که اړتیا د پنځونې مور وي، نو ابهام د علم پلار دی؛ځکه همدغه ابهام دی، چې انګېزه پیدا کوي.همدغه انګېزه ده، چې بشري ذهنونه په خوځښت راولي او هغو علمي ناسپړل شویو خواوو ته یې بیایي، چې سپړلو ته یې اړتیا وي.ابهام ذهن له داسې پوښتنو سره مخ کوي،چې ګونګې وي.دغه پوښتنې تر هغه هڅوونکې وي، چې انسان د یو مثب لوري نه ورته ځواب ووایي.نو ویلی شو چې ابهام د ادبي متن هغه جوهر دی چې متن په لوستو ارزوي.
خو په بل لوري کې استاد خادم د ابهام تر څنګ د شعر دوه نور اړخه راپېژني، چې یو اړخ یې له ابهام سره نیغ په نیغه اړیکه لري.نوموړی وایي چې شعر دوه اړخه لري، چې یو یې ژوند او بل یې خوند دی. د ژوند پلوي یې حکمت او د خوند پلوي یې لذت دی.ژوند بې خونده کیدای شي، خو خوند هیڅکله بې ژونده نه شي کیدای. که په شعر کې ژوند او خوند دواړه سره و غږول شي؛ نو کیدای شي، چې یوه قیمتي مرغلره ترې را ووځي.
د خادم صیب دا خبره په سپړلو ارزي، ځکه دغه دوه اړخه د شعر جامه او زېور کڼل کېږي.دلته دغه پوښتنه، چې د شعر ژوند او خوند په څه کې دی؟له ابهام سره نیغ په نیغه اړیکه ساتي،چې په دې بېلګه کې یې ښه سپړلی شو.د انسان او یوې مجسمې ترمنځ توپیر دا دی، چې انسان یو ژوندی موجود،خبرې،خوراک،څښاک،تګ راتګ ، د ژوند په هره برخه کې فعاله ونډه لري،د پوره فکر څښتن دی او له هر شي خوند اخلي.خو مجسمه ساکنه څېره ده،پاسنۍ ټولې ځانګړنې پکې نشته.دیو ژوندي او مړه شعر توپير د انسان او مجسمې په بېلګو کې ښه څرګندیږي.د ژوندي شعرځانګړنې د انسان ځانګړنو ته ورته دي.ژوندی شعر پر ادبي صنابعو(تشبه،استعاره،سمبول، پراډګس او په هنري ابهام) ولاړ وي.دغه توکي شعر ته ژوند ورکوي.دخوشال،رحمان،حمید،شیدا او داسې نورو شاعرانو شعرونه تر اوسه ولې ژوندي دي؟ځکه دوی د شعر ژوند او حکمت ته پام کړی دی،خو کله نا کله په شعر کې د ادبي صنایعو په راوړلو کې دومره ورک شوي دي، چې شعري کیف یې په زړه کې غوټه پاتې شوی دی، چې ښه بېلګې یې د معما،بې ټکو او ځينو نورو ناهنري صنعتونو کې ښودلی شو.ناهنري ځکه ورته وایو،چې یوې لخوا په زور جوړ شوي او له بلې حوا هغه طیعي خوند پکې نشته،چې لوستونکې ورباندې تنده ماته کړي.دغه صنایعو ته ورته نور صنعتونه هم شته،چې مخاطب په کې بېلا بېلو ستونزو سره مخ کېږي،چې ښه بېلګه یې سمبول دی.
د لذت یا خوند برخې ته یې دغه بېلګه ښه بولم. که یو څوک ښه پلو پوخ کړي؛ خو چې مالګه په کې نه وي، څوک یې خوري!طبیعي ده چې څوک یې نه خوري.که یو شاعر خپل کلام، له سره تر پایه پر ادبي صنعتو بار کړي؛ خو چې شعري خوند او لذت پکې نه وي، نو اغېز نه پرې باسي. د لوستونکي زړه نه شي خپلولی.نو پکار ده،چې شاعر په خپل شعر کې د ژوند ترڅنګ خوند ته هم پوره پام وکړي. دلته د خادم صیب خبره دنښې منځ ولي.
خو کله نا کله شاعر د خپلو رازونو د شاعرانه کولو لپاره د الفاظو ژبه ورکه کړي ، خپلې خبرې یې په زړه کې غوټه پاتې شي ، د سپړلو چل ترې هېر شي،خو بیا هم یو داسې دروني کیف پکې پروت وي، چې لوستونکی څو ځلې ویلو ته اړ باسي او یوه نا اشنا ژبه ور زده کوي؛نو دلته لوستونکی د شعر ابهامي ژبې سره مخ کیږي.
خو کله نا کله د شاعرانو په شعرونو کې داسې ابهام وي، چې هم پکې خیال ګونګ وي او هم یې مفاهیم ګونګ وي؛ نو داسې شعر، شعري ښکلا په سیند لاهو کولی شي.مثلآ:که یو انځوګر تابلو انځوروي، که په انځورګرۍ کې رنګونه ګډ وډ وکاروي؛ نو د دې پر ځای ، چې خلک یې خوښه کړي، کیدای شي د هغوی پر ذهن منفي اغېز وکړي.
ابهام همداسې یو څېز دی. که شاعر خپله سمبولیکه ژبه سمه ونه کاروي، د شعر ادبي او هنري ازښت په اوبو لاهو کوي. ابهام د ادبیاتو جوهر دی، د ادبي اثارو ژوند او ارزښت په ابهام کې نغښتې دی، که دغه جوهر له اصلي متن نه لرې کړو؛ نو د لیکنې ادبي جوهر به په خپل لاس ووژنو.همدا ابهام دی، چې د لیکنې او لوستونکي ترمنځ اړیکه ټینګوي.