ویټامین(Vitamin):
ډاکټر فونک (Funk) په ۱۹۱۲م کې د ویټامین نوم له دوه کلیمو څخه د Vita د ژوند په معنا او Amine له کلیمو څخه مشتق کړ، چې پروفیسور دوماند په ۱۹۲۰م کې د Amine له کلیمې څخه د e په لرې کولو سره د ویټامین کلیمه رامنځته کړه چې تر دې مهال ۲۲ ویټامینونه پېژندل شوي(کرنپوهنه: ۱۷۸ مخ).
ویټامینونه هم د غذايي موادو مهمه برخه ده چې هر ویټامین د انسان په وجود کې ستره ونډه اخلي او که چېرې په وجود کې کم شي، نو انسان ته ستونزې او ناروغۍ پیدا کېږي. په ویټامینونو سره انسان او حیوان د خپل ژوند د بقا له پاره اړتیا او ضروت ورته لري، نو د انسان د ژوند د ودې رشد او سالیمې روغتیا له پاره ضرور دي .
ویټامینونه عضوي مرکبات دي چې د شپږو مهمو عذايي موادو په ډله کې راځي او بدن په کم مقدار ورته اړتیا لري پخپله انرژي نه تولیدوي، بلکې د بدن له نورو مغزي موادو څخه د انرژي تولیدو ته اماده کوي او د خوړو له لارې اخیستل کېږي او د انسان په وجود کې هر ویټامین یوه ځانګړې دنده تر سره کوي (خواړه او روغتیا: مخ).
د ویټامینونو په موجودیت سره حجرات په سالمه توګه پاتې کېږي او که کم شي بدن ته بېلابېلې ناروغۍ پیدا کېږي، همدا ډول د انسان د ژوند د بقا له پاره مهم مواد دي، په وجود کې د یو ویټامین په نشتولي روغتیا یي حالت خرابیږي او د ورځې په اوږدو کې د خوړو له لارې بدن ته اړتیا څخه زیات ویټامین داخل شي کوم زیان نه لري پرته له ویټامین دي څخه.
د حلېدو له مخې ویټامیونه په دوه برخو ویشل شوي ۱- په شحمو کې منحل ویټامینونه چې هغه عبارت دی د ویټامین A,D,E اوویټامین K څخه دي دغه ویټامینونه په غوړیو کې حل او په بدن کې په ښه توګه ساتل کېږي او د خوړو له لارې ډېر له منځه نه ځي.
۲ – هغه ویټامینونه چې اوبو کې حل کېږي د بي کمپلیکس په نوم هم یادېږي او په لاندې ډول به یې نومونه وړاندې کړو.
1- ویټامین C
2- ویټامینB1
3- ویټامینB2
4- ویټامینPP
5- ویټامینP
6- ویټامینB5
7- ویټامینB6
8- ویټامینB12
9- ویټامینH
10- ویټامین فلاسین
11- ویټامینBa
12- ویټامین پارا امینو ربنزویک اسید
13- ویټامین اینوسیتول
14- ویټامین کولین
پورتني ویټامینونو په اوبو کې منحل کېږي او په ډېره کمه اندازه په بدن کې ذخیره کېږي (کرنپوهنه: ۱۸۹مخ).
پورته ویټامینونه پرته د B12 څخه نور ټول په نباتاتو کې جوړیږي چې انسان کولای شي د سبزیجاتو او ترکاریو په خوړلو سره یاد ویټامینونه پوره کړي.
هغه ویټامینونه چې په شحمیاتو کې حل کېږي کومې دندې لري او منبع یې کومې دي؟ په لاندې جدول کې وړاندې کېږي.
د ویټامین نوم |
دندې |
سرچینې |
ویټامینA |
د ودې او نمو له پاره همدا ډول د انتانات پر وړاندې مقاومت لوړوي |
شېدې، مسکه، زیړ غوړي، هګۍ، جګر، ماهي، سبزیجات، بانجان رومي، پالک او زردکې |
ویټامینD |
د هډوکو او غاښونو په جوړښت کې برخه اخلي |
شېدې، مسکه، زیړ غوړي، هګۍ، ماهي، حیواني غوړي، د لمر پر وړاندې د خپل پوستکي ښکاره کول |
ویټامینE |
د حمل اخیستو له پاره مهم دی |
پاڼې لرونکي سبزیجات، غنم، جواري، لوبیا، نخود، حبوبات، وربشې |
ویټامینk |
د جګر صحي فعالیت ښه کوي او د وینې په لښته کېدو کې مرسته کوي |
کرم، ګلپی، لوبیا، شېدې، هګۍ |
اوس به د هغه ویټامینونو جدول وړاندې شي چې به اوبو کې منحل دي.
ویټامینB1 |
د کاربوهایدرایت په میتابولیزم کې یو کوانزایم دی او به مکمل او نارمل میتابولیزم کې رول لوبوي. |
سوډا، زړي، اوړه او وربشې. |
ویټامین B2 |
د څو انزایمونو په تنظیم کې رول لري. |
جګر، هګۍ، شېدې، پنېر، پاڼه لرونکي سبزیجاتو کې. |
ویټامینB3 |
د پلګرا څخه مخنېوې کوي. |
جګر، ماهي، غوښه، د چرګ غوښه، نخود، وچه خمیر مایه |
ویټامینB4 |
د میتابولیزم په ډېرو عملیو کې د کوانزایم په حیث |
جګر، غوښه، لوبیا، نخود |
ویټامین B6 |
دامینو اسیدونو په میتابولیزم کې د کوانزایم په حیث |
جګر، غنم، سوډا او خمیر مایه |
ویټامینB12 |
د وینې د تولید په عملیه کې، د تایراید غودې په فعالیت کې او د اسکوربیک اسید په میتابولیزم کې مرسته کوي. |
جګر، پښتورګي، مغز او زړه کې |
ویټامین C |
د وینې د سرو او سپینو کرویاتو په وده او پوخوالي کې مرسته کوي، د کلسیم د میتابولیزم په تنظیم کې رول لوبوي او د یو زخم په جوړېدو کې مرسته کوي. |
په هغه سبزیجاتو کې چې شنې پاڼې لري، د تازه میوو په اوبو کې، کرم، شلغم، نارنج، لیمو، بانجان رومي، په شنو حبوباتو کې او په شنو نخودو کې موندل کېږي. |
(تعلمیات صحي: ۱۷- ۱۸ مخ).
فولیت(Foliate) :
فولیت د ویټامین بې له ډلي څخه دی چې د وینې سره کرویاتو او صحت له پاره مهم دی په ځانګړي ډول د حاملګي پر وخت د غیر نورمال حالاتو څخه د جنین ساتنه کوي.
فولیت په جیګر، غوښه، ماهي، د چرګ غوښه، حبوبات، او هغه سبزیجات چې شنې پاڼې لري (لیکچر نوټ مکتب نرسنګ«استاد ماګل یحی»:۳۲ مخ).
د فولیت اړتیا:
فولیت د انسان په بدن کې په طبیعي ډول کم دی ځکه چې ډېر زر کمېږي، د فولیت ضرورت د ماشومانو د ودې په حال کې ډېر وي، د حاملګي په وخت کې وي نو ځکه ویل کېږي چې د حاملګي پر وخت د فولیک اسید اخیستل یا مصرفول د جنین وزن زیاتوي او د کم وزن ماشوم له پېدا کېدو څخه مخنېوی کوي.
لاندې جدول د فولیک اسید د اړتیا په اساس جوړ شوی.
روغ کاهل |
100ug |
حاملګي پروخت |
400ug |
د شېدو ورکول پر وخت |
150ug |
د ماشوم له پاره |
100ug |
(اساسات تغذیه: ۲۶ مخ).
پورته چې کوم ویټامینونه وړاندې شول د هغوی مهمې دندې هم واضح شوې، خو سرچینې ډېرې اسانه دي او زمونږ په کرنیزو حاصلاتو پورې ډېر تړاو لري که چېرې یوه کورنۍ د ځینې سبزیجاتو له اهمیت څخه خبر اوسیږي، نو د دوی په خوراک سره زمونږ غذايي اړتیاوې هم حلیږي او اقتصادي مشکل مو هم رفع کېږي او په دې معنا نه شوه چې مونږ دې په ډېرو پیسو ځینې هغه مشروبات وڅښو کوم چې ویټامینونه لري.
په زړه پورې او ګټوره ليکنه مو کړې،
پر اند او قلم دې برکت شه، خدای دې ګوتې مه خاورې کوه، د ورته نورو ليکنو حوصله او وس درته غواړم.
روضیه خور سلامونه او نيکی هیلی
مننه کوم د ارزښتناکه لیکني څخه دي
الله (ج) دی کامیابه او سرلوړي لره . چی رشتیا ووایو ښځینه په ذکر سویو مسایلو ډیري ښه پوهیږي نو ښه دا بولم چی دوی پیرزوینه وکړی چی داسی ستونزي او د حل لاري تر نورو کسانو پوري هم ورسوی نو په دي سره به يي د ټولني لوی خدمت کړی وی البته نه يوازي د ټولنی بلکي د ټوله بشریت. ځکه د یو ماشوم سالمه روزنه د هغه د ژوندانه پر هر اړخیزه چارو مثبت تاثیر لري .وایی ښځه د ټولنی په جوړولو کي ستر رول لري ځکه ماشوم روزنه د دوي اغلو څخه سرچینه اخلي. د لا ښه لیکنو او لارښوونو په هیله مو
په درنښت