د يارلسمه مڼې ګل دودیزه مشاعره د میدان وردګو په ولايت کې د غبرګولي په اتمه نېټه دسلګونو شاعرانو، ليکوالانو د ادب مينوالو، عامو ولسونو او چارواکو په ګډون په چکچو اوخوښيو ولمانځل شوه.
په دغه مشاعره کې دګڼو شاعرانو لخوا سوله ايز شعرونه وويل شول.
پر مڼې ګل مشاعرې سربېره د جوزا ( غبرګولي) د اتمې نيټې په شپه په مرکز میدانښآر کې په جلا ډول ( دغزل شپه) هم د هېواد دبېلابېلو ولایتونو
څخه د راغلوځوانو شاعرانو،لیکوالانو او ادیبانو په ګډون جوړه شوې وه چې د شپې تر ٢ بجو پورې يې دوام درلود. په دواړو ادبي غونډو ( مڼې ګل مشاعره ، غزل شپه) کې
په سلګونو شاعرانو خپل تاوده احساسات د شعر په ژبه وړاندې کړل،چې داوریدونکو لخوا په تودو چکچکو بدرګه شول .
د پنچشنبې دمڼې ګل ديارلسمه ورځنۍ مشاعره کې د ميدان وردګو د والي
عبدالمجيد خوګياڼي اوګڼو شاعرانو سربېره دتکړه لیکوالانو،د ولسي جرګې او
ولايتې شورا د غړو،دمدني ټولنو دغړو،قومي مشرانو، دپوهنتون استادانو او
دمڼې ګل په سل ګونه مینه والو برخه واخیسته چې د سهار له اتو بجو څخه يې تر ماسپښين پورې دوام درلود.
دميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي ميلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ
وويل دغه مشاعرې او فرهنګي غونډې دخورا ارزښت وړ دي چې له امله یې همدغه
ملي شاعران کولای شي چې ولسونو ته دسولې، فکرجوړونې او دهېواد جوړونې
الهام ورکړي، نوموړي زیاته کړه چې تیرو جګړو ترهرچازیات په لیکوال او
شاعر اغیزې کړې او په همدې موخه دشاعر او لیکوال نقش او مسولیت هم دنورو
وګړو په پرتله زیات دی.
ورپسې د ميدان وردګو د اطلاعتو او کلتور رييس اورنګ مختارد اطلاعاتو او
کلتور د وزير سیدمخدوم رهین او د پوهنې وزارت مرستیال ګل آغا احمدي د
پوهنې د وزير فاروق وردګ پيغامونه ولوستل چې د دواړو وزيرانو د پيغام په
يوه برخه کې د مشاعرې د جوړولو دارزښت په اړه خبرې شوې وې او د
افغانستان په ګوټ ګوټ کې يې مشاعرې او د ځوانانو کلتوري هڅې د ټولنې د
ویښتابه په لور د ګړندي يون نښې بلل شوې وې او په ځوانانو يې غږ وکړ چې
لا هم سره يو موټی د خپل روښانه راتلونکي په لور ګامونه پورته کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس له شاعرانو او ګډونوالو مننه وکړه چې په دومره شور او زوږ يې په پوره مينه له دوى سره په دې مشاعره کې ګډون کړى.
همدارنګه د هېواد څخه دراغلو شاعرانو لخوا د مڼې ګل مشاعرې په ویاړ او
ټولو په یوه خوله په هېواد کې دتل پاتې سولې او شته بدبختیو دمخنوي په
اړه په زړه پورې سولييزشعرونه او مست عزلونه ولوستل او د ګډونوالو لخوا په چکچکو
بدرګه شول.
د مشاعرې په پای کې په راغلو ټولو میلمنو او شاعرانو باندې دولایت مقام
او اطلاعاتو او کلتور رياست لخوا د میلمه پالنۍ دود پراساس
ستاينليکونه او برابرې شوې ډالۍ و ویشل شوې.
دیادولو وړ ده چې ديارلسمه مڼې ګل مشاعره به په نژدې راتلوونکي کې د وردګو او ميدان ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست لخوا په کتابي بڼه چاپ شي.
مڼې ګل ١٣ کاله وړاندې د دې ولايت په چک ولسوالۍ کې جوړه شوه چې هر کال په کې د وردګو او ټول هېواد شاعران د دې ولايت د خوندورو مڼو په درنښت شعرونه او غزلونه وايي چې د دې ولايت د شاعرانو دلوړ کرنيز ، سوله ييز او علمي کلتور ښکارندوىي کوي.