غزنی هغه ولايت دی، چې د طالب اورپکو له لوري پکې د ولس ژوند ډېر ترينګلی شوی او هره ورځ د ماين په وسيله ولس په نښه کېږي. د دوی د ماين ډېری قربانيان ملکي وګړي وي او ولس ددې درنو قربانيو پېټی په شاه ګرځوي.

پرون په غزني کې د ورا په دوو موټرو ماين چاودنه وشوه او داسې راپورونه دي، چې ګويا طالبانو دغه موټر په لوی لاس له اصلي لارې فرعي هغه ته برابر کړي، ځکه چې په دې موټرو کې د سيمه ييزو پوليسو د کورنيو مېرمنې او ماشومان لېږدېدل.

په پېښه کې ۱۴ کسان شهيدان شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي، خو دا لومړۍ ځل نه دی، چې د طالبانو د ناتار له لاسه د ولس خوښۍ په ژړاکانو او ساندو اوړي او بې شمېره انسانان پکې سټيږي. تر دې لږ اخو د ۱۳۹۲ کال په مني کې د طالبان له لوري دې ته ورته بله پېښه وشو، چې پکې د واده يو موټر والوت، تر لسو زياتې مېرمنې او ماشومان يې ووژل.

دلته فعاليت کوونکی طالب د بل د لاس پديده ده، مغز مينځل شوی او له خپلو ور اخو يو داسې انسان دی، چې خپله د انسانيت په نوم څه نه پېژني.

دوی په تېرو څو کلونو کې د جګړې لپاره له هېڅ راز وسلې او وسيلې نه سپما ونه کړه او هر هغه کار يې تر سره کړ، چې ان د بشريت په تاريخ کې به هم دا ډول کار نه وو تر سره شوی. دا به مبالغه نه وي، که ووايم، چې که طالب ته اټوم په لاس ورشي، مخکې له دې چې په استفاده يې ځان پوه کړي، وبه يې کاروي او د ځان په ګډون به ټول ولس تباه کړي، خو دوی د خپلو دې ډول عمالو د تر سره کولو لپاره بيا هرومرو توجهات پيدا کولای شي.

د دوی په جګړه کې د افغان انسان مرګ مباح دی او دا وژنې په لويو کاربارونو او سترو سوداګريو بدلې شوې دي.

که د طالب په لاس يو په دولت او يا هم نادولتي ارګان پسې تړلی کس وژل کېږي او يا په نښه کېږي، نو د کلدارو پنډ ورکول کېږي، خو ددې پيسو په بدل کې ده ته بويه چې يو لوی ولس د غم په ټبر کېنوي.

اوس تر ټولو ستره اندېښنه د طالبانو له لوري د هغو ماينونو په تړاو ده، چې ډېری په کلیوالو لارو کې خښ کړای شوي، عام وګړي پکې وژل کېږي او د تلفاتو شمېر یې د نړۍ په کچه بې ساري بلل کېږي.

طالبانو ته د ماين په برخه کې پوره روزنه ورکول کېږي او دا روزنه يا په پاکستان کې ورکول کېږي او يا هم له پاکستان نه راغلي د ای اس ای پياوړي پوځيان، خو د دوی د خواخوږو په جامه کې.

په افغانستان کې اويا سلنه کاريدونکي ماينونه له کلسيم او امونيم نايتريت څخه جوړېږي، چې د پاکستان په دوو کارخانو کې توليدېږي او افغان حکومت ددې سرې په وارداتو کلک بنديز لګولی دی، هر وخت چې ونيول شي، واردوونکو او انتقالوونکو ته يې سزا ورکول کېږي، خو له دې سره سره يې واردات په دومره پيمانه دي، چې د يو بل هېواد د وګړو د سټولو لپاره هم کفايت کولای شي.

راپورونه دي، چې وسله وال طالبان چاودېدونکي توکي راوړي، ماشومان او وزګار ځوانان يې د پيسو په بدل کې خښوي. د دوی په خبره، که چېرې مطلوب کس پرې له منځه يوسي، نو بيا ۲۰ زره پاکستانۍ کلدارې ورکوي، خو ماشومانو ته بيا دومره پيسې نه ورکوي، دغه پيسې ډېره برخه ټيته درجه او ياهم ټيټ پوړي طالبان اخلي.

زه د ډېرو کليوالو ماشومانو شاهد يم، چې په غزني، وردګو او لوګر ولايتونو کې د ماين اېښودلو پر مهال له هوا په نښه شوي او يا هم لاس په لاس نيول شوي دي. د دغو ولايتونو ټپي او نيول شوي ماين خښوونکي تر ډېره د نړيوالو ځواکونو د لوګر شکين اډې ته وړل کېږي او کله چې ترې پوښتنې کېږي، نو د دوی هر يو وايي، چې د پيسو په بدل کې يې دا کار تر سره کړی او يا هم ورته ګواښ شوی وو، چې دا عمل تر سره کړي.

اصلي خبره دا ده، چې طالبان په خپل ټول زور سره له دې وسلې نه کار اخلي او اوس په مخامخ جګړه کې پاتې راغلي دي.

د دوی ددې فعاليتونو تر نيمايي زيات په غزني ولايت کې دي، چې ډېری وخت د ماين د برابرولو پر مهال د دوی خپل کسان پکې له منځه ځي، چې بېلګې يې په پرله پسې ډول په غزني ولايت کې د دريو پېو رامنځته کېدل وو، چې په هره يوه کې تر لسو زيات کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه د سړک غاړې ماينونو ته د يوې خطرناکې جګړييزو وسلې په سترګه ګوري، چې تر مخامخ جګړې يې زيان ډېر دی او د طالبانو له لوري اېښودل کېدونکي ماينونونو زيان په جګړه کې د ښکېلو غاړو زيات ملکيانو ته اوړي.

له بل لوري د سړکونو پر غاړه ښخ شوي ماینونه د نړیوالو او افغان سرتېرو پر ضد د طالبانو اصلي وسله شمېرل شوې ده.

په ورته وخت کې افغان ملي پوځ او ملي پوليس لا په بشپړه ډول په هغو تجهيزاتو نه دي سنبال شوي، چې دا ماينونه له منځه يوسي. ددې برخې لپاره کابو ۶۴ ډوله وسايل پکار دي، خو افغان ملي پوځ له دې ډلې ايله ۲۳ ډوله لري، چې نشي کولای په ټول هېواد کې ماين د مخنوي لپاره ځانونه ورسوي.

يوازې ملکي وګړي نه دي، چې د طالبانو د اېښودل شويو ماينونو قرباني ګرځي، تر دې ور اخوا د ملي پوځ ۸۵ سلنه مرګ ژوبله هم د ماينونو او ځانمرګو بريدنو له امله ده، چې په منځنۍ کچه د ورځې له دريو تر څلورو پوځيان شهيدانوي.

په افغانستان کې د ماين پاکۍ موسسو سروکار هم له هغو ماينونو سره دی، چې په پخوا وختونو کې ځای پرځای شوي وي. دوی په نويو اېښودل شويو هغو کار نلري او  کله چې جګړه پای ته ورسېږي، نو بيا هله يې دوی د پاکولو پروګرام پيلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *