د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو اوومه ورځ د خوست او ننګرهار په ګټه پای ته ورسیده
د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالیو په ترڅ کې نن د خوست ولایت لوګر او د ننګرهار ولایت فاریاب ته ماتې ورکړه.
د خوست او لوګر ترمنځ سیالي چې د کابل په نړیوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، پچه یې د لوګر ولایت کپتان وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. لوګر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۳۴ اورونو کې د خوست لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې اکرام ۵۸ او ضیاءالحق ۲۰ منډې جوړې کړې. د خوست توپ اچونکو له لوري سیف الله ۴، شوکت ۳ او احسان الله ۲ لوبغاړي وسوځول.
د اورښت له امله د لوبې په دوهم پړاو کې د لوبې ساعتونه ځنډني شول او د خوست لوبډلې ته د ټاکل شویو قوانینو پر بنسټ په ۴۳ اورونو کې ۱۴۴ منډو هدف ورکړل شو چې دوی د لوبې په ۲۴ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ. ددوی له لوري شاهدالله ۶۶ او احسان ۵۰ منډې جوړې کړې. د لوګر توپ اچونکو له لوري داود احمدزي د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.
د سیالۍ غوره لوبغاړی سیف الله ونومول شو چې په ولسي جرګه کې د هلمند استازې آغلې نسیمه نیازۍ له لوري یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه. میرمن نیازۍ د دواړو لوبډلو له لوبې ستاینه وکړه او د افغانستان کرکټ بورډ ادارې پرمختګ یې د ستاینې وړ وباله.
دوهمه سیالي چې د زرملوال په لوبغالي کې ترسره شوه، د ننګرهار او فاریاب ترمنځ وه. د لوبې پچه فاریاب وګټله او ننګرهار ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د ننګرهار لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته ۳۰۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نقیب ۶۲، نسیم ۵۴ او باطن شاه ۳۱ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې. د فاریاب توپ اچونکو له لوري عظیم ۲ او اشرف هم د ننګرهار دوه لوبغاړي وسوځول.
فاریاب لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو. دوی د لوبې تر ۴۳ اووره د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۱ منډې جوړې او لوبه یې د ننګرهار پر وړاندې وبایلله چې له ډلې یې محمد شاه ۵۴ او مراد ۲۹ منډې جوړې کړې. د ننګرهار توپ اچونکو لخوا ۳ نسیم او ضمیر هم ۳ لوبغاړي وسوځول.
نسیم د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد بریالیو لوبډلو ته د سیالیو ګټلو مبارکي ووییله او دوی یې د افغانستان راتلونکي ستوري وبلل.