تاند- له دې وروسته هیڅ پاکستانی تر هغو بهر ته تللی نه شي چې د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد یې واکسین نه وي کړی.
پاکستان دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې په دغه هیواد کې په ګوزڼ د لسګونو کسانو د اخته کېدو راپورونه خپاره شول او نړیوالو اعلان وکړ چې نور هیڅ پاکستاني ته تر هغو وېزه نه ورکوي چې باوري نه شي چې د ګوزڼ پرضد واکسین شوي دي.
په پاکستان کې د سږ کال په لومړیو کې شپږ تنه د ماشومانو په ګوزڼ اخته شوي ول خو اوس یې شمېر تر ۶۰ اوښتی دی.
د نړیوالې روغتیا د ادارې په سپارښتنه د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې له هر پاکستاني څخه به بهر ته د تګ په مهال د ګوزڼ پرضد د دقیقو اسنادو غوښتنه کوي.
دا ناروغي د نړۍ په نورو هیوادونو کې له منځه تللې خو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته کس یې په اسانه نورو هیوادونو ته لېږدولی شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د پر له پسې واکسینونو له برکته دا ناروغي په هیواد کې ختمه شوې خو له پاکستانه راځي. تېر کال په افغانستان کې د ورتېرو څو کلونو په پرتله په ګوزڼ د اخته کسانو شمېر زیات و.
د پاکستان په قبایلي سیمو کې وسله وال طالبان د ماشومانو د ګوزڼ پرضد له واکسیناسیون سره په دې پلمه مخالفت کوي چې دا واکسین د انسانانو نسل کموي.
شاوخوا لس کاله پخوا په پاکستان کې دا ناروغي تقریباً کاملاً ختمه شوې وه خو د طالبانو له زیاتېدا سره بېرته خپره شوه.