یکشنبه د ۱۳۹۳ کال د غبرګولې ۱۱ –  کابل، افغانستان

د افغانستان برښنا شرکت د برښنا رسونې شبکو د پراختیا او خپلو ګرانو هیوادوالو ته د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د لازیاتو خدمتونو د رسولو په لړ کې دا ځل د کابل واصل آباد سیمې په برښنا کوټ کې د 20,000 کیلو ولټ امپیر برښنا په ظرفیت یو ترانسفامر ګټي اخیستنې ته وسپاره.

د نوموړي ترانسفارمر په فعالیدو سره به په کابل کې له 30 زرو څخه زیاتو کورنیو، په ځانګړی توګه د کابل برښنا په لومړی، دریم او شپږم جنګشن پورې د اړوندو سیمو د برښنا د پرچاوي او هغو سیمو د برښنا ستونزې چې برښنا ورته نده رسیدلې هوارې شي.

ددغه ترانسفامر د جوړولو کار د 8 میاشتو په لړ کې بشپړ شو چې په مجموعي توګه 2,136,500 امریکایي ډالره لګښت ورباندې راغلی او پیسې یې د امریکا متحده ایالاتو پراختیایي اداري او د افغانستان برښنا شرکت له عوایدو څخه ورکړل شوې دي.

د یاد ترانسفارمر په سرکت بریکر، سوچ ګیر او پاور ترانسفارمر په پیرودلو 530  زره امریکایي ډالره لګښت راغلی چې د د امریکا متحده ایالاتو پراختیایي اداري له بلاعوضه مرستو څخه ورکړل شوي او په پاتې نورو تخنیکې کارونو او وسایلو باندې یې 1,606,000  امریکایي ډالر د افغانستان برښنا شرکت له عوایدو څخه لګول شوې دي.

همدارنګه د یاد ترانسفارمر د اداري او دفاعې سیستم فعالول، د تجهیزاتو نصبول او دساختمانې چارو ترسره کول د افغانستان برښنا شرکت د عملیاتي ریاست د ریلې او مخابري، د ساتنې او څارنې څانګو او نورو اړوندو څانګو د تکړه او مجربو کار کوونکو له خوا ترسره شوې دي.

د یادولو وړ ده چې په نوموړې سیمه کې د 20 میګاولټ امپیر په ظرفیت سره، په یو بل ترانسفارمر هم کار دوام لري چې تر 95 فیصده پورې یې کار بشپړ شوی او په نږدي راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې ورسره به په کابل کې د زرګونو کورنیو د برښنا ستونزې هوارې او د برښنا له نور څخه برخمنې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *