راپور: افغان- د دوشنبې په ورځ د لويې پکتيا ټولو قبېلو او قومونو د تحول او دوام ډلې ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چې دوی به د خپلو رايو په زور دغه ټيم واک ته رسوي.

په دې غونډه کې د بېلابېلو قومونو او قبيلوتر۳۰۰۰ زيات مطرح قومي څېرو او بانفوذه شخصيتونو برخه اخيستې وه.

دوی په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې د تل په څېر به دا ځل هم د افغانستان د تاريخ په بدلون کې ستر رول ولوبوي.

د لويې پکتيا او د کوچيانو دروند مشر حاجي نعيم کوچي په خپلو خبرو کې وويل چې لويه پکتيا د تاريخ د بدلون دروازه ياديږي، دا ځل به هم ارګ ته د دې دروازې له لارې د تحول او دوام ډله ورننوځي.

ده وويل چې دغه مشران يوازې خبره نه کوي دا به په عمل کې څرګنده کړي چې څومره رايه د تحول او دام ډلې ته ورکوي، د ده په خبره چې دوی به کور په کور وګرځي او خپل ولسونه به دې ته اماده کړي چې د تحول او دوام ټيم ته خپله رايه ورکړي.

په ياده غونډه کې د ځدراڼو قومي مشر حاجي بادشاه خان ځدراڼ وويل چې د پکتيا د قومونو خبره يوه وي، هرڅوک بايد په دې خلکو سودا ونه کړي، د پکتيا مشران هغه څوک دي چې خپلو ولسونو ته راغلي او هغوی سره په ټغره ناست او د رايې په ارزښت او تاريخ ورسره خبره کوي.

ده په خپلو ملاتړو او د لويې پکتيا په ټولو مېشتو قومونو غږ وکړ چې د ټاکنو په ورځ چې د جوزا په څلرويشتمه ترسره کيږي راووځي او خپله رايه د تحول او دام ټيم ته وکاروي.

ځدراڼ وويل د قومونو پرېکړه دا ده چې د لويې پکتيا نر او ښځې به تر انتخاباتي حوزو پورې راځي او خپلې رايې کارټونه به کاروي، که چېرې داسې ونه شي ښايي د خپلو نيکونو او پلرونو شملو ته تاوان ور واوړي.

د پکتيکا د ولسونو په استازيتوب نادرخان کټوازي او محمودخان سليمانخېل هم خپل نظرونه شريک کړل او ويې ويل چې دوی هم په جهاد کې ونډه لرلې ده او هم يې د تل تاريخ په بدلولو کې د خپلو پېغلو او شازلميو په مټ بدلون راوستی دی چې دا ځل هم د يوې قوي ارادې سره د تاريخ د بدلون ميدان ته رادانګي.

د خوست د خلکو په استازيتوب بېلابېلو قومي مخورو خبرو وکړې او په ټولو مېشتو ولسونو يې غږ وکړ چې که د په خپل کور کې يې سوله او ثبات خوښ وي نو د تحول او دوام ډلې سره دې يو ځای شي او خپله رايه دې هم ورته وکاروي.

په دغه لويه غونډه کې د لويې پکتيا د بېلابېلو قومونو مطرح قومي څېرو او د ملي اسلامي محاذ کفيل سيدحامد اغا هم برخه اخيستې وه چې په خپلو خبرو کې يې وويل چې دوی نور نه غواړي په افغانستان کې د جګړې تاريخ تکرار شي او دوی له ډېر فکر او غور وروسته د اشرف غني احمدزي ترشا ځکه ودرېدل چې غني کولای شي افغانستان له دې تاوتريخوالي او جګړو څخه وباسي.

په دې غونډه کې له دوبۍ څخه راغلي مېلمانه اجمل خان ځاځی، صمد افغان، ابواحمدقندهاری، هم د قومي مخورو ترڅنګ ناست وو.

د لويې پکتيا قومي مخورو د يو قومي پرېکړه ليک پر اساس ژمنه وکړه چې په راتلونکو ټاکنو کې به يې نر او ښځې ونډه اخلي او دوی به خپل ټول هغه رايه کارټونه چې لري يې د رايې کارونې به ورځ کاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *