پاکستاني پوځیانو له څو ورځو راهیسې د کونړ پر دانګام، شیګل او مرورې ولسوالیو توغندیز بریدونه او بمباري پېل کړې ده.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله وايي، د پاکستان له لوري پر افغان خاوره بمبارۍ څلور تنه وژلي او لس نور یې ټپيان کړي دي؛ خو له دې سره هم مهال پاکستاني رسنیو رپورټ ورکړی، چې اسلام اباد دلته د افغان سفارت چارواکي احضار کړي دي او هم په کابل کې د پاکستان سفارت چارواکو اعتراض کړی، چې ګنې کابل یې پر خاوره برید کړی دی. پنجاب له هغه مهاله چې رامنځ ته شوی د نورو په شر کې خپل خیر لټوي او تل یې هڅه کړې چې په دوه مخيیز مکارانه سیاست سره خپل شتون تثبیت کړي.
پاکستاني سیاستوال په هر کنفرانس کې ژمنه کوي، چې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي، د افغانستان سوله، ثبات، اقتصاد او امنیت د دوی په ګټه هم دی، خو د خپلو څرګندونو اپوټه پر افغان خاوره راکټي بریدونه کوي، سوله غوښتونکي او مخور کسان وژني، افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي او د افغانانو د وژنې لپاره ځانمرګي را لېږي.
دا ډول خصمانه سیاست د ګاونډیتوب له اصولو سرغړونه ده او له نړیوالو قوانینو مخ اړول دي، چې نه یوازې افغان حکومت ته سپک کتل کېږي؛ بلکې په افغانستان کې له مېشتو ناټو ځواکونو ښکاره بغاوت هم دی. د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله سیاست هم دې ته ورته دی.
نوموړی تل هڅه کوي چې د افغان ولس په سترګو کې خاورې واچوي. هغه د اصلاحاتو نارې وهي؛ خو د حمل په ۱۶ ټاکنو کې د ده د ټیم له لوري شوې پراخه یو میلیوني درغلۍ د اصلاحاتو ضد عمل دی، په داسې حال کې چې تر ټاکنو مخکې نوموړي امریکا غږ ته ویلي وه، چې دوه سیالان لري « تقلب او تقلب ». مانا دا چې نوموړي داسې نه ویل، چې سیال یې تقلب دی بلکې ویل یې، له تقلب او تقلب پرته د خپلې بریا چانس نه ویني. د دې تر څنګ ډاکټر عبدالله ځان یو دموکرات مجاهد بولي؛ خو د خپل سیال ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاینيزو انځورونو او توکو په شلولو یې وښوده، چې نوموړی او ډله یې غیر دموکرایتکه ده، چې د واک لپاره یوازې مصلحت پېژني او ان خپل سیال ته درناوی نه لري.
د ولسمشرۍ د دغه کاندید د ټیم غړي او پلویان هڅه کوي، چې د تشدد او ولس ویرولو له لارې ځان واک ته ورسوي چې یوه بېلګه یې د کابل د سرای خواجه او ورڅېرمه سيمو د اوسېدونکو ادعاوې دي، چې وايي، د ټاکنو په تېر پړاو کې سيمه ييز زورور امان الله ګذر ګواښلي دي. ګذر په ډېرې سپين سترګۍ ولسي وګړو ته ګواښ کړی، چې که ډاکټر عبدالله عبدالله ته رايه ور نه کړي، نو له خپلو پلرنيو کليو به يې وشړي.
پاکستان او د ولسمشرۍ کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله دواړه د معیارونو، پرنسیپونو، اصولو او مقرراتو خلاف په روا او ناروا توګه د واک او ځواک غوښتونکی دي، خو په دې باید پوه شي، چې افغانان ویښ شوي، بدلون غواړي، پرمختګ ته ژمن دي او له هر ډول بې عدالتیو بې ځایه امتیاز غوښتنو، پراختیا غوښتنو او لاسوهنو سره به جدي مبارزه وکړي.
افغانان هغه ګاونډی نه غواړي چې د دو�� په وینو تویولو کې خپله بقا لټوي او داسې ولسمشر هم نه غواړي چې د جعل، تذویر، درغلیو او قانون ماتوونو له لارې ځان بریالی کوي.