر د غونډو په تالار کې جوړیږي.

دا رازپه غونډه کې آزاده مشاعر هم کیږي .

لنډه کیسه:

ولې؟

 سهاروختي دکوټی الماری ته ولاړوو په ځیرځیریي ورته کتل خپلی وړې ژورېسترګې به یي کله کش اوکله به یي ورته تتې کړي بیابه یی سر وخوځوو اوله ځان سره به لګیا شو زماله اوله ورته پام وو نژدی ورغلم ورنه می وپوښتل څه ته داسی حیران یی او ورباندی افسوس کوي ؟ هغه یو ځل ما ته وکتل اوبیرته المارۍ ته ځیر شو راته یی وویل دا ستادي؟ هو زما دی داستاینلیکونه دښوونځی اداری راکړي.زماله خبری سره یی ځیره بدله شوه اوپه بیړه یی رانه وپوښتل دا میډال ؟ په حیوانۍ می ځواب ورکړو داهم زما دي دښوونځی فرهنګی کمیټی….. هغه دافسوس نه په ډکه لهجه زما خبره غوڅه کړه ویویل: ای کاش چې نجلۍ نه وی !

مینا نظري

په غونډه کې به د میرمن بهیر غړې لیکواله او شاعره آغلې شفیقه خپلوک د وینا هنر په اړه لکچر وړاندې کوي.

په درنښت

د میرمن بهیر دارالانشآ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *