د مطلوبې او موجودې وضعې ترمنځ رامنځته شوی واټن زموږ د ژوند اساسي او لومړنۍ ستونزه ده، خو داچې خپله پې سر نه خلاصوو، د ملامتۍ لپاره یې په نورو دلایلو پسې ګرځو.

په سیاسي تله کې، مطلوبه وضعه دا معنی چې د یو پرمختللي، سوله ییز او په ځان بسیا افغانستان لپاره په برنامو او تګلارو کې اصول او مقررات بیانوو او په عملي کېدو سره یې د هدف او نظر ترمنځ زینه جوړو.

خو موجوده وضعه بیا پدې معنی ده چې په اوسمهال کې موږ د خپلو تګلارو د اصولو او مقرراتو عملي کېدو لپاره څومره امکانات په لاس کې لرو او د عملي کېدو شرایط یې زموږ په ټولنه کې همدا اوس څومره برابر دي؟

په حقوقو کې ټول اصول او مقررات د همدې موازنې په چوکاټ کې تطبیقېږي او ستونزو ته د همدې حقوقي ترکیب په اساس حل لاره لټول کېږي.

د دریمې نړۍ هېوادونو لپاره په اوسنیو حالاتو کې د حل دریمه لار همدا د مطلوبې او موجودې وضعې ترمنځ دریم منځنی انتخاب دی، چې د افغانستان د ستونزو هواري لپاره یې هم نسبتاً مناسبه او غوره انتخاب بللی شو.

چې نوره هم ښه واضحه شي، سیاستمدارانو ته د اقتصادي علومو د حل دریم انتخاب په توګه (د عرضې او تقاضا) مقرره بیانېدلی شي، چې هر فرد ته د عوایدو په مقیاس د مصارفو برابرولو توصیه کېږي او دا تر ټولو غوره لاره ده.

اوس باید په سیاست کې هم همدغه شان دریمه حل لاره وړاندیز شي، چې نه سیخ وسوزي او نه کباب او پدې ډول ټول اړخونه د سیاسي مبارزې په چوکاټ کې د خپلو اهدافو پر لور ثابت ګامونه پورته کړي.

له رهبره تر رعیته ټول د همدې دریمې لارې پلویان دي او دا ځکه چې ګټې یې پکې خوندي دي، خو تر ملي د شخصي ګټو فوقیت ددې باعث دی چې دا دریم انتخاب یو تلپاتې انتخاب ونه منل شي او له وجې یې سیاست نن په افغان ټولنه کې یوازې د چل او دوکې نوم خپل کړی دی.

دلته دریم انتخابونه موقتي دي او له پنځو کالو ډېر دوام نه کوي. د ولسمشرۍ په یو دور ټاکنو کې چې نهادینه شي، په بل دور ټاکنو کې له بنسټه ورژېږي. د اشخاصو دا سیاسي برابرښت لکه د ساینس ثابت نشي پاتې کېدای، خو پخپله د دریم انتخاب (اصل) باید د سیاست په علم کې تلپاتې وي، چې هله له ساینس سره برابرېږي.

د ۱۳۹۳ لمریز کال ټاکنې یې تر ټولو ښه بېلګه ده. د بېلابېلو قومونو، بېلابېل حزبونه او بېلابېلې تګلارې نن د یو دریمي انتخاب په توګه د ولسمشرۍ چوکۍ ګټلو لپاره په ګډه مبارزه کوي، خو په ټولنیز ژوند کې بیا همدوی دغه اصول تر پښو لاندې کوي.

نن پورته پوښتنو ته د دوی تر ټولو جامع ځواب همدا د موجودې وضعې په شرایطو د ځان جوړونې ځواب دی، خو کاش په ټولنیز ژوند کې د یو تلپاتې اصل په توګه یې دغه انتخاب بنسټیز کړی وای او تل پاتې وای.

زموږ لویه ستونزه همدا ده چې ټولنیز او طبیعي چوکاټونه د ځان په ګټه جوړو، خو اړتیا داده چې ډېری وخت باید موږ ځانونه دې چوکاټونو ته برابر کړو، چې همدغه ددې مقالې د لیکلو هدف دی.

پښتو متل دی، چې مار که هرڅومره په لاره کوږ و وږ ځي، خو خپلې سوړې ته سیخېږي. خو موږ د خپل یاغیتوب توغ دومره لوړ ساتلی چې تر مطلوبې وضعې ونه رسېږو، موجودې وضعې ته نه سیخېږو او لا یې د ځان په ګټه د تغیرولو په بې ګټې هڅو لګیا یو.

هغه بله ورځ د ولسمشرۍ له یوه کاندید سره د بل کاندید د یو ځای کېدو لپاره د دلایلو یوه لویه پړپړه لیکل شوې وه او ټوله په همدې راڅرخېده، چې ولې او په څه شرایطو دوی له مقابل لوري سره یو ځای شوي دي، پداسې حال کې چې پرون یې لوی مخالفین حسابېدل.

د لیکل شوې درې مخیزې مقالې اصلي هدف همدا و، چې که پخوا هر څه و، خو اوس حالت ایجابوي، چې سره یو ځای شو او خپل هدف ته یو دوه ګامه ور لنډ کړو.

د سیاسي حالاتو په لمن کې دا د هر چا قانوني حق دی او ترې د پوره استفادې واک لرې، خو اوس پوښتنه داده چې ولې دا دریمی انتخاب موقتي وي او دغه مقررات تر نن، پرون او سباني چوکاټ منحصره پاتې شي؟

د سیاسي مبارزینو درې برخې وخت خپلو پلویانو او مخالفینو ته د ځان په سپیناوي تېرېږي، اما ولې سپیناوی؟ چې سیاسي حق یې بولئ، نو بیا د نور سپیناوي حاجت نه پاتې کېږي او مخالف لوری هم باید وپوهېږي، چې موقتي جوړجاړي د پرون او نن په چوکاټ کې برابر شوي او سباني به بیا ترتیبېږي.

اوس چې ټوله سیاسي لوبه د موجوده وضعې په چوکاټ کې روانه ده، نو په موقتي جوړښتونو ډېر زړه تړل ندي په کار.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *