|
دپوهې او معلوماتو دترلاسه کولو او دزهنې ودي لپاره کتاب ترټولو غوره او اغیزناکه وسیله ده دکتابونو دترلاسه کولو لپاره او مطالعي لپاره بیا تر ټولو ښه ځاي کتابتون دي.
موږ په داسي زمانه کي ژوند کوو چي کتابونه ډیر او ترلاسه کول یي ډیر اسانه دي اوس هم ډیر خلګ ډير انسانان دکتاب په قدر او ارزښت نه پوهیږي له ګټو یي نا خبره دي دوي په دي نه پوهیږي چي کتاب هغه استاد دي چي موږ ته وړیا او یا هم بي له یو شي څخه معلومات او زده کړه راکوي هیڅکله نه ستړي کیږي تل موږ ته سترګې پر لاره وي هرڅه چي ورڅخه وپښتو په مهربانې سره جواب راکوي.
که په غور سره وګورو له کتاب څخه عوره شي او له کتابتون څخه غوره ځاي په نړي کي نه سته که څوک غواړي چي د سوکاله او نیکمرغه ژوند خاوند سي نو هغه دي له کتاب سره ملګریتوب وکړي.
کتاب دانسان لپاره ډیر ښه دوست او ملګرې دي له کتاب سره ملتیا او ملګرتیا موږ دعادي خلګو له چاپریال څخه ډیر لوړو افکارو او تصوراتو نړي ته بیا یي له لوړو او سترو انسانانو سره مو ملګرې کوي او دهغو دفکر او نظر څخه مو خبروي.
یو نومیالي ایټالوي پوه (پرارک) دخپلو کتابونو او کتابتون په ستاینه کي له پند او خوند څخه ډیري ډکي ډیري خیري لري نوموړي وايي:
(زه یو ډله ملګري او دوستان لرم چي شپې او ورځې له هغو سره تیروم زما ټول دوستان دنړۍ نومیالي دي چي پیړي او زمان په کښي خوندي دي دغو دوستانو ډیر لیري واټونونه وهلي او زما تر کوره رارسیدلي دي دوي زما په زړه او سترګو کي ځاي نیولي دي هر وخت چي غواړم دهغو لیدو ته ورځم او چي هر چیري ځم له ځانه سره یي بیایم.
دومره خوږ ژبي دي چي څوک یي په خبرو نه مړیږي دژوند پټ رازونه څرګندوي دتیري زماني دپند او خوند کیسي راته کوي او دانسانانو برخلیکونه راښي په دي مي پوهوي چي ژوند څنګه وکړم داچي زه دا ملګرې او دوستان ماته څومره ګټې رارسوي زما ژبه یي دستایلو وړ او شمیرلو وس او توان لري)
کتاب هغه خوا خوږي او مهربان ملګرې دي چي خیانت نه کوي دوه مخي توب او کینه نه پیژني او په زړه کي یي رښتینوالی، وفا او لورینه په څپو ده.
له خپل ملګرې او مینوالو سره هیڅ کله خیانت نه دي کړي او نه یي کوي مټ مټ دیوي هنداري په څیر ښه او او بد په کښي بي له تیر وتني په خپل رنګ بریښي او خپل هر څه زموږ مخي ته ږدي.
رښتیا رښتیا وايي تاریخ یي له کلو کلو څخه راپاته دي تجربې یي تر لاسه کړې له هر باغ څخه یي رنګا رنګ ګلونه راټول کړي او ښکلي غونچي یي ورڅخه جوړي کړي دي او زموږ مخ ته یي دیوي تحفي په ډول ایښي دي.په یوازي توب کي هیڅکله زموږ څخه نه غافله کیږي او موږ نه پریږي دي چي یوه شیبه بي ځايه وخت تیر کړو.
خو یو انسان دي چي هیڅ دکتاب په سلتنه نه پوهیږي.
سره له دي چي اوس مهال کتابونه او کتابتونونه ډیري دي او ورته لاس رسي ډير او اسانه دي خو بیاهم ډیر داسي خلګ سته چي دکتابتون په کټه او ارزښت نه پوهیږي حال دا چي له کتاب څخه غوره او وفادار ملګرې نه سته کتاب هر وخت ستاسو د خدمت او استفادي لپاره چمتو دي کتاب او مطالعه ډیرې ګټې لرې خو باید چي د مطالعې لپاره غوره او ګټور کتابونه انتخاب کړو او هم په مطالعه مي ډير افراط ونه کړو چي جسم او زهن ته مو زیان ونه رسیږي.
په ښه زوق او شوق سره خپلې مطالعې ته ادامه ورکړې چي ښه يرمختګ اود ښه استعداد خاوندان سي.
وايي: علم دریاب کوښښ کښتې ده.
پرکیښتې کښینه تر دریاب دي اړوینه.