د کندهار د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه
مسلسله شمېره: ٢٦١
نېټه: ١٣٩٣-٣-١١
کندهار افغانستان- د کندهار د دامان ولسوالۍ د غره په کلي کي د وسلوالو طالبانو له خوا د ځای پر ځای سوي ماين چاودني له امله دوه تنه کوچنيان شهيدان او يو ټپي سو.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالی ويسا د ټولو کندهاريانو په استازيتوب شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپي کوچني ته د عاجلي شفاه او د کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.
ياده پېښه نن سهار نږدې اته نيمي بجې په داسي حال کي رامنځته سوه چي نوموړي کوچنيان په کلي کي په لوبو بوخت ول او د بې رحمو وسلوالو طالبانو له خوا د ځای پر ځای سوي ماين ښکار سول چي له کبله يې دوه تنه شهيدان او يو زخمي سو، زخمي ماشوم په بېړني ډول د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته د درملني په موخه لېږدول سوی دی.
ښايي وسلوالو طالبان ددې ډول ناوړه او وحشي کړونو په تر سره کولو د خپلو بې رحمه بادارانو له خوا امتياز تر لاسه کړي خو د ستر شرم او د بې رحمانه کړونو انتها ده چي نن د کوچنيانو د نړيوالي ورځي د لمانځلو په ورځ وسلوالو طالبانو دې ورځي ته د تحفې په توګه د تنکيو ماشومانو جسدونه وسپارل او يو ځل بيا يې ثابته کړه چي دوی په وحشت او بربريت کي خورا لوړه سابقه لري.
اوسمهال افغان امنيتي ځواکونه قوي سوي او وسلوالو طالبان يې سخت ځپلي دي خوی دوی ددې لپاره چي په سيمه کي يوازي خپل حضور وښيي دا ډول ناوړه کړني تر سره کوي، کوچنيان چي په هيڅ ډله او ګوند پوري تړلي نه دي په بې رحمانه ډول وژني.
دا چي اوس د دويم پړاو ټاکنو ته يوازې د ګوتو په شمېر ورځي پاته دي، وسلوال طالبان د دې ډول وحشيانه کړونو په ترسره کولو غواړي د انتخاباتو پروسه هم له خنډ سره مخ کړي او پر مهال يې په خلکو کي وېره او ډار رامنځته کړي خو په پوره ډاډ ويلای سو چي د لومړي پړاو ټاکنو په څېر به دا ځل هم ټول ولس په ډېر مېړانه او شهامت د انتخاباتو په پروسه کي برخه واخلي.