د۱۳۹۳کال د غبرګولي ۷ کابل
که مو پام وي، کله چې سیلاو راشي نو غر، پټی، خپل، پردی، ستر، کوچنی نه ويني، له مخې سره یې وړي، که ځير شوي یاست، ځینې وخت داسې هم کېږي، که په وړوکي ورخ ډېرې او به راشي، نو په ګړنديتوب په داسې انداز را وځي ، چې خس خځلې په کې مخ شا ته په ښیندلي توګه وړل کېږي.
کله به مو په سیند یا ډېرو اوبو کې لامبلي وي، که د چا لامبو زده وي خو ښه او که لامبو یې زده نه وي، نو هر بوټي او نیلو ته لاس اچوي، هغه متل دی، چې وایي: اوبو وړی د اوبو ځګ ته هم لاس اچوي.
ورځ له ورځو وه، چې د رپوټ چمتو کولو لپاره د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د ټاکنیزو منډو ترړو یويې غونډې ته لاړم، کله چې دغونډې ځای ته د خپل کاري ټیم سره ورغلو، نو په ډېر بد چلند سره یې زمونږ څخه په قدم کې د کارت، رسنۍ او زموږ پوښتنه کوله، دغه ناوړه ښه راغلاست زه ډېر ناهیلی کړم، کله چې د غونډې تالار ته ورغلو نو له بېلا بېلو پوښتنو سره مخ شولو، ځینو ویل چا راغوښتی یۍ چا څه او چا څه پوښتنیې را نه کولې.
لنډه دا چې په کار مو پیل وکړ، په تالار کې دومره ګډوډي وه، چې نه چا مشر او نه کشر پېژانده هر یو په خپل سر وو، په دې وخت کې مې نا څاپه په یو څو نابللو میلمنو سترګې ولګېدې، داسې به یې یو اوبل پلو کتل لکه له ډېر مودې وروسته چې څوک له بنده خلاص اویا هم داسې وي چې له لرې کلي او بانډې څخه په لومړي ځل ښار ته راغلی وي، د ډېرو خلکو لیدنه ددې له ګڼ شمېر کسانو سره فکري او کلتوري توپیر او یا هم لکه یو مسافر چې د پردي کلي په جومات کې شتون ولري، چې په دغه ځای کې مې یو شمېر دغه څېر پښتانه ولیدل.
دغونډې په پای ته رسېدو سره یو محشر جوړ شو داسې څرګندې ده، لکه د غره او خوړ نه، چې سیلاو راشې په وړوکي وره د خلکو غولۍ راغله څوک د پښو لاندې کېدل، څوک په څټ څوک په اړخ څوک په خاپوړو، څوک په هوا او څوک د نور په سرونو څرخېدل، ځوانان خو خیر ولې دې بوډ سکو ته چا ویلي و، چې د عمر په پای کې دې هم دومره تپند وي او په ځانګړې توګه هغه پښتانه سپین ږيري، چې په دغه ستره جوپه کې روان وو، هم یې ځان ته کنځلې کولې اوهم یې هغو غوړه مالانو ته چې دوې یې دغلته راوستي وو، میزونه مات شوول، څوکۍ ماتې شوولې، آن دا چې د رسنیو مایکونه او کمرې په هوا کې ګډېدې، په دغه وخت کې چې له مخه مې ځان په یوه څنډه کې نیولی و او دنورو حال ته ځیر وم، ناڅاپه مې سترګې په داسې یو کس ولګیدې، چې په تلویزیونونو او نورو رسنیو کې ځان د یو ځانګړي ګوند او پښتنو ټیکه دار بولي، په خاپوړو یې ځان د څوکیو هغه کتار ته را ورسوو، چې د سالون په اړخ کې په یوه یې زه ولاړ وم، ددغه قیامت ننداره مې کوله، په ډېرې خوارۍ یې ځان یوې څوکۍ ته ورساوه، کله به يې لاس نیو کله به یې پښه له ډېره درده یې په تندي مړه خوله را روانه وه، او سترګې یې پټېدې په جیبونو کې لاس وهه، چې د سلو نوټ یې را وویست او یو ځوان ته یې نغوته وکړه، لا تر دې چې د خبرو توان هم په کې نه وو، په پښتو ډوله پاړسۍ یې وویل ((یک پانټا بیار دیګه زوپ میکونم)) ولې زه ورته ځیر وم، چې ل�� مخکې څه کېږي، ځوان چې کله ورته د فانتا بوتل راوړ یو څو غړپه یې ترې وکړل، له دې څو قدمه ها خوا د یو غوړه مال سره څو ناپوهه پښتانه سپین ږیري هم کېناستل او غوړه مال یې د هوټل له کانتین څخه څو جنسنګ جوسونه راوخیستل، دوی چې په ډېر ناوړه حال کې وو، کله چې یې له مرۍ نه یخې او خوږې او به تېرې شوې، نو پټې سترګې یې رڼا شوې، ګڼه ګوڼه چې لږه شوه، له دغو کسانو یویې په هغه کس چې زما ترڅنګ ناست وو، غږ یې پرې وکړ، شولګری صیب څنګه یې، دا صیب چې نور………….
له اخ ټوخ نه غورځېدلی وو، بې له کوم ځوابه له ځایه اوچت شو او ګړندی له هوټله بهر لاړ.
نه پوهېږم، چې ددغو پښتنو په زړه کې به کوم داسې ارمان وي، چې له دومره بې عزتۍ او سپکاوي سربېره هم د هغو کسانو په کتار کې درېږي. چې په زغرده پښتانه یو وحشي او بې فرهنګه قوم بولي، بیا دغه پښتانه ولې پښتو وایي او د پښتنو ټېکه داري کوي.
که دغه بې پلاره قوم د واک ګدۍ خپله کړه ورسره د یوځای شوو غوړه مالو پښتنو سربېره دغه ویده قام به لکه د یو خړ سیلاو په څېر، چې نه ونه، بوټی لوړه ټیټه ګوري له څېرمه به یې لاهو کړي
شاعر ډېر ښه وايي: پروت په وینو کې لت پت ښه یم په پت کې
نه د سروزرو په تخت باندې بې پته
پای
سلامونه درته ډالی کووم او په قلم دی ورسره برکت شه او ستا دنورو لیکنو په هیله. مننه عصمت الله مسلم وروره