راپور: جاوید سمسور- په ډېرو لبنیاتو پلورنځیو کي د مستو د شاربلو او شلومبو جوړولو لپاره اوس مهال د کالو مینځلو له ماشين څخه کار اخیستل کېږي، چي دې کار نه یوازي چي د وخت ضایع کېدو مخه نیولې بلکې ډېرې ګټي یې لبنیات پلورونکو ته رسولي.

ګل احمد د جامومينځلو په ماشين کې په دېرش دقيقو کي له پنځه څلوېښت کېلو ګرامه مستوڅخه څلور کېلو ګرامه کوچي ترلاسه کوي. هغه په دې اړه وايي: ((پخوا دومره شلومبې او کوچي موږ په څلور ساعته وخت کي هم نه سوای تر لاسه کولای، کله چي تولید هر څومره ډېر سي ډېر پلور هم لري.))

لبنیان پلورونکي وایي، مخکې يې له لاسي ماشینونو څخه کار اخیستی چي هغه هم ډېره ستړیا لرل او هم یې ډېر وخت نیوی خو اوس د دغه نوي ماشين په استعمال سره غوړي، چکیده، شلومبې، کورت او دغه ډول نور تولیدات په ډېر لږ وخت کي لاسته راوړلای سي.

د لبنیاتو یو پلورونکی محمد امین په دې اړه وايي: ((لاسي ماشینونو به پر لاسو هم را درد کړل او مستې به هم ډېرې نه شلومبې کېدلې مجبور وو چي دوه یا درې ماشینونه په کار واچوو چې همدومره کسانو ته یې هم اړتیا لرل.))

1د ی وايي، که څه هم دغه ماشینونه برېښنا ته اړتیا لري خو دوی له کوچني جنراتور څخه کار اخلي چي لګښت يې تر هغه ډېر لږ دی چي خلک یې په کار اچولي وو.

زمریالی چې له دغه ماشین څخه کار اخلي وايي، چکیده چي ډېر پلور لري پخوا به ډېره کمه جوړېدل خو اوس د ډېرو شلومبو په تولید سره چکیده هم ډېره جوړیږي.

((چکیده دلته ډېر پیرودونکي لري خو پخوا ډېره نه تولیدېدل ځکه شلومبې کمې وي خو اوس چي هر څومره خلک وغواړي هغومره سته.))

دی وايي، په ورځ کې شاوخوا شپږ منه چکیده او تر دوه کیلو ګرامه پوري کوچي پلوري.

بل خوا لبنیات پلورونکي وايي، که د دې امکانات برابر سي چي دوی خپل تولیدات په معیاري ډول پېک کړي د بهرنیو پر ځای به کورني تولیدات ډېر پلور ولري.

د کندهار د کرني او مالدراۍ ریاست د وېترنرۍ څانګې مشر ډاکټر محمد ظاهر وايي، په دې اړه یې وزارت ته پشنهادونه کړي تر څو دلته داسي فابریکه جوړه کړي چي کورني تولیدات پکې پروسیس سي خو تر اوسه لا هم هغوی په دې اړه څه نه دي ورته ویلي

((موږ مرکز ته پشنهادونه کړي دي خو تر اوسه نه کوم اقدام سوی او نه هم کوم پلان سته.))

د کالو مینځلو له ماشین څخه مخکې هم برقي ماشینونه وه چې مستې به یې شلومبې کولې خو هغه دومره وړتیا نه لرل چي ډېرې مستې په یوه نوبت سره شلومبې کړي چي هغه اوس نه کارول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *