د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د مڼې ګل دودیزه مشاعره د هېواد د بېلابېلو ولایتونو شاعرانو،لیکولانو،ځوانانو،قومي مشرانو،د ولسي جرګې استازو او ګڼ شمېر نورو مخورو په ګډون نن ( پنجشنبه) ترسره شوه .

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل دغه مشاعرې او فرهنګي غونډې دخورا ارزښت وړ دي چې له امله یې همدغه ملي شاعران کولای شي چې ولسونو ته دسولې، فکرجوړونې او 1دهېواد جوړونې الهام ورکړي، ن

هغه همدا راز د مشاعرې ګډونوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ترسره کړیو کارونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه د ټولو ترسره کړیو  کارونو ترڅنګ میدان وردګ له دریمې څخه دویمې درجې ته د ارتقا،په دغه ولایت کې د پوهنتون بنسټ ډبره کېښودل،صنعتتي پارک د جوړېدو چارو پیل کیدل له هغو  پروژو څخه دي،چې د دې ولایت ولسونو ته تل پاتې دي .

نوموړی همدا راز د مڼې په اړه وویل: (( میدان وردګ په رښتنی ډول د مڼو له پلوه زیات تولیدونکی ولایت دی او د دغه ولایت زیات شمیر وګړې هم خپله ورځني ضرورتونه د مڼو د کاروبار له امله پوره کوي .

1د هغه په وینا یو مهال د میدان وردګو مڼې بې ارزښته پلورل کیدلې،چې د مڼو بڼ لرونکو لپاره یوه ستره ستونزه وه،خو اوس مهال یې په دغه ولایت کې د مڼو ساتلو په موخه د سړو خونو چارې ترسره کړې،چې دغه کار به د مڼو په بڼ لرونکو مثبته اغیره وکړي.

همدا راز د دغه مشاعرې په پیل کې د اطلاعاتو اوفرهنګ او پوهنې وزیرانو پیغامونو ترڅنګ نور ګڼ شمېر پيغامونه هم د مشاعرې برخوالو ته وړاندې شول ،چې د دواړو وزيرانو  د پيغام په يوه برخه کې د مشاعرې د جوړولو دارزښت په اړه خبرې شوې وې  او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې يې  مشاعرې او د ځوانانو کلتوري هڅې د ټولنې  ویښتابه په لور د ګړندي يون نښې بلل شوې وې  او په ځوانانو يې غږ وکړ چې لا هم سره يو موټی د خپل روښانه راتلونکي په لور ګامونه پورته کړي.

همدارنګه د هېواد څخه  د راغلو شاعرانو لخوا د مڼې ګل مشاعرې په ویاړ او ټولو په یوه خوله په هېواد کې دتل پاتې سولې او شته بدبختیو دمخنوي په اړه په زړه پورې شعرونه او عزلونه ولوستل،چې د ګډونوالو لخوا په چکچکو بدرګه شول.

د یادې مشاعرې په ترڅ کې،چې سلګونه کسانو په کې ګډون کړی وو،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې د کال غوره لیکوالانو محمد حکیم بشارت،ګل رحمان رحماني،عبدالحلیم همت او ننګ یار نااشنا ته د میدان وردګو ولایت مقام لخوا برابرې شوې ډالۍ او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د مشاعرې په پای کې په راغلو ټولو میلمنو او شاعرانو باندې دولایت مقام

او اطلاعاتو او کلتور رياست لخوا د میلمه پالنۍ دود پراساس  په شاعرانو او لیکوالو باندې ستاينليکونه او برابرې شوې تحفې او ډالۍ و ویشل شوې.

دیادولو وړ ده چې ديارلسمه  مڼې ګل مشاعره به په نژدې راتلوونکي کې د میدان وردګو ولایت مقام لخوا په  کتابي بڼه چاپ شي.

دا په داسې حال کې ده،چې د پنجشنبې په شپه په دغه ولایت کې د ګڼ شمېر شاعرانو،لیکوالانو،هنرمندانو او نورو له لورې د غزل شپې مشاعرې هم ترسره شوه.

په درنښت

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *