د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي امریکايي پوځي باو بریګدال، چې پنځه کاله له طالبانو سره اسیر و، د هغې معاملې له مخې خوشي شوی چې پر اساس یې له ګوانتنامو زندان څخه پنځه طالب بندیان د قطر حکومت ته سپارل کېږي.

د اوباما د حکومت یوه جګپوړي چارواکي پرون څرګنده کړه چې قطر ته د طالب بندیانو لېږد د افغانستان لپاره د پخلاینې د یوه لوی چوکاټ برخه ده چې قطر پکې دخیل دی.

په ۲۰۱۳ میلادي کال په قطر کې د طالبانو مرکچیانو د بریګدال د خوشي کولو په بدل کې د ګوانتنامو له زندانه د خپلو مهمو غړیو د خلاصون غوښتنه کړې وه څو دا کسان د قطر په دفتر کې د سولې په خبرو کې ګډون وکړای شي.

خو تېر کال دا بهیر بریالی نه شو او د طالبانو لپاره په دوحه کې پرانستل شوی دفتر هم وروسته له دې بند کړای شو چې د افغانستان ولسمشر ورسره سخت مخالفت وکړ.

په قطر کې د طالبانو پر دفتر د اسلامي امارت لوحې او د طالبانو د سپین بیرغ ځړول د افغانستان د ولسمشر مخالفت وپاراوه.

له ګوانتنامو څخه قطر ته پنځه لېږدول شوي طالب بندیان د دې ډلې د واکمنۍ د مهال مهم چارواکي دي او یو یې باور کېږي چې له حقاني شبکې سره تړاو لري.

اوباما د بریګدال له خوشي کېدو وروسته پرون وویل:« د قطر حکومت موږ ته ډاډ راکړی چې زموږ د ملي امنیت د ساتنې لپاره به اقدامات وکړي.»

اوباما همداراز وویل:«په وړاندې ګامونو کې به د امریکا متحد ایالتونه د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړي، چې د خپلواک او د متحد افغانستان په چوکاټ کې به په ګرانه د ترلاسه شوې سولې له ساتنې سره مرسته وکړي.»

په افغانستان کې وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې قطر ته د خپلو پنځو بندیانو د لېږدېدو هرکلی کوي او لویه هیله ورته لري.

په همدې حال کې د بریګدال پلار باب بریګدال پرون په سپینه ماڼۍ کې په داسي حال کې چې د ولسمشر اوباما ترڅنګ ولاړ و، په خبري غونډه کې وویل چې زوی یې اوس د انګلیسي ژبې په ویلو کې ستونزه لري.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، پنځه واړه افغان بندیان د قطر تر کنټرول لاندې دي او د دوی په ګرځېدو او فعالیت به بندیز وي.

دغه چارواکي ټینګار وکړ چې واشنګټن به له ګوانتنامو هیڅ بندي تر هغو انتقال نه کړي چې د بندي له لوري امریکا ته ګواښ متوجه وي .

ده همداراز وویل چې قطر ته د بندیانو لېږد د پخلاینې د یوه لوی چوکاټ یوه برخه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *