ولور

د لاټين رڼا ټیټه وه. د راډیو غږ هم ډېر ورو اورېدل کېده.په برېتو یې ګوتې ووهلې، لمسي ته یې په چاقو مڼه ترازې ترازې کړه. خپلې ځمکې یې وروښودلې، ماشوم ژيړ کاغذ غوښت خو ده ترې لیرې کاوه. بوډۍ تسپې تر دوشک لاندې کړې ویې ویل:
ـ خېښانو د واده څه ونه ویل؟
سړي له پیالې غټ غوړپ وکړ
ـ له ما یې خوشې نه شي وړی، ولور یې لا نه دی پوره. وايي تر غنم لوه وروسته به وي.
نجلۍ د وره څنګ کې مرۍ اوبدلې. له چاک زنې یې څاڅکی وڅڅیده:

« ستا پر پټي دې ږلۍ وشي
زه به تر څو د دادا کور کې ناسته یمه»

ــــــــــــــــــ

نوې

 ښه وه، څوکۍ یې راته نیولې وه. ځان مې ورورساوه. داسې بد حال و لکه چور چې وي. ټولګیوالې ته مې وویل:

ـ  هر ورځ دغسې وي؟

د بس له کړکۍ یې د باندې کتل:

ـ نن لا ښه ده، دوه څوکۍ مې ونیولې.

مخامخ ولاړه وه، ماشوم یې ژړل یو لاس یې د بس د څوکیو تر منځ په وسپنه ټینګ نیولی و په بل یې ماشوم ښوراوه. یو نیم به غږ کړ:

ـ مازغه یې راوخوړل غلی یې کړه.

څوکۍ مې ورته پرېښوده، د لاس په اشاره مې د ناستې ورته وویل. ټولګیوالې مې سترګې له کتابه راپورته کړې، جدي یې وویل:

ـ ګرمه نه یې، نوې یې.

ــــــــــــــــــــــــــــ 

ژورنالیست

پېرکي یې پخول. یو نیم وار به یې مړوند په تندي کش کړ چې خوله پاکه کړې. د  خپرونې د هغه  میلمه خبرې يې ذهن کې انګازې کولې:

– افرین یې په همت چې په کلي کې شاعري کوي.

موبایل یې وشرنګېده، په بیړه ورپورته شوه، لاسونه یې په وړو ککړ و زر زر یې د تور دیګي اوبو کې ووهل، څنډ یې وهل، د موبایل مخ ته یې وکتل. د هوکې تڼۍ یې ټينګه کړه بې له دې چې دا څه ووايي، تر غوږ یې شول:

– ګوره، زه ژورنالیست یم، پام دې وي که راسره سمه نه شوې، هر څه کوی شم.

ــــــــــــــــــــــــــــ

ارزښت

چیغو یې ټول واټ په سر اخیستی و. پړمخې پروت و، سر یې په برګه ټوټه تړلی و. ځوان یې تر څنګ و، له ونې ټیټ و، برګ کمیس یې ځان کې و، د پتلون پایڅې یې نیمې بډوهلې وي، برګ، برګ یې ورته کتل،غوسه غوندې و. موبایل به یې غوږ ته ونیو خولکه چې له مقابل لورې څه نه وي بیرته به یې جیب ته کړ. ناروغ یې چیغې وهلې، ځان یې واهه.

زړه مې راتنګ و، لکه تنور کې چې یم. وریدلې وم، نه پوهیږم له ویرې وي که له خواخوږۍ خو اوښکې مې څڅیدې.

ډاکټر تر عینکو لاندې ورو راته وویل:

ـ کیسه کې یې مه کیږه، په خواخوږي نه ارزي تریاک یې خوړلي بیا یې اوبه پسې څکلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *