تاند- پر کونړ ولایت د پاکستان له هوايي او توغندويي بریدونو سره په یووخت د دغه ولایت د درو ولسوالیو خلکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون کړی دی.

د کونړ د چارواکو په وینا د غازي اباد، شیګل او نړۍ (ناړۍ) ولسوالیو خلکو د وسله والو طالبانو پرضد په خپلو سیمو کې پاڅون پیل کړی او تراوسه یې څو تنه وسله وال طالبان، چې د دوی د پاڅون په وړاندې یې مقاومت کاوه، وژلي دي.

په همدې حال کې د کونړ والي وايي چې د پاکستان بمبارۍ لا هم دوام لري او تراوسه پوري د څلورو تنو د وژل کېدو او ۱۰ نورو د ژوبلېدو په اړه دقیق معلومات لري.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله وویل چې په شیګل او نړۍ ولسوالیو کې په لسګونو خلک د وسله والو طالبانو پرضد راپورته شوي او سخت دریځو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ده وویل:«قومونه هم راپاڅېدلي او اوس دوی ته څرګنده شوې چې نه دا جهاد و او نه دا یو اسلامي حرکت دی دا یو تخریبي حرکت دی. له پرون راایسته د ناړۍ ولسوالۍ د ساړخړ ۳۰۰ قومي خلک راپاڅېدلي، خپله وسله یې رااخیستې او د طالبانو په مقابل کې یې جنګ شروع کړی دی، ۱۲ کسه طالبان یې ژوندي هم نیولي دي. د شیګل په دره کې په هلال زو، لچۍ کې هم قومي خلک له تېرو ۲۵ ورځو راهیسي پاڅېدلي، غره ته ختلي او په خپله پیرې کوي.»

د غزني له اندړه وروسته په ګڼو سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد ولسي پاڅونونه پیل شول خو په حکومت کې یو شمېر شامل چارواکي وبېرېدل او د هغو له ملاتړ سره یې مخالفت وکړ. دوی اندېښنه لرله چې ممکن پاڅون کوونکي په هغسي یوه قوت بدل شي چې په نوي یمه میلادي لسیزه کې طالبان د تنظیمونو پر ضد د پاڅون له لارې په یوه قوت بدل شوي ول.

One thought on “د کونړ په درو ولسوالیو کې خلکو د طالبانو پرضد پاڅون کړی دی”
  1. دكنر محترم والي صاحب او محترم قوماندان صاحب امنيه ؟
    داجه دكنر با شهامته خلق بأخيزي دخبل خان او نا موس خخه دفاع كوي او تاسي د دوي حمايه نه كوي دغه وظيفه جه هغوي به مخ بياي دا ستاسي وظيفه ده لز خو دخدايه و ويريزي داجه ساتلي نشئ نو حمايه خوي كري ، دا وقت بيا به لأس نه د رخي داخكه ولسونه ستاسي به خوا كي ولا ز دي مكر تأسي شاه ور أروي .
    شجاع الملكة ته خو كنري. يء به خبل قوم خودي غيرت وكره
    ريس جمهور تاسي ددي دباره ديو ولايت مسولين تآكلي يء جه د ولايت تولي جاري به مخ بوحي او أمنيت تأمين كري والي ديوي منطقي هغي منطقي ته دريس جمهور حيثيت لري بايد مستقلا نه ، مردانه واره ،تصميم ونيسي دشمن ته أجازه ورنه كري
    جه دخلكو زوند نا آرامه كري

  2. دکنړ والی دکنړ امنیه قو ما ندان ! تاسو وظیفه په عا جلو حا لاتو کی خوب کول دی ؟ دڅه انتظار کوی ؟ انتظار کوی چه کنړ خلک تباه او کډی بار کړی ؟ غیرت وکړی په خاوره تجاوز او تعرض ته دچا اجازه غواړی ؟ خپل وجدان او ضمیر نه دتعارض په مقابل کی اجازه وغواړه درنده درنده ګذارونه وکړه چه بیا سز راپورته نکړی او که نشی کولی څه وظیفه خوشی کړی دډارنو په شان چیرته کوم کنج کی پټ کښینی .

  3. Da de nan la hokomat kho der kamzorai da. Ka nor sanawi yaw so da drogho rakitan kho de pa pakistan pair kri. Asli tol khyanat hokomat kawi……

  4. تر څو پورې چې دافغانانو په منځ کې دپاکستان جاسوسان موجود وي په کڼړ او نورو سرحدي سيمو به دپاکستان تيرې او تجاوز روان وي __ ترڅو پورې چې په هيواد او حکومت باند ې داسې اشخاص چې نه اسلام پيژني او نه افغانيت او په دې نومونو شرميږي لکه پاکستان يار چې په ځان يې مسلميار تخلص ايښى دى لکه عطاوالله لوده لکه ګل اغا پيشو زوى او داسې نور نو دې ولس ته په کار دي چې داسې ستونزو ته دابد له پاره دپاى ټکى کيږدي هغه ډاکتر دافغانانو ملي قايد _ ملي مشرغني دي ___ اى خوار او زارولسه راپورته شئ اولکه له هيواده چې دفاع کوئ دغسې په ميړانه راووزئ _ ښځې او نر ډاکتر اشرف غني ته رايه ورکړئ او دې څلويښت کلن جنګ او نا خوالو ته نور دخداى او قران په خاطر دپاى ټکى کيږدئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *