عبدالله د پنجشيريانو په نامه يو ليك لېږلى، د ليك پرېوتې محتوى ئې داسي ده چي غواړي د پنجشير له ولسوالۍ يوه امپراطوري جوړه كړي!! په داسي حال كي چي د جمهوري رياست په لومړي دور انتخاباتو كي د پنجشير د ولايت د ټولو اچول شوو رأيو شمېر نږدې دوه څلوېښت زره څلور سوه وو، دا شمېره د افغانستانتر ډېرو ولسواليو لږ وه، عبدالله د همدې وړې ولسوالۍ استوگنو ته ويلي:موږ پنجشير له ولسوالۍ ولايت ته لوړ كړ، او اوس پنجشير داسي لوړ مقام ترلاسه كړى چي د حكومتي لوړ پوړو چارواكو پنځه دېرش سلنه (35%) پنجشيريان دي!! وايي نن ټول افغانان په دې باور دي چي له چا سره پنجشير نه وي هغه پر افغانستان حكومت نشي كولى!! وايي د افغانستان تاجكان خپل هويت په پنجشيريانو پوري تړلى گڼي، له پنجشير پرته خپل شته والى په نشت حسابوي!! له پنجشير نن يوه داعيه جوړه شوې؛ د يوه شريف قوم د لويي او مشرۍ داعيه!!هغه د ليك په پاى كي يو ځل بيا وايي: پنجشير د افغانستان تر نيمايي زيات زعامت او مشري ترلاسه كړې ده، پنجشيريان بايد پرې نږدي چي څوك پنجشير ووېشي!! گورئ چي عبدالله خپله بريا د پنجشيريانو بريا يعني د يوه توكم بريا گڼي!! وايي د نيمايي افغانستان مشري د پنجشيريانو لاس ته ورغلې!! وايي ټولو مجاهدينو د پنجشيريانو زعامت او مشري قبوله كړې ده!!
دوى د تاجك او پنجشيريانود گټو كاذب او له تعصب او نفرت ډك شعارونه وركوي خو هدف ئې نه تاجكان دي او نه پنجشيريان، په كابل، مزار، هرات او دوبۍ كي د خپلو افسانوي او مجللو قصرونو په فكر كي دي، د ځان او خپل ټبر او خپلوانو واكمني غواړي، همدا اوس په ملي اردو كي د دوى د خپلوانو پنجشيريانو د بې سوادو جنرالانو شمېر تر دوه سوه زيات دئ، پروني ډرېوران او كلينران ئې هم جنرالان كړي، كه دا دوه څلوېښت زره رأيي پر دغو جنرالانو ووېشو نو د هر دوه سوه لس(۲۱۰) رأيو په مقابل كي يو جنرال په ملي اردو كي لري، په پوليس او ملي امنيت كي د دوى د جنرالانو او لوړ پوړو مأمورينو تناسب تر دې هم زيات دئ!!په داسي حال كي چي د لغمان، كنر، هلمند، فراه، نيمروز او نورو ولايتونواستوگن په دېرشو او پنځوسو زرو كي يو جنرال هم نه لري!! د بريتانيا صدر اعظم پارلمان ته په خپلي وينا كي وويل: موږ د افغانستانپه امنيتي ځواكونو كي پنځه سلنه پښتانه او پنځه نوي سلنه غيرپښتانه نيولي!!
دا په جهالت او تعصب لړلى ليك د دې ډلي تور او خبيث ماهيت ټولو ته جوتوي اوښيي چي دا ډله د اقتدار لپاره هر خباثت ته تياره ده، د اشغالگرانو او پرديو له غلامۍ او د كمونستانو له ملگرتيا نېولې تر ملي خيانت، وروڼه قومونه سره جنگول، د هېواد تجزيه، درغلي، او هر هغه څه چي دوى اقتدار ته رسوي جائز گڼي، عملاً گورو چي په دې ډلي كي د فريد مزدك، كاوياني، جنرال علومي، جنرال بابه جان او نورو ځناورانو په څېر د كمونست ببرك كارمل پلويان، د ايران مزدوران او جاسوسان راغونډ شوي، همغه چي پرون د شوروي اشغالگرانو په چوپړ كي ول او نن د امريكايانو په چوپړ كي، د فوزيه كوفي په څېر غربپالوناولو څېرو له همدې ډلي د اسلام په ضد د دښمنۍ مورچل جوړه كړې، او د دې ډلي بريا د ديموكرات او مترقي ځواكونو بريا بولي!! هغه فوزيه كوفي چي څو ورځي وړاندي د جمعيت غړو په اسلام ضد فعاليتونو تورنوله، د قانون منع خشونت عليه زنان تر نامه لاندي سپېره او زموږ د مؤمن ولس د معتقداتو ضد ليكنه د همدې په لاس ولسي جرگې ته د تصويب لپاره وړاندي شوه، د دې سپېرې ليكني گڼ شمېر مادې د اسلام د صريحو احكامو خلاف، د افغان ولس د غوره او منل شوو دودونو ضد او د هغه قانون مغاير دي چي د كابل امريكايي حكومت ئې د اساسي قانون په نامه يادوي!!
هغه څوك چي هيڅ سپېڅلى هدف او معنوي داعيه نه لري، له اعتقاديپلوه تش او د شخصيت له پلوه منحط، ماضي ئې شرمناكه ا�� عزائم ئې ناولي وي او دا ظرفيت او استعداد نه لري چي ځان د يوه سرلوړي ملت په كچه مطرح كړي، همدا كم ظرف او منحط شخصيتونه قومي او ژبني تعصبات عنوانوي او لدې لاري ځان ته كاذب وجاهت جوړوي.
د دې ټيم تگلاره دا ده:كه اقتدار ترلاسه كړي نو د دوى جمهور رئيس به له ځنډ پرته له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك كړي، اشغال او د امريكايي ځواكونو دائمي حضور ته به قانوني بڼه وركړي، نظامي اډې او زندانونه به ئې په واك كي وي، د افغانانو په ضد د جنگ، د هغوى پر كورونو بريد، د افغانانو د نيولو، بندي كولو او وژلو حق به وركړي، دا ټيم چي اشغالگرانو پر افغانانو تحميل كړى، اشغالگرانو سياسي اقتدار دوى ته سپارلى، امنيتي ځواكونه ئې د دوى له اجيرو جنگياليو ډك كړي، د هغوى ايراني برگ دسمالونه ئې په امريكايي مفلر، روسي بوټونه او جمپرونه ئې په امريكايي بوټونو او جمپرونو بدل كړل، په خلاص لاس د اختلاس، ملي شتمنيو غارت، د بانكونو لوټل، د دولتي شتمنيو او زمكو غصب فرصت ئې ورته برابر كړى، دوى د خپل اقتدار دوام د جگړو په دوام كي لټوي.
دوى په هېواد كي فيدرالي نظام غواړي او دا هغه څه دي چي شيطاني منصوبه ئې د بريتانيا،امريكااو ايران استخباراتي شبكو جوړه كړې او دوى ته ئې د عملي كولو لپاره سپارلې، دا په حقيقت كي د افغانستاند تجزيې لپاره لومړى گام دئ.
دا ټيم د يوه توكم واكمني غواړي، هغه هم د پرديو د مټو په زور او د نورو قومونو د ځپلو له لاري.
كه دوى قدرت ترلاسه كړي نو افغانستانبه د ايران يو ايالت جوړوي، ايران ته به په افغانستانكي د لازياتو لاسوهنو، سياسي، فرهنگي او مذهبي يرغل لار آواروي، د دوى ټول مالي مصارف د ايران له لوري وركړى شوي، ايران انتخاباتو ته د افغانستاند نيولو د يوې ارزاني منصوبې او پروژې په سترگه گوري، دې ټيم ته ئې دومره ډالر وركړي چي شپېته زره اجيرو مبلغينو ته مياشتنى معاش وركړي!!
دې ټيم په ټولو مخكنيو انتخاباتو كي د پراخو او شرمناكو درغليو له لاري خپل تش صندوقونه له جعلي پاڼو ډك كړي، د جمهوري رياست په دې وروستي انتخاباتو كي د دې ټيم د جعلي رأيو شمېر تر اصلي رأيو زيات وو، ډېرى درغلۍ د دوى له لوري وې، د انتخاباتو كميسيون پنځه زره څلور سوه مأمورين د درغليو په تور له دندو منفك او څارنوالۍ ته معرفي كړل، كه دا د ټولو درغلي كوونكو مأمورينو درېيمه برخه وي نو ټول به تر پنځلس زره زيات وي، كه هر يوه په تېرو انتخاباتو كي دوه سوه جعلي رأى پاڼي په صندوقونو كي اچولي وي نو د جعلي پاڼو مجموعي شمېر به ئې درې مليون وي، په دې كي هيڅ شك نشته چي په لومړي دور انتخاباتو كي تر دې زياتي جعلي رأيي په صندوقونو كي اچول شوې دي، ډېرى ئې د عبدالله په صندوقونو كي اچول شوې دي، له همدې كبله دې ټيم د صندوقونو له قرنتين سره مخالفت كولو!! د شكاياتو كميسيون مأمورين ئې گواښل، د تهديد او تخويف له لاري ئې د انتخاباتو بې واك كميسيون او د هغه ذليل، كمزورى او بې زړه رئيس دې ته اړ كړ چي بې اعتبار او شكمن صندقونه معتبر وگڼي!! دوى غوښتل چي د كميسيون واك د معنوي په څېر مسئولينو په لاس كي وي، همغه چي په تېرو پارلماني انتخاباتو كي ئې لږ تر لږه دوه شپېته وكيلان د درغليو له لاري ولسي جرگې ته ورسول، اختصاصي محكمې د هغوى عضويت لغو كړ خو كرزي د شمالي ټلوالي له وېرې د دې محكمې پرېكړه ويتو كړه او يوازي د نه كسانوعضويت ئې لغو كړ!! دا دئ محمد محقق گواښونه كوي چي د انتخاباتو د كميسيون د دارالانشاء رئيس احمد ضياء امر خېل بايد له خپلي دندي لري شي كه نه نو د انتخاباتو نتائج به زموږ ټيم ته د منلو وړ نه وي!! په داسي حال كي چي د انتخاباتو اړوند ادارو كي امرخېل د يوه دروند، معقول او هوښيار شخصيت په توگه وځلېدو، كه څوك د درغليو په وړاندي ودرېدلى او ټينگار ئې پر دې وو چي د انتخاباتو شفافيت بايد تأمين او پاكي او ناپاكي رأيي بايد تفكيك شي او ټولي ناپاكي رأيي بايد باطل شي، نو هغه امرخېل وو، د شمالي ټلوالي اوباشان له همدې كبله د ده مخالفت كوي او غواړي د كميسيون واك د داسي بدنامو، كرغېړنو او ناولو څېرو په لاس كي وي چي دوى ته يو ځل بيا د درغليو ټول امكانات برابر كړي.
دې ټيم داسي تگلاره غوره كړې چي د افغانستان وروڼه قومونه سره وجنگوي او له دې لاري ځان مطرح او اقتدار ترلاسه كړي، د يوه قوم د واكمنۍ شعارونه له شك پرته نور قومونه د تاجكانو او پښتنو په شمول د پنجشير او د پنجشيريانو د واكمنۍ په ضد پاڅون ته هڅوي، د افغانستان هيڅ توكم دې ته چمتو نه دئ او دا پيغور نه مني چي يو وړوكى توكم پر هغوى باداري وكړي!! هغه هم د پرديو د مټو په زور او د بدمعاشيو له لاري. افغانان له دې كركه لري چي څوك وروڼه قومونه سره وجنگوي، يو قوم تر نورو زيات شريف وگڼي او نورو ته د ذليل او سپك په سترگه وگوري، د يوه قوم د مشرۍ او واكمنۍ خبره وكړي او د شيطاني موخو لپاره د قومونو د يووالي او وحدت پر ځاى د قومونو د وېشلو او يو تر بل د غوره ثابتولو هڅه وكړي.
It is unrealistic report and that is shame on Taand who published this kind of topics, it is damaging our unity in Afghanistan. Any afghan who have a little brain would not accept what you said. Dr Sb Ashraf Ghani and Dr Sb Abdulla are both our accepted and elected leaders. Afghanistan people don’t like racist people like you.