سرماښام اسمان داسي تک شين و، لکه دمرغه سترګه
د ماخستن له ډوډۍ وروسته مو له مېلمنو سره ښه مجلس پيل کړ
دا مجلس د شپې تر ناوخته دوام وکړ
د شپې په نيمايي کي خوب د مجلس خوند او رنګ پيکه کړ
کوربانه او مېلمانه د خوب پر بسترو پرېوتل
ماهم سر ته ايښى بالښت ځان ته سم کړ او پرېوتم
پرخپلو ځايونو پرتو کسانو يو ګړى کرار، کرار مجلس کاوه
يو څو شېبه وروسته دغه ارام مجلس نور هم ارام او ټول ويده سول
ما لا يوڅو ګړيه د خوني چت کتل، وروسته زه هم د ويده سوى وم
د خوني د دروازې په کړپي راويښ سوم
هڅه کوم، چي ګروپ روښان کړم، خو برېښنا نه سته، تللې ده
د ټليفون څراغ مي روښان کړ
د خوني دېوالي ساعت ته ګورم، د شپې درې بجې دي
تېز باد د خوني دروازه کړپوي
له خوني د سراى انګړ ته راووتم
اوهو! د اسمان مخ تورو وريځو پوښلى دى
تېز باد له سړي کالي کاږي
د ټولو خونو او پخلنځي دروازې مي را وتړلې
تالنده، برېښنا او تېزباران سره ملګري سول
ژر بيرته خوني ته راغلم، کالي مي لانده دي خوب نه راځي
د تالندي خطرناک غړومبي کوربانه او مېلمانه د خوب له پستې غيږي راجلا کړل
يو ګړى وروسته سېلاب راغى
خړي اوبه د غريبانو کورونو ته ننوتې
چيغي اورم : (د خداى لپاره مرسته راسره وکړئ !)
هيڅوک سر نه خلاصوي
سهار خوا ته باد او باران ودرېدل
لمر راوختى
دولتي مسؤلين په ډېر تلوار راغلل
د سېلاب وړو کورنيو پاته غړو ته يې يو لور، يوه اره او د تيلو څراغ ورکړ.