کلکه واوره

شاعر اسير منګل

دپشکال نه زيات تاؤجن موسم دے
زمکه توده ده اسمان اور اوروي
ګرمي چې نن نه وي نو کله به وي
بوټي سوزيږي کاڼي ويلي شولو
لکه خشاک خلک لمبه شو پکښې
دومره ګرمي خو چېرته مخکښې نه وه
دومره تود باد چېرته الوتے نه وه
خوعجيبه ده ما ساړه وژني
زۀ ځان وژنکي ګرمۍ واوره کړمه
چې سرو سکروټو نه لمبي پورته شي
زه بړستن واغوندم يخني مې وشي
چې په دې خوپ کښې سړي خوړين ووينم
زۀ کلکه واوره شم، راټول شم ځان له

ژباړه    فاروق سرور

“Tears of Time”

Burning the climate

Blazing the sky and earth

Today’s heat has no example

Plants are dying with melting rocks

People are like burnt grass

I have never seen such heat

Never observed a hot air
Amazingly I feel a chill
the hazardous hotness makes me ice
Coals are burning on each side
I’m wearing the bed sheet and feeling coldness
But when I see natives happy in this fog
It freezes me and then shrinks

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *