په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې د ملي لوبغاړو وړتیا رغونې په موخه روزنیز کمپ جوړېږي.
ټاکل شوې ده بل سبا چې د روان زیږدیز کال جون له دریمې نیټې سره سمون خوري، د افغانستان ملي لوبډلې ۳۵ کسیزې لوبډلې لپاره یو میاشتنی رونیز کمپ په لاره واچول شي چې موخه یې په هره کچه د ملي لوبغاړو وړتیا رغونه، نړیوالو سفرونو ته ددوی چمتووالی او د نړیوال جام سیالیو لپاره د ۲۰ کسیزې لوبډلې ټاکنه ده. په دغه روزنیز کمپ کې به د ملي لوبډلې روزونکي کبیر خان او پیټر انډرسن ترڅنګ یو شمیر نور کورني او بهرني روزونکي د ملي لوبغاړو پر وړتیا رغونې کار کوي چې په ترڅ کې به یې د لوبغاړو هراړخیزې وړتیارغونې په موخه ددوی په ټولو تخنیکي اړخونو لکه توپوهنې، توپ اچونې، ډګر ساتنې او فزیکي چمتووالي کار کیږي تر څو ټول ضعیف ټکي چې د لوبغاړو په تخنیکي اړخونو کې شتون لري، له منځه یوړل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د ملي لوبډلې وړتیارغونې لپاره د نړیوالو ماهرو روزونکو تر نظارت لاندې د روزنیز کمپ په لاره اچول یو اغیزمن ګام بولي. نوموړی وایي چې، د دغه روزنیز کمپ په ترڅ کې به ټول هغه ضعیف ټکي چې د لوبغاړو په تخنیکي اړخونو کې یې شتون درلود، په بشپړه توګه له منځه یوړل شي. له بله پلوه به د نړیوال ۵۰ اوریز جام لپاره یو داسې شل کسیزه لوبډله وټاکل شي چې له هره اړخه به پیاوړې وي او تر نړیواله جام پورې په نورو ورته ګټورو روزنیزو فرصتونو کې هم ونډه واخلي.