د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو په شپږمه ورځ کندهار پر لوګر او فاریاب پر کابل برلاسی شو
د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالیو په ترڅ کې نن د کندهار ولایت لوګر او د فاریاب ولایت د کابل ولایتي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
لومړۍ لوبه چې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، د لوګر او کندهار ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د لوګر ولایت کپتان وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره کندهار ته د ۳۲۸ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې ضیاءالحق ۱۳۱، سمیع ۵۶ او عمران ۵۵ منډې جوړې کړې. د کندهار له لوري سمیع آغا او عزت د سیالې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
کندهار ورکړل شوی هدف د سیالی په ۴۹ اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې د توپوهونکو له ډلې یې سیمع آغا ۱۴۱ او مسلم موسې ۹۴ منډې جوړې کړې.
د سیالۍ غوره لوبغاړی سمیع آغا ونومول شو او د شاپور ځدراڼ له لوري یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.
دوهمه سیالي چې د زرملوال په لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، د کابل او فاریاب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د فاریاب لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې په ۴۴ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۲ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې مراد علي ۱۲۵ بریالۍ منډې جوړې کړې. د کابل توپ اچونکو لخوا زرجان د فاریاب څلور، کریم درې او امان هم درې لوبغاړي وسوځول.
کابل ونه کړای شول ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي. دوی د ۱۴۱ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې فاریاب ته وبایلله. د فاریاب توپ اچونکو له لوري اشرف د کابل ۶ او عظیم څلور لوبغاړي وسوځول.
مراد علي چې په زړه پورې توپوهنه یې کړې وه، د سیالۍ غوره لوبغاړی وپیژندل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو زړه راښکونکې سیالۍ د افغانستان کرکټ روښانه راتلونکي لپاره خورا ګټورې وبللې. نوموړي د ځوانو لوبغاړو له ښې کارکردګۍ ځانګړې یادونه وکړه او ددوی لاسته راوړنې یې د ډیرې ستاینې وړ وبللې.