ذاکر جلالي

د می میاشت ۲۹نېټه د پښتو ژبې نړیواله ورځ ګڼل کېږي. زه نه پوهېږم، چې د دې ورځې د نومونې لامل به څه وي؛ خو ښه دا ده، چې هر لیکوال ته د خپلې ژبې په تړاو د خواله یوه ښه پلمه په لاس ورځي. پښتو زموږ ژبه ده. چا چې ماشومتوب کې، په کومه ژبه له نړۍ سره اړیکه جوړه کړې وي، طبیعي ده، چې مینه به ورسره لري. زما د مور ژبه دري ده؛ اکثراً راسره دري ژبي ملګري ټوکې کوي، چې ستا «مورنۍ ژبه» دري ده. دلته فکر کوم، له «مورنۍ» هدف دا نه ده، چې د مور ژبه دې وي. ما چېرته لوستي و، چې «مورنۍ ژبه هغه ژبه ده، چې انسان پرې چورت وهي».

دا چورت وهل، یا کوم فکر کول هم ژبې ته اړتیا لري؛ ځکه ته په چورت کې له ځان سره غږېږي او چې په کومه ژبه چې له ځان سره غږېږې، دا دې «مورنۍ ژبه» شوه.

پښتو چې پښتنو څومره یاده کړې، څومره چې پکې د شعار شیمه ده، هغومره ورته د شعوري خدمت برخه خواره پاتې شوې. هغومره پښتو له کتاب و دیوانه لرې ده. په هماغه کچه پښتانه نه شي کولای یو چاته په خپله ژبه لیک واستوي، پرې لیکل وکړي، فېسبوک کې پرې څه ولیکي، چېټ پرې وکړي. دا راته ډېره په زړه پورې وي، چې مخامخ راسره پښتو وايي؛ خو فېسبوک کې بیا راسره دري ګړېږي. دا سپيناوی مې ډېر کړی، شاید نور بې اړتیا وي، چې دري سره دښمني نه لرم، دري مې هم خپله ده، راته ګرانه او درنه ده؛ خو پښتو سره هم مینه لرم او د پراختیا او ودې ارمانجن یې یم. په خوله به ډېر د پښتو د ودې سرینده غږوي؛ خو په عمل کې بیا چې بازار ته هم ځي، نو د توکو لړ (لېست) يې په بله ژبه لیکلی وي. نه یوازې لیکل، بلکې مخامخ به دوه پښتانه، یو بل ښه پېژني؛ خو پښتو به نه ګړېږي. په بله ژبه په خبرو کولو ځان ورته نه پوهېږم لوستی ښکاري او که روڼ اندی، دغسې یو ځوروونکی ذهنیت هم له بده مرغه خور دی.

د دغو ناخوالو ځواب په دې نه کېږي، چې نیوکه وکړو. موږ اکثر نیوکه کړې ده، ولې پښتو نه وايې؟ ولې يې نه لیکې؟ ولې يې نه لولې؟! د دې ستونزې حل دغه وړ له ولولو او غوسې سره ملې پوښتنې نه دي. دا د حل لار نه ده. کنه موږ کلونه همداسې وکړل، هېڅ ګټه يې ونه کړه. ځکه نو نن ښايي پر یوې بلې لارې غور وکړو، د یوې نوې لارې تکل وکړو او یوه نوې هڅه وکړو.

ژبه هغه مهال ژوندۍ پاتېږي، چې خپله غني وي او اقتصادي ګټې ولري. که خبره یوازې د اقتصادي ګټې وي، نو نن سبا شاید د انګلیسي په کچه بله ژبه اقتصادي ګټه ونه لري؛ خو خلک فارسي، عربي، اردو، ترکي، جرمني او دغسې نورې ژبې زده کوي. شاید د زده کړې یوازینی لامل یې اقتصادي محرک نه وي. د دغو ژبو خپلې غنا خلک اړوېستي دي، چې دغه ژبې زده کړي، سم یې زده کړي، له ټولو اصولو او ګرامري قواعدو سره یې زده کوي.

د ژبې د زده کړې بل محرک اقتصادي اړخ دی. که یوه ژبه چاته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي، هر څوک یې د زده کړې هڅه کوي. نن یې انګلیسي ښه مثال دی. د انګليسي د دومره خورېدو یو عمده لامل دا دی، چې په دندو کې د دې ژبې زده کړه ټاکوونکی رول لري. یا مثلاً ډېر چینایان هر کال نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد ته د عربي ژبې د زده کړې لپاره راتلل؛ ځکه د دوی هېواد ته د عربي سوداګرو تګ راتګ هلته د عربې ژباړې اړتیا زیاته کړې وه؛ نو ډېرو ځوانانو په کړکيچو عربۍ هم کولای شوای چې هلته په چین کې د ښه عاید خاوندان شي.

پښتو بیا غنا کې بېخي ډېر کمه ده؛ خو اقتصادي اړخ یې اوس اوس د خلکو پام ځان ته اړولی. د پښتو اړتیا په تېره د ژورنالیزم برخه کې ډېره محسوسه ده. دا راته په زړه پورې وه، چې د پښتو زده کړې خبرتیاوې د کابل په سړکونو کې وینم. دا ښيي، چې افغانستان غوندې هېواد کې ژورنالیست ته له پښتو پرته کار له ستونزو خالی نه وي. دغسې اقتصادي عاید چې د یوې ژبې زده کړې پورې تړلی وي، بیا یې نو مینه‌وال طبیعي ده چې ډېرېږي.

پښتو او لوړې زده کړې

زه تل له ځان سره په یوه بحث اخته یم، چې پښتو به د دې جوګه شي، چې د پوهنتون د ټولو تخصصونو ژبه يې کړو؟ په دې اړه خپل فکر د دې ورځې په مناسبت له تاسو سره شریکوم. زه کومه علمي او پر پخو دلایلو ولاړه ادعا نه کوم، بلکې دا زما د خیال پایله ده.

که پښتو د پوهنتون او لوړو زده کړو ژبه شي، دا خو بې له شکه چې د پښتو په ودې او پراختیا کې ډېر مهم اغېز لرلای شي؛ خو دلته ستونزه دا ده، چې نن نړۍ په علومو کې ډېره پرمخ تللې ده. اوس که موږ هرڅه یو ځل پښتو کوو او بیا یې زده کوو، دا مو شاید نور کلونه د بشر د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې کړي. مثلاً، اوس که د طب پوهنځي محصل دې ته اړباسو چې په پښتو زده کړه وکړي، لومړی خو دا شونې نه ده او که بیا ممکن هم شي، نو زموږ ډاکټر به له نړۍ او په نړۍ کې له طبي پنځونو پرې شي. یا که انجینري پوهنځی غواړو په بشپړ ډول پښتو کړو، هلته هم همدا ستونزه ده. یا که د شرعیاتو برخه غواړو چې پښتو کړو، دا هم ممکنه نه ده، چې یو څوک دي دیني عالم وي او په عربي دې نه پوهېږي.
څه چې زه په ذهن کې لرم دا دي، چې باید زموږ طب، انجینري، کمپيوټرساینس، حقوق، اقتصاد او دغسې نورې څانګې په انګلیسي تدریس شي؛ مګر ورسره لومړی تر دوولسم ټولګي پورې پښتو سره له ټولو اصولو سمه تدریس شي او بیا په پوهنتون کې د نومرو په لحاظ ورته ځانګړی ارزښت قایل شو. مثلاً پښتو اول له لومړي تر اخري سمستره جبري کړو. دویم، که د نورو مضامینو د کامیابۍ نومره پنځوس ده، پښتو کې دې اویا شي. دا شاید محصلین اړباسي، چې پښتو ته ډېره توجه وکړي. له بلې خوا په هره څانګه کې، د تخصصونو لارښود په پښتو ژبه ولیکل شي، که یو محصل نوی پوهنتون ته ځي، نو ډېره ورته مشکل وي، چې له انګلیسي دې تخصصي فهم واخیستی شي، نو د دې لپاره دې له پښتو ځانګړي لارښوده ګټه پورته کړي.

سربېره پر دې، له تلویزیوني ګټورو خپرونو نیولې، تر ورځپاڼو، مجلو او انلاین رسنیو پورې وړ او مسلکي خلک وګومارل شي، چې باکیفیته رسنیز خدمات وړاندې کړای شي. کله چې رسنۍ باکیفیته شي، په خپله د لوستې طبقې پاموړ ګرځي. نن چې د ورځپاڼه لوستلو کلتور بېخي پیکه دی، یو لامل یې د ورځپاڼو کیفیتي ستونزه هم ده.

راتلونکي ته هیله

پښتو ژبه که څومره وروسته ته پاتې هم ده، په هماغه اندازه ورته په نوې ټکنالوژۍ سمبال پښت په ډېرې ژمنتیا سره خدمت کوي، چې دغسې له مینې او ژمنې ډک کار سړی د پښتو ژبې سبا ته ډېر هیله‌من کوي. د پښتو ژبې فقر او کمی نن پښتنو درک کړی، دا ستونزه جوته شوې او اوس یې د درمنلې هڅې ډېرې ګړندۍ روانې دي. هم د نظم په برخه کې او هم نثر، دواړو کې د قلم او هنر خاوندان لګیا دي کار کوي. پرون مې خبر ولید، چې ډاکټر صالح محمد زېري د فارسي فردوسي شاهنامه پښتو کړې ده. په مختلفو برخو کې مشران او ځوانان لګیا دي، ژباړې کوي، لیکنې کوي، ادبي بهیرونه فعال دي، کره کتنې دي، چې دا ټول هر يو د ژبې د بډاینې په برخه کې ګټور ګامونه دي.

دا چې نثر ولیکل شي او که نظم، د پښتنو لیکوالو او فرهنګیانو ترمنځ لا هم تود بحث دی. یو شمېر تل پر شاعرانو نیوکه کوي، چې تر شعره مو نثر ته ډېره اړتیا ده، مګر زه فکر کوم، چې لیکل مهم دي، نثر وي که نظم، ناول که کیسه، علمي مقاله وي که د نړیوال ادب یو لنډه ژباړه…مهمه دا ده، چې هر څوک مسئولیت احساس کړي او په هر ډګر کې چې څه کولای شي، یا یې ورسره مینه وي، ودې لیکي. شاید ښاغلي نصیراحمداحمدي غوندې روان او تصویري ناول ډېر تکړه پښتانه پوهان ونه شي لیکلی؛ ځکه الله تعالی لکه څنګه چې انسانان په څېرو کې سره مختلف پیدا کړي دي، دغسې يې په ذوقونو او افکارو کې هم سره متفاوت هست کړي. ښه دا ده، چې د هر چا د هڅو درناوی وکړو او د لا بریاوو هیلې ورپورې غوټه کړو.
په مینه
د بډایه پښتو په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *